شپيژام ساباق

 

دې ګناه دې پوره مړه يې، خو دې مسيح سره ژواندي يې

۱بيا ميژ څه ويائي؟ ايا بايد خپل ژوند په ګونائينه کې جاري وسوتي، ترڅو دې خدائ فاضل زيوت شي؟ ۲ايڅکله نه! ميژ چې دې ګونائينې دې پوره مړه يي، نو بيا څرنګې کړائي شي چې په ګناه کې خپل ژوند تير کي؟ ۳ايا توس نه پئيژئي کله چې ميژ ټولې په عيسیٰ مسيح کې بپتسمه وخاستله، بيا دې يغ په مارګ کې ورسره شريک شولي. ۴بيا ميژ دې خپلې بپتسمې په وخستلې دې يغ سره شاخ شولي او ورسره مړه شولي. لکه څرنګې چې مسيح دې پلور په جلال کې دې مړې نه روژواندائي شه بيا ميژ و هه نوائي ژوند ولري.

۵دې ځکه که چيرې ميژ دې مسيح په مارګ کې ورسره شريک شولي، بيا په داغا رانګ و دې يغ په بيا روژواندي کيدلې کې هه دې يغ سره شريک شي. ۶ميژ پئيژي چې دې ميژ زوړ فطرت دې مسيح سره په صليب کې مړ شه، ترڅو ګناه دې ميژ په ژوند بندې خپل قدرات دې لوسه ويرکو او ميژ نور دې ګناه غلامون پوتې نه شي. ۷دې ځکه څوک چې مړ شي، بيا اغا دې ګناه نه خلوص شوائي دائي. ۸که چيرې ميژ دې مسيح سره مړه شوي يي، نو په دا ايمون لري چې دې يغ سره و ژوند هه کي. ۹دې ځکه ميژ پئيژي چې مسيح دې مړې نه روژواندائي شوائي دائي او بيا و ايڅکله مړ نه شي، يعني مارګ نور په اغا بندې واک او اختيار نه لري. ۱۰کله چې مسيح مړ شه، بيا اغا يورې او دې ار وخت دې پوره دې ګونائينې په خاطر مړ شه. خو ويس چې اغا ژواندائي دائي، بيا اغا خالي دې خدائ دې پوره ژوند کو. ۱۱بيا توس هه خپل ځونينه دې ګناه دې پوره مړه وګڼئ، خو دې خدائ په مخ کې دې عيسیٰ مسيح سره په يوولي کې خپل ځونينه ژواندي وګڼئ.

۱۲بيا مه پريژدئي چې ګناه نور دې توسې په فاني سيرات بندې حکومت وکو او توس دې خپلې نفساني خواهشاتې تابع کو. ۱۳دې خپل سيرات يو غړائي هه دې يوې وسيلې په رانګ دې بدئ په اختيار کې مه ويرکاوئي، بلکې خپل ځونينه خدائ ته وسپورئي او دې يغې کاسونې په رانګ چې دې مارګ نه روژواندي شوي دي، دې خپل سيرات غړي خدائ ته دې صداقت دې پوره دې يوې وسيلې په رانګ مخته کئ. ۱۴دې ځکه چې ګناه و نور په توس بندې حاکم نه وي، دې دغ اماله چې توسې نور دې شريعت تابع نه يئ، بلکې دې خدائ دې فاضل لوندې يئ.

 

دې صداقت غلامون

۱۵بيا څه ويائي؟ ايا ميژ بايد ګناه وکي، دې ځکه چې دې شريعت تابع نه يي، بلکې دې خدائ دې فاضل لوندې يي؟ نه، ايڅکله نه! ۱۶ايا توس نه پئيژئي چې که چيرې توس خپل ځونينه دې غلامونې په رانګ دې بل چا په اختيار کې ويرکئ او دې يغ تابع ګرځئ، بيا په اقيقات کې توس دې يغ چا غلامون يئ چې فرمانبرداري يې کئ، که اغا دې ګناه غلامي وي چې اخير يې مارګ دائي او ليا دې خدائ تابعدوري وي چې نتيجه يې صداقت دو. ۱۷بيا دې خدائ شکر دائي چې توس يو وخت دې ګناه غلامون وائي، خو ويس توسې دې زړه دې خلوصه دې يغ تعليم فرمانبرداري کئ چې توس ته دير کړل شوائي دائي. ۱۸ويس توس دې ګناه نه ازود او دې صداقت غلامون شوي يئ. ۱۹زه دې توسې دې انساني فطرت دې کمزورائي دې اماله ساده خبرې کمه. لکه څرنګې چې توسې يو وخت خپل ځونينه دې ناپوکئ او دې ټولې بدې کورينې غلامون کړي وي، بيا ويس خپل دې سيرات ټول غړي دې صداقت غلامون کئ چې پوک او سپيڅلي شئ.

۲۰کله چې توس دې ګناه غلامون وائي، بيا مجبور نه وائي چې صداقت او رشتينولائي وکئ. ۲۱دې يغې کورينې په کړلې سره چې ويس په شرميژئي توس کيمه ګاټه تر لوسه کړه؟ دې ځکه چې دې يغې کورينې نتيجه مارګ دائي. ۲۲خو ويس توسې دې ګناه نه ازود شوي يئ او دې خدائ غلامون يئ. دې دغې ګاټه دا دو چې توس پوک او سپيڅلي شوي يئ او دې دغې نتيجه تل پوتې ژواندين دائي. ۲۳دې ځکه چې دې ګناه نتيجه مارګ دائي، خو دې خدائ نعمت دې ميژ په تيشتن عيسیٰ مسيح کې تل پوتې ژواندين دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword