څوارلاسام ساباق

 

دې نورې په حق کې پئصاله مه کئ

۱اغا خالک چې په خپل ايمون کې کمزوري دي، اغا ومانئ، خو دې دئ سره دې دئ دې فکر په حق کې شک او باحث مه کئ. ۲يو کاس په دا عقيده دائي چې اغا کړائي شي چې ار څه وخوري، خو څوک چې په ايمون کې کمزورائي وي، اغا ګوشائي سبزي خوري. ۳څوک چې ار څه خوري، بيا اغا بايد يغ چا ته په الکه سترګه ونه کسي چې اغا يې نه خوري او څوک چې ار څه نه خوري، بايد دا دې اغا چا په حق کې پئصاله ونه کو چې ار څه خوري، دې ځکه چې خدائ اغا قابيل کړائي دائي. ۴ته څوک يې چې دې بل چا دې نيکار په حق کې پئصاله کې؟ دا چې اغا نيکار په خپل خيذمات کې بريولئ دائي او که نه، دا دې ده په مشر پورې تعلق لري. خو اغا و بريولئ شي، دې ځکه چې تيشتن کړائي شي چې اغا بريولئ کو.

۵يو کاس يوه وريځ دې نورې وريځې نه سپيڅليې ګڼي، په داسې حال کې چې بل کاس ټولې وريځې يو رانګ ګڼي. ار څوک بايد په دا بندې ډوډمن ګرځي چې کيم فکر چې اغا يې لري، اغا سام دائي. ۶څوک چې يوه وريځ سپيڅليې او مهمه ګڼي، اغا يې تيشتن ته دې درناوي دې پوره ګڼي. څوک چې ار څه خوري، بيا تيشتن ته دې درناوي دې پوره خوري، دې ځکه چې اغا په دا دې خدائ شکر کو. خو څوک چې ار څه نه خوري، اغا يې هه تيشتن ته دې درناوي دې پوره نه خوري او دې خدائ شکر کو. ۷دې ځکه چې په ميژ کې ايڅوک هه دې خپل ځون دې پوره ژوند نه کو او ايڅوک هه دې خپل ځون دې پوره نه مړ کيژي. ۸دې ځکه که چيرې ميژ ژوند کي، بيا دې تيشتن دې پوره يې کي او که مړه کيژي، بيا دې تيشتن دې پوره مړه کيژي. بيا که چيرې ميژ ژواندي وي ليا مړه کيژي، ميژ دې تيشتن يي. ۹دې دغ اماله مسيح مړ شه او بيا روژواندائي شه، ترڅو اغا دې مړې او ژواندائي دوه سره تيشتن وي. ۱۰بيا ويلې دې بل ايماندور په حق کې پئصاله کې؟ ليا ويلې بل ايماندور ته په الکه سترګه کسې؟ دې ځکه چې ميژ ټول و دې خدائ دې پئصالې دې تخت په مخ کې وداريژي. ۱۱دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

”تيشتن يائي چې زه په خپل ژوند بندې قاسام خورمه چې ار يو و دې مو په مخ کې په ګينډې شي او ار يو و په خپله ژبه اقرار وکو چې زه خدائ يمه.“

۱۲بيا و ميژ ار يو دې خپل ځون په حق کې خدائ ته ايثوب ويرکاوي.

 

دې نورې ايماندورونې دې شوئيدلې سبب مه کيژئي

۱۳بيا روڅئ چې نور دې يوه بل په حق کې پئصاله ونه کي، بلکې دې يغې په ځوئي پئصاله وکي چې دې بل ايماندور په ليار کې تيژه کشينژدي چې په وشوئيژي او ليا دې يغ دې ليارې خنډ شي ترڅو ګناه وکي. ۱۴زه پئيژمه او څرنګې چې زه په تيشتن عيسیٰ بندې ډوډمن يمه چې ايڅ شائي په خپله ناپوکه نه دائي، خو څوک يې چې ناپوک ګڼي، بيا دې يغ دې پوره ناپوکه دائي. ۱۵که چيرې بل ايماندور په اغا خواروک بندې چې ته يې خورې خفا کيژي، بيا ته نور په مينه چالاند نه کې. ته چې څه خورې په اغا بندې دې يغ چا دې تبويئ او الوکيدلې سبب مه ګرځه چې مسيح دې يغ دې پوره مړ شه. ۱۶بيا څه چې دې توس دې پوره شه دي، مه پريژدئي چې نور ورته بد ويايي. ۱۷دې ځکه چې دې خدائ بدشائي خواړل او تشل نه دي، بلکې صداقت، صولحه او خواشولي دو چې روح القدس يې ويرکاوي. ۱۸څوک چې په دا رانګ دې مسيح خيذمات کو، بيا اغا خدائ ته دې مانلې قابل دائي او خالک يې خواشاوي.

۱۹بيا روڅئ چې په يغې شايونې پسې وګرځي چې دې ميژ په ميانځ کې دې صولحې او سالومتئ سبب ګرځي او يو دې بل سره مراسته وکي چې کلاک ايمون ولري. ۲۰دې خواروک په خاطر دې خدائ چارې مه خاروپاوئي. په اقيقات کې ار څه پوک دي، خو دا غلطه دو چې کيم څوک اغا څه وخوري چې دې نورې دې شوئيدلې او ګناه سبب شي. ۲۱دا و شه وي چې ته غوشه ونه خورې ليا شاروپ ونه تشي او بل داسې کور ونه کې چې دې نورې ايماندورونې دې شوئيدلې سبب شي. ۲۲په کيم شي چې ته عقيده لرې، اغا دې خدائ او په خپل ميانځ کې وسوته. بختاور دائي اغا خالک چې خپل ځونينه دې يغ څه په خاطر چې دې يغې په نظير کې سام دي او پيره کاوي يي، مجرم نه ګڼي. ۲۳خو که چيرې څوک څه وخوري او په اغا بندې شاکمن وي، نو اغا محکوم دائي، دې ځکه چې اغا په ايمون سره دا عمل نه کو او ار عمل چې په ايمون سره نه وي، اغا ګناه دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword