دې خيرات په حق کې تعليم

1 پام کئ چې دې خپلې ديندارئي کورينه دې دغې پوره دې خالکې په مخکې ونه کئ چې نور يې وويني، که داسې وکئ، بيا دې اسموني پلور دې طاراپ نه و دې توسې دې پوره ايڅ اجر نه وي. 2 کله چې چاته خيرات ويرکاوئي، بيا پيکاڼي مه وايئ چې خالک په خبر شي لکه څرنګې چې منافقون يې په عبادتخانې او چيلې کي کو، ترڅو يې خالک صفاتينه وکو. په يقين سره زه توس ته يايمه چې اغا خپل اجر لوس ته کړائي دائي. 3 خو کله چې خيرات ويرکاوئي، بيا اغا داسې ويرکاوئي چې ګڅ لوس مم په خبر نشي چې شائي لوس مم څه کو. 4 بيا خپل خيرات پټ ويرکاوئي بيا و دې توسې اسموني پلور چې په ټول پټ رازينه بندې پئيژي توس ته و اجر دير کو.

دې داعو په حق کي تعليم

(لوقا ۱۱:_۲_-_۴)

5 کله چې داعو کئ، بيا دې منافقونې په رانګ مه کئ. اغا دا خواشه وي چې په عبادتخانې او دې چيلې په غوړه وداريژي او داعو کو، ترڅو خالک اغا و ويني. په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې يغې خپل اجر لوس ته کړائي دائي. 6 خو کله چې توسې داعو کئ، بيا خپلې کوټې ته نناوځئ، وار باند کئ او دې خپل نه ليدينکي اسموني پلور په دربار کې داعو وکئ او دې توسې اسموني پلور چې په ټول پټ رازينه بندې پئيژي توس ته و اجر ديرکاوي.

7 توسې په خپلې داعوګونې کې دې کافرونې په رانګ بې مانې کليمې مه تکراراوئي. اغا فکر کو چې دې دئ وژدې وژدې داعوګونې و قابيلې شي. 8 دې يغې په رانګ مه جوړيژئي، ځکه چې دې توسې پلور دې مخته نه دې توسې دې ضرورات نه چې توسې يې ورته سول کئ، خبر دائي. 9 بيا داسې داعو کئ:

’اې دې ميژ اسموني پلوره،

دې تو نوم دا پوک وي،

10 دې تو بدشائي دا روشي.

دې تو اراده دا په منځکه پيره شي

لکه څرنګې چې په اسمون کې پيره کيژي.

11 ميژ ته خپل وريځونه رزق هه دا نن روکه.

12 دې ميژ ګونائينه وباخشه،

لکه څرنګې چې ميژ هه اغا خالک باخشي

چې دې ميژ په مخ کې ګناه کو.

13 ميژ په ازميشت کې مه اچاوه، خو ميژ دې شيطون دې بدئي نه وسوته،

[ځکه چې بدشائي، قدرات او لوئي و تر اخره دې تو وي. امين.]‘

14 که چيرې توسې اغا خالک باخش کئ چې دې توسې په مخکې يې ګناه کړائي دائي، بيا و دې توسې اسموني پلور هه توسې وباخشي. 15 خو که چيرې توسې دې نورې ګونائينه نه کئ باخش، بيا و دې توسې اسموني پلور هه دې توسې ګونائينه نه کو باخش.

دې روژې په حق کې تعليم

16 کله چې ريژه نسئ، بيا دې منافقونې په رانګ خپل ځانينه غمجن مه وشايئ، ځکه چې اغا خپلې څيرې داسې بدلاوي چې نور خالک يې وويني چې دئ ريژه نيوليې دو. په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې اغا خپل اجر لوس ته کړائي دائي. 17 خو کله چې ته ريژه نسې، بيا خپل سار غوړه وه او خپل مخ دې وينځه، 18 ترڅو نور خالک پوئي نشي چې تو ريژه نيوليې دو، خالي دې تو اسموني پلور چې څوک يې ليدلئ نه شي در بندې پوئي شي او دې تو اسموني پلور چې په پټ کورينه بندې خبر دائي توته و اجر دير کو.

دې اسمون خزونې

(لوقا ۱۲:_۳۳_-_۳۴)

19 دې خپلې ځونينې دې پوره دې منځکې په مخ خزونې مه جمع کاوئي، يعني په کيم زي کي چې چمجي او زانګ يې دې ميانځ نه وري او غله ورپسې ديوالينه بژاکاوي او اغا پټه وي. 20 دې يغې په ځوئي دې خپلې ځونينې دې پوره په اسمون کې خزونې جمع کئ چې چمجي او زانګ يې دې ميانځ نه نشي وړلائي او نه و غله ورپسې ديوالينه بژاکاوائي شي چې اغا پټ کو. 21 دې ځکه په ار ځوئي کې چې دې تو خزونې وي بيا وولته و دې تو زړه هه وي.

دې سيرات څروغ

(لوقا ۱۱:_۳۴_-_۳۶)

22 سترګې دې سيرات څروغ دي. که سترګې دې روغې وي، بيا و دې ټول سيرات ريڼ وي، 23 خو که سترګې دې روغې نه وي، بيا و دې ټول سيرات په تياره کې وي. که چيرې اغا رڼو چې په تو کې دو اغا تياره شي، بيا و داغا څومره ستره تياره وي!

خدائ او مالدارتوب

(لوقا ۱۶:_۱۳، ۱۲:_۲۲_-_۳۱)

24 ايڅوک نشي کړلائي چې دې دوې مشرونې خذمات وکو، دې ځکه چې يا خو و دې يو نه کرکه کو او دې بل سره مينه او يا و يو ته وفادور وي او بل ته و په الکه سترګه کسي. توسې نه شئ کړلائي چې هه دې خدائ باندګي وکئ او هه دې پائسې.

انديشنه مه کئ

25 دې دغ دې واجې توس ته يايمه چې دې خپل ژوند دې پوره انديشنه مه کئ چې څه و خورئي او څه و تشئ او نه دې خپل سيرات په حق کې چې څه و وغوندئي. ايا ژوند دې خواروک نه او سيرات دې جومې نه مهم نه دائي؟ 26 دې هاوو مرغون ته وکسئ، اغا نه څه کري او نه څه ريبي او نه څه په ګودامينه کې ذخيره کاوي، خو بيا هه دې توسې اسموني پلور اغا ته روزي رساوي. ايا توس په اغا نه ډير ارزشت نه لرئي؟ 27 ايا په توس کې څوک کړائي شي چې په انديشنې سره دې خپل عمر يو ساعت هه زيوت کو؟ 28 بيا ويلې دې خپلې جومې دې پوره انديشنه کئ؟ ځنګلي ګولينه ته وکسئ چې څرنګې ستريژي. اغا نه چار کو او نه دې ځون دې پوره جومې جوړه وي. 29 بيا هه زه توس ته يايمه چې حتي سليمان بادشا هه دې خپل ټول شان او شوکت سره دې دغې ګولينې په رانګ کوشليې جومې نه وې ووغستيې. 30 خو که چيرې خدائ دې صحرو ووشه ته چې نن دولته دائي او سابو په تانور کې اچاول کيژي داسې جومې ويرکاولائي شي، ايا اغا و توس ته په اغا نه کوشليې جومې نه کو دير؟ دې توسې ايمون ويلې دامره کمزورائي دائي؟ 31 بيا انديشنه مه کئ او مه يايئ: ’ميژ و څه خوري؟ څه و وتشي؟ او څه و وغوندي؟‘ 32 دې ځکه چې بې ايمونه خالک دې دغې ټولې شايونې په حق کې انديشنه کو، خو دې توسې اسموني پلور پئيژي چې توسې دا ټول شايون ته اجات لرئي. 33 خو دې ار څه نه اوال دې خدائ بدشائي او دې يغ صداقت وغوړئي، بيا و دا ټول شايون هه توس ته دير کړل شي.

34 بيا دې سابو دې پوره انديشنه مه کئ، ځکه چې دې سابو انديشنې دې سابو دې پوره دي. دې نن وريځې ستونزې دې نن دې پوره باس دي.

Sorry, no results.
Please try another keyword