شپوړاسام ساباق
دې خدائ دې قهر جامينه
۱بيا مو دې خدائ دې کير نه يو چګ اووز ورويده چې اغي اووه فرشتې ته يې ويل، ”لوړې شئ او دې خدائ دې قهر او غضب اووه جامينه په منځکه بندې توئي کئ.“
۲نو اوال فرشته لوړه او خپل جام يې په منځکه بندې توئي که او دې يغې خالکې په سيراتينه بندې چې دې ځناور ناخشې يې لارلې او دې يغ بت ته يې عبادت که، خطرنوک او داړدنوک زاخمينه روجاوات شول.
۳دومې فرشتې خپل جام په سمندر کې توئي که او دې سمندر يبه دې مړې دې وينې په رانګ شوې او دې سمندر ټول ژواندي سوري مړه شول.
۴درمې فرشتې خپل جام په سيندينه او په چنې کې توئي که او دې يغې يبې په وينې بندې بادالې شوې. ۵بيا مو ورويدل چې يغې فرشتې چې په يبه بندې واک او اختيار لوره، وويل:
اې سپيڅليه خدايه! چې ته يې او وې
ته يې عادل
دې ځکه تو کړيې دي دا پئصالې
۶دې ځکه توئي کړې يغې وينې
دې تو دې سپيڅليې خالکې او پيغمبرونې
دې تشلې دې پوره دې اغا ته ويرکړې ويني
دې ځکه لائق وي اغا دې دغې
۷مو دې قربانئ دې ځوئي نه يو اووز ورويده چې ويل يې:
اې تيشتنه، مطلق قادر خدايه
صادقې او رشتينيې دي پئصالې دې تو
۸څلوارمې فرشتې خپل جام په لمر بندې توئي که او لمر ته اجازات ويرکړل شه چې په خپل يور بندې خالک وسيځي. ۹اغا دې يغې ساختې ګرمئ دې اماله وسويځيدل او دې خدائ نوم ته يې چې په دا بالوګونې بندې يې واک او اختيار لوره، کفر وويل. يغې دې خپلې ګونائينې نه توبه ونه ياستله او دې خدائ ثنا يې ونه ويله.
۱۰پينځمې فرشتې خپل جام دې يغ ځناور په تخت بندې توئي که او دې يغ بدشائي په تياره کې ډيبه شوه. خالکې دې داړد دې اماله خپل غوشينه چيچل ۱۱او دې اسمون خدائ ته و يې دې خپلې داړدينې او زاخمينې دې اماله کفر ويل، خو دې خپلې بدې کورينې نه يې توبه نه وياستله.
۱۲شپيژمې فرشتې خپل جام دې فرات په ستر سيند کې توئي که او دې سيند يبه وچې شوې، ترڅو دې خاتيځ دې بدشاونې دې روتلې دې پوره ليار تايوره شي. ۱۳بيا مې وليدل چې دې اژدها دې خولې نه، دې يغ ځناور دې خولې نه او دې يغ جعلي پيغمبر دې خولې نه دې چينګشې په رانګ درې پيريون روواتل. ۱۴دا شيطوني روحينه دي چې معجزې وشائي. اغا دې ټولې دنيو بدشاون ته ويرڅي چې اغا سره روټول کو چې دې سترې پئصالې په وريځ دې مطلق قادر خدائ په مخکې وجنګيژي.
۱۵تيشتن يائي، ”کسئ، زه و لکه دې غله په رانګ بيځيه ديرشمه. بختاور دائي اغا څوک چې بئيدور وي، خپلې جومې يې وغستيې وي، ترڅو اغا دې خالکې په مخکې لغړ ونه ګرځي او ونه شرميژي!“ ۱۶نو اغي پيريونې بدشاون په اغا ځوئي کې سره روټول کړل چې په عبرانئ کې ورته ”ارمګدون“يائي.
۱۷بيا اوومې فرشتې خپل جام په اوه کې توئي که او دې خدائ په کير کې دې تخت نه يو چګ اووز روغائي چې ويل يې، ”ار څه اخير ته وراسيدل!“ ۱۸دې ورستې بيا بريشنو وچړکيدله او تندر ژاغ او غريدو شوه او يوه داسې سخته زلزله وشوه چې دې انسان دې پئيدويشت راسې کله نه وه شويې. ۱۹اغا ستر شار درې ټوټې شه او دې دنيو ټول شارينه ړانګ شول. خدائ ته ستر بابل وير په زړه شه او اغا يې مجبور که چې اغا پيوله وتشي چې دې يغ دې ډېر قهر او غضب دې شاروپې نه ډاکه وه. ۲۰ټولې جزيرې دې نظير نه پناه او ورکې شوې او غرينه دې ميانځه لوړل. ۲۱دې اسمون نه دې انسانونې په سرينه بندې ډيره غوټه ژالئ چې پينځه څالويشت کلوګرامه وزن يې لوره، رو واريدله او خالکې دې دغې ژالئ دې اماله خدائ ته کفر ويل، دې ځکه چې دا ډير ساخت افت و.