پينځلاسام ساباق

 

دې مسيح بيا روژواندي کيدل

۱ اې خوانديې او وريڼې، زه ويس غوړمه اغا زرائي توس ته دير په يود کمه چې توس ته مې بيان کړائي و او توس اغا منلئ و او په اغا بندې ټينګ ويلوړ يئ. ۲ که چيرې توس دې مو په دير کړل شوي زري بندې ټينګ پوتې شئ، بيا دې يغ په وسيله توس خلوصين ميمئ، که نه وې دې توس ايمون بې ګټې دائي.

۳ کيم ډير مهم پيغام چې مو تر_لوسه کړائي و، اغا مې توس ته دير وراسوه. اغا پيغام دا دائي چې دې خدائ دې کلام دې مخې مسيح دې ميژ دې ګونائينې په خاطر مړ شه ۴ او اغا شاخ کړائي شه او لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، اغا په درمه وريځ بيا روژواندائي شه. ۵ اغا اوال پطروس او ورستې بيا دولاس شاګردون ته شکاره شه. ۶ بيا اغا يورې په پينځه سوه نه زيوت نور پيروون ته شکاره شه چې په يغې کې ډير ليا دې ويسه پره ژواندي دي او ځنې يې مړه دي. ۷ بيا اغا يعقوب ته شکاره شه او په اغا نه دې ورستې ټول رسولون ته.

۸ په ټول نه په اخير کې موته چې لکه دې بې وخته واړيکي ژڼکي په رانګ زيژيدلائي ومه، شکاره شه. ۹ زه په رسولون کې په ټول نه ډير خاص نه يمه او تر دغې چې دې دغې لائق هه نه يمه چې رسول روته وويل شي، دې ځکه چې مو دې خدائ کليسا ځوراوليې دو. ۱۰ خو زه چې ار څه يمه، اغا دې خدائ په فاضل يمه او کيم فاضل چې په مو بندې وشه، اغا اسې نه و، دې ځکه چې مو په دئ ټولې نه ډيره خوري کړيې دو. که څه هه دا زه نه ومه، بلکې دې خدائ فاضل و چې دې مو سره و. ۱۱ په ار حال ضروري نه دو که دا زه ومه چې تبليغ مې وکه او ليا که نورې رسولونې وکه، ضروري دا دو چې ميژ دې يوه پيغام په حق کې تبليغ کي او توس په ايمون لرئي.

 

دې مړې بيا روژواندي کيدل

۱۲ ويس که چيرې ميژ تبليغ کي چې مسيح دې مړې نه روژواندائي شوائي دائي، بيا په توس کې ځنې ويلې يائي چې دې مړې نه روژواندي کيدل نشته. ۱۳ خو که چيرې دې مړې نه بيا روژواندي کيدل نشته، بيا مسيح هه روژواندائي شوائي نه دائي. ۱۴ او که چيرې مسيح نه وي روژواندائي شوائي، بيا دې ميژ تبليغ څه ګاټه نه لري او دې توس ايمون هه بې ګټې دائي. ۱۵ که چيرې دې مړې نه روژواندي کيدل رشتيا نه وي، بيا خدائ مسيح هه نه دائي روژواندائي کړائي او ميژ په دا حق کې دې خدائ درويغزن شائدون يي. ۱۶ دې ځکه که چيرې مړي نه روژواندي کيژي، بيا مسيح هه روژواندائي شوائي نه دائي. ۱۷ او که چيرې مسيح روژواندائي شوائي نه وي، بيا دې توس ايمون بې ګټې دائي او توس ليا دې ويسه پره هه په ګونائينه کې ژوند تيراوئي. ۱۸ بيا اغا کاسون چې په مسيح بندې يې ايمون لوره او مړه شوي دي، اغا هه تباه شوي دي. ۱۹ که چيرې دې ميژ ايله په مسيح کې ګوشيې دې دغ ژوند دې پوره وي، بيا ميژ په دا دنيو کې په ټول انسانون نه زيوت بدبخته يي.

۲۰ خو په اقيقات کې مسيح دې مړې نه روژواندائي شوائي دائي. اغا په ټول کې اوالينئ کاس دائي چې دې مړې نه روژواندائي شوائي دائي. ۲۱ دې ځکه لکه څرنګې چې مارګ دې يوه انسان په وسيله روغائي، بيا دې مړې نه روژواندي کيدل هه دې يوه انسان په وسيله روغلل. ۲۲ لکه څرنګې چې ټول خالک دې ادم سره دې تاړين لارلې په خاطر مړه کيژي، بيا په دغ رانګ و ټول خالک چې دې مسيح سره تاړين لري، بيا روژواندي شي. ۲۳ خو ار يو و په ترتيب سره روژواندائي کيژي. په ټول کې اوال مسيح روژواندائي شه او بيا کله چې مسيح روڅي، نو اغا کاسون و روژواندي شي چې دې يغ سره تاړين لري. ۲۴ کله چې مسيح ټول روحاني حاکمون، اختيارينه او قدراتينه دې ميانځه يوسي، بيا ار څه و اخير ته وراسيژي او اغا و بدشائي خدائ پلور ته وسپوري. ۲۵ دې ځکه چې مسيح بايد تر يغې پره بدشائي وکو، ترڅو خپل ټول ديشمنون تر پشې لوندې کو. ۲۶ اخري ديشمن چې دې ميانځه و وړلئ کيژي، اغا مارګ دائي. ۲۷ دې خدائ کلام يائي: خدائ ټول شايون دې يغ په پشې لوندې کړل، کله چې يائي ټول شايون بيا دا جاواته دو چې خدائ په خپله په دا کې شامل نه دائي چې يغ ټول شايون دې مسيح په واک او اختيار کې وير کړي دي. ۲۸ کله چې ټول شايون دې مسيح په واک کې ويرکړل شول، بيا اغا و هه خپل ځون چې زيائي دائي، دې خدائ په واک کې ويرکو چې ټول شايون يې دې يغ په واک کې وير کړي دي او خدائ و په ټول بندې حکومت کو.

۲۹ که چيرې دې مړې نه بيا روژواندي کيدل نه وي، بيا خالک ويلې دې مړې په خاطر بپتسمه ووخلي. که چيرې مړي ايڅ نه روژواندي کيژي، بيا په څه داليل خالک دې يغې دې پوره بپتسمه ووخلي؟ ۳۰ او ويلې ميژ ار ساعت خپل ځون په خاطره کې اچاوي؟ ۳۱ دې مو خوانديې او وريڼې، زه قاسام خورمه دې يغ فخر دې اماله چې يې په تيشتن عيسیٰ مسيح کې په توس کمه، زه اره وريځ دې مارګ سره مخ يمه. ۳۲ که چيرې مو دې افسيس په شار کې ګوشائي دې انساني فکر دې مخه دې ځناور سره جنګ وکه، بيا څه مې تر لوسه کړل؟ که چيرې مړي بيا نه روژواندي کيژي، بيا ميژ هه داس وکي لکه څرنګې چې خالکې ويل: ”روڅئ چې وخوري او وتشي، دې ځکه چې سابو و مړه کيژي.“

۳۳ نو مه غلاطيژئي، دې ځکه چې رشتيا دا دي چې دې بدې خالکې سره ملګرتيا شه اخلاق خاروپاوي. ۳۴ دې نشې نه روبئيدور شئ او نور ګناه مه کئ، دې ځکه چې په توس کې ځنې خالک خدائ نه پيژاني او زه دا دې دغ دې پوره يايمه چې توس وشرميژئي.

 

په سيراتي رانګ روژواندي کيدل

۳۵ خو کيدائي شي چې يو څوک پشتنه وکو: مړي څرنګې روژواندي کيژي او دې يغې سيرات و څه رانګ وي؟ ۳۶ اې کم عقله، کله چې ته په منځکه کې تخم کرې، بيا تر يغې پره اغا نه روشين کيژې ترڅو اغا مړ نه شي. ۳۷ او څه چې توس کرئي، اغا پيره بيټائي نه دائي، بلکې اغا ګوشائي يوه دونه تخم دائي، که اغا دې غنمې وي او ليا دې څه بل شي. ۳۸ خو خدائ اغا تخم ته سيرات ويرکاوي چې دې يغ دې پوره يې غوره کړائي دائي او ار رانګ تخم ته خپل خاص سيرات ويرکاوي. ۳۹ دې ځکه چې دې ټولې سيراتينه يو رانګ نه دي، دې انسانونې سيرات يو رانګ دائي، دې ځناورې سيرات بل رانګ، دې مرغونې سيرات بل رانګ او دې کابونې سيرات بل رانګ دائي. ۴۰ اسموني او منځکيني سيراتينه هه شته، خو دې اسموني سيرات کوشلا يو رانګ دو او دې منځکې سيرات کوشلا بل رانګ دو. ۴۱ لمر يو رانګ کوشلا لري او سپيژمئ بل رانګ او دې ستوريې کوشلا بل رانګ دو. بل دا چې دې يوه ستوري کوشلا دې بل ستوري نه فرق لري.

۴۲ بيا دې مړې روژواندي کيدل هه دا رانګ وي. څه چې شاخ کړائي شي، اغا دې ميانځ نه تلينکي دي او اغا څه چې روژواندي کيژي، اغا دې ميانځه نه څي. ۴۳ کله چې سيرات خورې ته سپورل کيژي، نو بادرانګ او کمزورائي وي، خو کله چې روژواندائي کيژي، بيا اغا کوشلائي او طاقتور کيژي. ۴۴ جسماني سيرات شاخيژي او روحاني سيرات روژواندائي کيژي. دې ځکه لکه څرنګې چې جسماني سيرات شته، بيا روحاني سيرات هه شته. ۴۵ لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

اوالينئ انسان يعني ادم يو ژواندائي سيرات شه.

او ورستينئ ادم يعني مسيح ژواندين ويرکاوينکائي روح شه. ۴۶ اغا چې اوال روغائي اغا روحاني سيرات نه و بلکې جسماني سيرات و، خو دې ورستې بيا روحاني سيرات روغائي. ۴۷ اوالينئ انسان يعني ادم دې خورې نه جوړ شوائي و او دوام انسان يعني مسيح دې اسمون نه روغائي. ۴۸ دې منځکې خالک لکه د اواليني انسان په شان دې خورې نه دي، اسموني خالک دې يغ چا په رانګ دي چې دې اسمون نه روغلئ دائي. ۴۹ لکه څرنګې چې ميژ دې منځکيني انسان په شکل جوړ شوي يي، بيا دې اسموني انسان په شکل هه شوي.

۵۰ اې خوانديې او وريڼې، زه توس ته يايمه څه چې دې غوشې او ويني نه جوړ شوي دي، اغا نه شي کړائي چې دې خدائ په بدشائي کې شريک شي او اغا څه چې فاني دي، اغا نه شي کړائي چې دې يغ څه وارثون شي چې فنا کيدينکي نه دي.

۵۱ غوژ ونسئ! زه و توس ته يو پټ راز ويايمه. ميژ ټول و نه مړه کيژي، خو ټول و بادال شي. ۵۲ په يوه ساعت کې دې سترګې په راپ کې و دې اخريني سيروڼي په اووز سره مړي روژواندي شي او نور و ايڅکله مړه نه شي. ميژ و ټول بادال شي، ۵۳ دې ځکه چې دې ميژ مړ کيدينکي سيراتينه بايد په داس سيراتينه بندې بادال شي چې ايڅکله نه مړه کيژي او دې ميژ فاني سيراتينه بايد په نه فناکيدنکي سيراتينه بندې بادال شي. ۵۴ بيا کله چې دې ميژ مړه کيدينکي سيراتينه په داس سيراتينه بندې بادال شي چې ايڅکله نه مړه کيژي، بيا څه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي اغا و رشتيا شي:

”مارګ نابود شوائي او بارائي دائي کامل شوائي.“

۵۵ اې مارګه، دې تو بارائي او فتح څه شوله؟

اې مارګه، اغا دې ټاک والل دې څه شول؟

۵۶ دې مارګ نيش ګناه دائي او دې ګناه قدرات شريعت دائي. ۵۷ خو دې خدائ شکر دائي چې اغا ميژ ته دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله بارائي روکاوي.

۵۸ نو اې ګرونې خوانديې او وريڼې، ټينګ او ثابت پنډيژئي. ار وخت دې تيشتن په چارې کې لګيا ګرځئ، دې ځکه توس پئيژئي چې تيشتن ته دې خيذمات په کړلې کې دې توس خوري بې ګټې نه دو.

Sorry, no results.
Please try another keyword