اووم ساباق

 

دې ميژ تعلق دې شريعت سره

۱اې خوانديې او وريڼې، توس چې دې شريعت نه خبر يئ، ايا توس نه پئيژئي چې شريعت په اغا ټول کاسون بندې عملي کيژي چې ترڅو پره اغا ژواندي وي؟ ۲دې مثال په رانګ دې شريعت دې مخه يوه شځه تر يغ وخت پره دې خپل ميړه سره تړاو لري چې ميړه يې ژواندائي وي، خو که چيرې ميړه يې مړ شي، بيا اغا دې ورو دې قانون دې قيد نه ازوده دو. ۳بيا دې دغ اماله که چيرې اغا شځه په داسې حال کې چې ميړه يې ژواندائي وي او اغا دې بل چا سره اړيکې ولري، بيا اغا زناکوره ګاڼل کيژي. خو که چيرې دې يغې ميړه مړ شي، بيا اغا دې شريعت دې مخه ازوده دو او که چيرې اغا دې بل چا سره ورو وکو، بيا زناکوره نه دو. ۴اې خوانديې او وريڼې، بيا په دغ رانګ توس هه چې دې مسيح دې سيرات غړي يئ، دې شريعت دې پوره مړه شوي يئ او ويس دې يغ چا سره تړاو لرئي چې دې مړې نه بيا روژواندائي شوائي دائي، ترڅو وکړائي شئ چې خدائ ته په خيذمات کړلې کې ګټور تاموم شئ. ۵کله چې ميژ دې خپل انساني فطرت دې مخې ژوند که، بيا شريعت ميژ نفساني خواهشاتې ته اڅاولي او په ميژ کې يې کور که چې نتيجه يې مارګ دو. ۶ويس ميژ دې شريعت نه ازود شوي يي او دې يغ څه دې پوره چې ميژ يې بانديون سوتلي، مړه شوي يي. بيا ميژ نور په اغا زاړې طريقې نه چې په شريعت کې ليکل شويې دي، بلکې په نويې طريقې دې روح القدس په مراسته دې خدائ خيذمات کي.

 

شريعت او ګناه

۷ميژ بيا څه ويائي؟ ايا په خپله شريعت ګناه دائي؟ ايڅکله نه! که چيرې شريعت نه وائي بيا مو و ګناه نه وائي پيژاندلائي. که چيرې شريعت نه وائي ويلي، ”دې نورې نه دې څه شي لالچ مه که،“بيا زه و ايڅکله په دا نه وائي پوئي شوائي چې لالچ څه شائي دائي. ۸خو ګناه دې دغ حکم په وسيله دا موقع تر لوسه کړه چې په مو کې ار رانګ لالچ کړل پئيدو کو. دې ځکه دې شريعت نه بغير ګناه مړ دائي. ۹يو وخت زه دې شريعت نه بغير ژواندائي ومه، خو کله چې دې شريعت حکم روغائي، بيا ګناه ژواندائي شه او زه مړ شومه. ۱۰اغا حکم چې بايد موته يې ژوند روکړائي وائي، موته يې مارګ رواړ. ۱۱دې ځکه دې دغ حکم په وسيله ګناه ته موقع په لوس ويراغله او زه يې غلط کړمه او مړ يې کړمه.

۱۲بيا شريعت سپيڅلئ دائي او حکمينه يې هه سپيڅلي، صادق او شه دي. ۱۳خو ايا يو شه شائي دې مو دې مارګ سبب ګرځي؟ ايڅکله نه! بلکې دا ګناه و چې دې يغ شه شي په وسيله يې زه وويژنلمه، دې دغې پوره چې زه پوئي شمه چې ګناه څه شائي دائي. خو دې شريعت حکم دې ګناه بې حده بدي جاواته کړه.

۱۴دې ځکه چې ميژ پئيژي چې شريعت روحاني دائي، خو زه سيراتي يمه او لکه دې يوه غلام په رانګ په ګناه بندې خارڅ شوائي يمه. ۱۵زه نه پئيژمه چې څه کمه، دې ځکه چې څه غوړمه چې ويې کمه اغا نه کمه، خو اغا کور کمه چې کرکه ځينې لارمه. ۱۶ويس چې زه اغا کور کمه چې نه غوړمه ويې کمه، بيا دا دې دغې وشونه کو چې زه دا مانمه چې شريعت شه دائي. ۱۷بيا ويس زه اغا څوک نه يمه چې دا کور کمه، بلکې دا ګناه دائي چې په مو کې پنډيژي او دا کور کو. ۱۸زه پئيژمه چې دې مو په انساني فطرت کې نيکي نشته، دې ځکه زه غوړمه چې شه کور وکمه خو کړائي يې نه شمه. ۱۹دې ځکه کيم شه کور چې زه غوړمه چې ويې کمه، اغا نه کمه، خو کيم بد کور چې زه يې نه غوړمه، اغا کمه. ۲۰بيا ويس چې زه کيم کور چې نه غوړمه ويې کمه، اغا کمه، بيا زه دې يغ کور سار ته رساوينکئ نه يمه، بلکې دا ګناه دائي چې په مو کې پنډيژي.

۲۱بيا زه په دغ قانون پوئي شومه ار کله چې زه وغوړمه کيم شه کور وکمه، بيا بدي مې دې لوسه وشي. ۲۲دې ځکه چې زه په باطن کې دې خدائ په شريعت بندې خواشول يمه. ۲۳خو زه وينمه چې په مو کې يو بل قانون کور کو چې دې مو دې ذهن دې قانون سره په جنګ کې دائي او مو دې يغ ګناه دې قانون باندي کاوي چې په مو کې کور کو. ۲۴زه څومره بدبخته انسان يمه. څوک کړائي شي چې مو دې دغ سيرات نه چې مو مارګ ته وسپوري، خلوص کو؟ ۲۵دې خدائ شکر کمه چې موته دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په وسيله خلوصين روکاوي. بيا زه په خپل ذهن سره دې خدائ دې شريعت غلامي کمه، خو په نفساني رانګ زه دې ګناه دې قانون غلامي کمه.

Sorry, no results.
Please try another keyword