يولاسام ساباق

 

دوه شائدون

۱بيا يې موته دې ناپ کړلې يو لرګئ روکه او روته ويې ويل، ”لوړ شه او دې خدائ دې کير او دې قربانئ دې ځوئي ناپ وخله او عبادت کاوينکي وشميره. ۲خو دې خدائ دې کير دې ورچانې تالئ مه ناپ کاوه. اغا پريژده، دې ځکه چې اغا بې ايمونه خالک ته ويرکړل شوائي دائي او اغا و دا سپيڅلئ شار تر دوې څالويشتې مياشتې پره تر پشې لوندې کو. ۳زه و خپل دوه شائدون ته چې دې وير جومې يې وغستيې دي، واک او اختيار ويرکمه اغا و دې يو زر دوه سوه شپيته وريځې په وخت کې دې خدائ پيغام خالک ته وراساوي.“

۴دا دوه شائدون دې زيتون دوې ونې او دوه څروغدانينه دي چې دې منځکې دې خاوند په حضور کې ويلوړ دي. ۵که څوک وغوړي اغا ته زيون وراساوي، نو دې يغې دې خولې نه و يور رووځي او خپل ديشمنون و وسويځي. په دغ رانګ ار څوک چې وغوړي اغا ته زيون وراساوي، ويژنل کيژي. ۶اغا دا واک او اختيار لري چې اسمون بند کو ترڅو په اغا وخت کې چې اغا دې خدائ پيغام خالک ته رساوي، بارون ونه شي. په دغ رانګ اغا دا واک او اختيار لري چې يبه په وينې بادالې کو او ار وخت چې وغوړي په منځکه بندې ار رانګ بالو روالي.

۷کله چې اغا خپله شائدي ويرکاول سرته وراساوي، نواغا ځناور چې دې منځکې دې ميانځ نه رووځي، اغا بايد دې يغې سره جنګ وکو او اغا ته و موتيې ويرکو او وو يې ويژني. ۸دې دئ مړي و په يغ ستر شار کې چې دې يغې تيشتن په کې په صليب بندې لاک شوائي و، په چيلې کې پروته وي. دا شار په روحاني رانګ دې سدوم او مصر په نوم يوديژي. ۹تر درې نيمې وريځې پره و دې ار قوم، ارې قبيلې، ارې ژبې او ار ملت خالک دې يغې مړي ته کسي او ايچا ته و اجازات نه ويرکاول کيژي چې اغا شاخ کو. ۱۰دې منځکې په مخ ټول خالک و په اغا پرې خوندي، خواشولي و کو، جشن و کو او يو بل ته و تحفې ويرکاوي، دې ځکه چې دغې دوې پيغمبرونې دئ ډير په غذاب کړي وي. ۱۱خو دې درې نيمې وريځې نه ورستې خدائ په اغا کې دې ژواندين روح وچوه او اغا په خپلې پشې ودريدل او کيمې خالکې چې اغا وليدل، ډير وډاريدل. ۱۲بيا يغې دوې پيغمبرونې دې اسمون نه يو چګ اووز ورويده چې اغا ته يې ويل، ”دلې پورته روشئ!“په داسې حال کې چې ديشمنونې يې ورته کاتل، اغا په وريځې کې اسمون ته وخاتل. ۱۳په اغا وخت کې يوه سخته زلزله وشوه او دې يغ شار لاسمه برخه روړانګه شوله او اووه زره کاسون په دا زلزله کې مړه شول او پوتې کاسون ډير وډاريدل او دې اسمونينې دې خدائ ثنا يې ويله. ۱۴دومه بالو تيره شوه، خو درمه بالو و زر روشي.

 

اوومه سيروڼئ

۱۵بيا اوومې فرشتې خپله سيروڼئ وواله او په اسمون کې چګ اووزينه ورويدل شول چې ويل يې:

دې دنيو بدشائي دې ميژ دې تيشتن خدائ

او دې يغ دې مسيح شوه

او اغا و ار وخت بدشائي کو.

۱۶بيا اغا څليرويشت مشرون چې دې خدائ په حضور کې په خپل تاختينه بندې نوست وي، په منځکه بندې پړمخيې ولويدل او دې خدائ عبادت يې وکه ۱۷او ويل يې:

اې مطلق قادر تيشتنه خدايه!

کي دې تو شکر چې ته يې او وې

دې ځکه چې تو په لوس کې وخاست خپل ستر قدرات

او تو شيري کړه بدشائي

۱۸شول په قهر خالک او قومينه

دې ځکه وخت روراسيدلئ دې تو دې قهر

روراسيدلئ اغا وخت چې پئصاله وشي دې مړي په حق کې

او روراسيدلئ اغا وخت چې اجر ويرکړ شي

دې تو خيذماتګورون يعني پيغمبرونې،

سپيڅليې او اغا خالک ته چې ډاريژي دې تو دې نوم نه

که اغا ستر وي ليا واړيکي

روراسيدلئ دائي ويس وخت دې تبويئ دې يغې خالکې

تباه کاوله يې چې منځکه

۱۹بيا په اسمون کې دې خدائ کير خلوص شه او دې يغ په کير کې دې يغ دې لوظ صندوق وليدل شه. بريشنو وچړکيدله، دې تندر ژاغ وشه، غريدو شوه، زلزله وشوه، او سخته ژالئ وواريدله.

Sorry, no results.
Please try another keyword