واورئ
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
اول سرود
بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،
ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.
دوېم سرود
زۀ لکه د شارون د ګلاب په شان يمه،
او په پټو کښې د لاله د ګل په شان يمه.
درېم سرود
ټوله شپه کله چې زۀ په خپل کټ کښې پرته ومه،
د چا سره چې زۀ مينه کوم ما د هغۀ لټون وکړونه،
خو هغه رانۀ غلونه.
اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.
تۀ څومره نازنينه ينه.
څلورم سرود
زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې
داخل شوے يمه.
پينځم سرود
ستا جانان چرته لاړونه،
په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟
ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه،
اے د شهزادګۍ لورې.
شپږم سرود
اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه،
چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه.