شپوړاسام ساباق
دې محتاجې ايماندورونې دې پوره چانده روټولاول
۱ ويس دې يغې چاندې په حق کې چې په يهوديه کې دې خدائ دې خالکې دې پوره رو ټوليژي، خبرې کمه. لکه څرنګې چې مې دې غلوتيې کليسې ته ليار وشونه کړيې دو، بيا توس هه په اغا بندې عمل وکئ. ۲ دې ارې افتې په اواله وريځ په توس کې ار يو دا دې خپلې ګټې نه يوه اندازه پائسې دې ځون سره وسوتي، بيا کله چې زه دير څمه، دې پائسې دې روټولولې اجات و نه وي. ۳ کله چې زه وولته دير وراسيژمه، بيا زه و اغا کاسون چې توس ته دې يقين قابل دي دې پيژندګالئ دې خطينې سره ولاژمه چې دې توس چانده يروشلم ته يوسي. ۴ که چيرې دا مناسبه وي چې زه هه لوړ شمه، بيا اغا و دې مو سره يو ځوئي لوړ شي.
دې سفر دې پوره دې پولوس منصوبه
۵ زه و دې مقدونيې نه دې تيريدلې نه ورستې توس ته دير شمه، دې ځکه چې دې مو نيات دائي چې دې مقدونيې په ليار تير شمه. ۶ کيدائي شي چې زه دې توس سره پوتې شمه او داره پره چې ژمئ دې توس سره تير کمه ترڅو ار چيرې چې څمه، توس روسره په سفر کې مدد وکئ. ۷ دې ځکه زه نه غوړمه چې ګوشائي په ليار کې دې توس سره ملاو شمه، خو زه په دا ايله يمه که چيرې تيشتن وغوړي، بيا يو څه وخت و دې توس سره تير کمه. ۸ بيا زه و دې پنتيکاست تر اختره پره دې افسيس په شار کې پوتې شمه. ۹ دې ځکه چې موته دې يوه ډير شه خيذمات دې پوره يوه لويه موقع روکړل شويې دو، که څه هه وولته ډير خالک شته چې دې مو سره مخالفت کو.
۱۰ کله چې تيموتاوس توس ته دير شي، بيا کسئ تر يغې چې اغا دې توس سره وي، بايد ايڅ ډور ورسره نه وي، دې ځکه لکه څرنګې چې زه تيشتن ته کور کمه اغا يې هه کو. ۱۱ بيا مه پريژدئي چې څوک اغا ته په الکه سترګه وکسي دې يغ سره مراسته وکئ چې په سالومتئ سره خپل سفر جاري وسوتي، دې ځکه چې دې مو دې يغ او نورې وريڼې روتلل ته سترګې دي.
۱۲ دې ميژ دې ورور اپولوس په حق کې بايد ويايمه چې مو اغا زيوت واڅووه چې دې نورې وريڼې سره ليدل ته روشي، خو ويس اغا بيخې دا اراده نه لري چې توس ته دير شي. خو کله چې ورته موقع پئيدو شي بيا توس ته و دير شي.
اخري پيغامينه او سالومينه
۱۳ بئيدور پنډيژئي، په خپل ايمون کې ټينګ پنډيژئي، زړور او طاقتور پنډيژئي. ۱۴ توس چې ار څه کئ، اغا په مينه کئ. ۱۵ اې خوانديې او وريڼې! توس پئيژئي چې استيفان او دې يغ کورانۍ په سويلي يونان کې اواليني ايماندورون وي چې خپل ځونينه يې دې خدائ دې خالکې خيذمات ته وقف کړل، بيا زه دې توس نه په کلاکه غوشتنه کمه ۱۶ چې دې داس خالکې او ار اغا چا تابعدوري کئ چې دې توس سره تعاون کو او خوري کو.
۱۷ زه دې استيفان، فرتوناتوس او اخاييکوس په روتلل خواشول يمه، دې ځکه چې اغي دې توس په غير موجودګئ کې دې مو سره مراسته کړله. ۱۸ دې ځکه چې اغي هه دې مو او هه دې توسې روح تازه که. بيا دې داس خالکې قدر کئ.
۱۹ دې اسيا کليسې توس ته سالومينه يائي. اکيلا او دې يغ شځه پريسکيلا او اغا نور کاسون چې دې يغې دې کير په کليسا کې سره رو ټوليژي، توس ته دې تيشتن په نوم دې زړه دې تاله سالومينه يائي. ۲۰ ټولې خوانديې او وريڼه چې دلته دي، توس ته سالومينه يائي. په پوکه مينه يوه بل ته په کوشلاولې سره سالوم ويايئ.
۲۱ زه پولوس په خپل لوس توس ته دا سالوم ليکمه. ۲۲ څوک چې دې تيشتن سره مينه نه کو، په اغا دا لعنت وي. اې دې ميژ تيشتنه، روشه. ۲۳ دې تيشتن عيسیٰ فاضل دا وي په توس بندې. ۲۴ دې مو مينه دا په عيسیٰ مسيح کې دې توس ټول سره وي.