يولاسام ساباق

 

پطروس دې يروشلم کليسا خبراوي

۱ په ټوله يهوديه کې رسولون او ايماندورون خبر شول چې غير يهوديونې هه دې خدائ پيغام مانلائي دائي. ۲ کله چې پطروس په څټ يروشلم ته روغائي، بيا يوې ډالې چې دې غير يهوديونې ايماندورونې دې سوناته ولې غوشتينکي وي په اغا بندې اعتراض وکه ۳ او ويل يې، ”ته ويلې دې ناسونات شويې خالکې کير ته لوړلې او دې يغې سره دې ماړئي هه وخواړله؟“ ۴ بيا څه چې پيش شوي وي، پطروس ټکي په ټکي اغا ته بيان کړل. ۵ يغ وويل، ”زه دې يافا په شار کې ومه او داعو مې کړله چې بې وشه شومه او رويا مې وليدله چې دې يو ستر دسترخوان په رانګ يو شائي چې دې څالورې طرفې نه رو ځوړند و، او دې اسمون نه دې منځکې خو ته رو کيزيده او دې مو پره رو وراسيده. ۶ کله چې مو ورته په غور سره وکاتل، بيا په اغا کې حيوانون او وحشي ځناور، چمجي او مرغون وي. ۷ بيا مې يو ژاغ ورويده چې ويل يې: ’اې پطروسه! چګيژه، اغا الول که او ويې خوره.‘ ۸ خو مو ورته وويل: ’تيشتنه! ايڅ کله نه، مو ايڅ کله هه څه حاروم يا ناپوک شائي خولې ته نه دي وړائي.‘ ۹ دې اسمون نه يورې بيا ژاغ روغائي چې ويل يې: ’کيم شايون چې خدائ الول ګرځاولي دي، ته يې بايد حاروم نه وګاڼي.‘ ۱۰ درې ووره داسې وشول او بيا اغا ټول شايون په څټ اسمون ته يوړل شول. ۱۱ په اغا وخت کې درې کاسون چې دې قيصريې نه رولوژل شوي وي، اغا کير ته رو وراسيدل چې ميژ په کې پنډيدلي. ۱۲ روح القدس روته وويل چې دې دغې په حق کې انديشنه مه که چې اغا غير يهوديون دي. بيا دا شپيژ ايماندورون هه دې مو سره لوړل او ميژ ټول دې کورنيليوس کير ته وير نناواتلې. ۱۳ يغ ميژ ته وويل چې څرنګې يې په خپل کير کې فرشته وليدله چې ويلوړه وه او اغا ته يې وويل: ’يو څوک يافا ته ولاژه او شمعون چې پطروس ورته ويلل کيژي، رو واله. ۱۴ اغا و توته يو پيغام وور واوي چې دې يغ په وسيله و ته او دې تو ټوله کورانۍ خلوصين مينده کو.‘ ۱۵ کله چې مو خبرې شيري کړلې، بيا په اغا بندې روح القدس نازل شه لکه څرنګې چې اوال وور په ميژ بندې نازل شوائي و. ۱۶ بيا اغا ته وير په يود شول څه چې تيشتن عيسیٰ ويلي وي: ’يحيیٰ و په يبه بندې بپتسمه ويرکاوله، خو توس ته و په روح القدس بپتسمه ديرکړل کيژي.‘ ۱۷ که خدائ يغې ته اغا نعمت وير کړائي دائي چې ميژ ته يې په اغا وخت کې روکه چې په تيشتن عيسیٰ مسيح بندې مو ايمون رواړ، بيا زه څوک ومه چې خدائ مې دې دغ کور نه مانې کړائي وائي؟“ ۱۸ کله چې يغې دا خبرې وور ويدلې، بيا غلي پوتې شول. يغې دې خدائ په ثنا او صفات کړلې شيري وکړله او ويل يې، ”بيا خدائ حتي غير يهوديونې ته هه دا موقع وير کړيې دو چې توبه وکوژي او تل پوتي ژواندين ولري.“

 

دې سوريې په انطاکيه کې کليسا

۱۹ دې يغې ځوراونې دې اماله چې دې استيفان په مارګ نه دې ورستې شيري شوله، ځنې ايماندورون خوره ووره شول او دې فنيقيې، قبرس او انطاکيې پورې لوړل. يغې خپل پيغام خالي يهوديونې ته راسووه. ۲۰ خو دې قبرس او قيروان ځنې ايماندورون چې انطاکيې ته لوړل، دې يونانيونې سره يې هه خبرې وکړې او اغا ته يې دې تيشتن عيسیٰ په حق کې زرائي وراسوه. ۲۱ دې تيشتن قدرات دې يغې سره و او زيوت شمير خالکې ايمون رواړ او دې تيشتن عيسیٰ پيرون شول.

۲۲ دا خبره دې يروشلم کليسا ته وراسيدله او يغې برناباس انطاکيې ته ولوژه. ۲۳ کله چې اغا رو وراسيده او ويې ليدل چې خدائ څرنګې خالکې ته براکات ويرکه، بيا ډير خواشول شول او اغا يې واڅاول چې ټول دا دې زړه نه تيشتن ته وفادور پوتې شي، ۲۴ ځکه چې برناباس يو نيک ساړائي او دې روح القدس نه ډاک او دې ټينګ ايمون خاوند و. په دا ځوئي کې ډيرې خالکې په تيشتن بندې ايمون رواړ. ۲۵ بيا برناباس دې ترسوس شار ته لوړ شه چې ساؤل وکسي. ۲۶ چې کله يې ساؤل مينده که، بيا اغا يې انطاکيې ته رووسته او برناباس او ساؤل پيره يو کول وولته دې ايماندورونې سره يو ځوئي کيدل او ډير خالک ته يې تعليم ويرکاوه. او هه دولته په انطاکيه کې وي چې دې اوال وور دې پوره ايماندورون دې مسيحيونې په نوم يود شول.

۲۷ په داغا وخت کې ځنې پيغمبرون دې يروشلم نه انطاکيې ته روغلل. ۲۸ په اغا کې يو کاس چې اګابوس نوميده، ودريده او دې روح القدس په وسيله يې پيشګوئي وکړله چې په ټوله دنيو کې و ساخته قحطي روشي. دا قحطي دې کلوديوس بادشا په زمونه کې روغله. ۲۹ دې انطاکيې ايماندورونې پريکړه وکړله چې ار يو و دې خپل توون سره سام اغا ايماندورون ته چې په يهوديه کې پنډيژي، مراسته ويرولاژي. ۳۰ يغې داسې وکړل او خپلې مراستې يې دې برناباس او ساؤل په لوس دې يروشلم دې کليسې مشرون ته ولاژلې.

Sorry, no results.
Please try another keyword