اووم ساباق
دې خدائ حکمينه دې نيکونې دې رواياتينې نه چګ دي
(متي ۱۵:۱-۹)
۱ځنې فريسيون او دې شريعت عالمون چې دې يروشلم نه روغلي وي، دې عيسیٰ نه ايلې دولې روبادال شول. ۲يغې وليدل چې دې يغ ځنې شاګردونې په خيرن لوسينه ماړئي وخواړله.
۳فريسيونې او يهوديونې دې يغا پره ماړئي نه خواړله چې دې څو پره يې خپل لوسينه دې خپلې نيکونې دې ريواياتې سره نه وي وينځلي. ۴کله و چې دې بازور نه دئ روتلل بيا دې يغا پورې چې غسل و يې نۀ وې کړي، ايڅ شائي و يې نه خوړه. او نور ډير رواجينې و يې مانل لکه دې پيولې، ديګي او دې ګيلټې لوشي وينځل.
۵بيا فريسيونې او دې شريعت عالمونې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړله، ”دې تو شاګردون ويلې دې ميژ دې نيکونې په رواجينه بندې عمل نه کو، بلکې په خيرن لوسينه بندې ماړئي خوري؟“
۶عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اشعيا نبي په حقا و چې دې توسې منافقونې په حق يې پيشګوئي کړيې وه، لکه څرنګې چې يغ ليکلي وي:
دا خالک په خوله دې مو عزت کو خو زړينه يې دې مو نه لرې دي. ۷دې يغې عبادت ګاټه نه لري، دې ځکه چې اغا دې خدائ دې حکمينې په ځوئي دې انساني حکمينې تعليم ويرکاوي.
۸خو توسې دې خدائ حکمينه پريشي دي او په انساني رواياتينه بندې عمل کئ.“ ۹عيسیٰ اغا ته دا هه وويل، ”توسې دې خدائ دې حکمينې دې رداولې دې پوره شه ليار ميندليې، تر څو په خپلې رواجينې بندې عمل وکئ. ۱۰دې ځکه موسیٰ ويلي دي چې دې خپل مور او پلور عزت که او ار څوک چې خپل مور او پلور ته زياړې وکو، بايد وويژنل شي. ۱۱خو توس يايئ چې که چيرې څوک خپل مور او پلور ته ويائي چې زه دې توسې سره مراسته نه شمه کړائي، ځکه کيم څه چې پچار وي چې توس ته مې دير کړي وائي مو نذر مانلائي دائي چې اغا دې خدائ په نوم ويرکمه، ۱۲بيا په دا رانګې توس اغا نور نه پريژدئي چې دې خپل مور او پلور سره مراسته وکو. ۱۳بيا دې خپل دود او دستور په خاطر دې خدائ کلام ته دريندولا نه ويرکاوئي. او توسې نورې داسې ډيرې چارې کئ.“
اغا شايون چې دې انسان دې ناپوکئ سبب ګرځي
(متي ۱۵:۱۰-۲۰)
۱۴عيسیٰ يورې بيا خالک رو وغوشتل او ورته ويې ويل، ”توسې ټول دې مو خبرې ته غوژ ونسئ او ځون وربندې پوئي کئ. ۱۵ايڅ داسې شائي نشته چې انسان يې وخوري او وربندې ناپوک شي، خو کيمې بدې خبرې چې دې انسان دې زړه نه رو وځي اغا انسان ناپوک کاوي. ۱۶که څوک غوژينه لري بيا اغا دا ووروي.“
۱۷کله چې عيسیٰ دې خالکې نه ريخصات شه او کير ته نناوته، بيا شاګردونې يې دې دغ مثال په حق کې دې يغ نه پشتنه وکړه. ۱۸عيسیٰ يغې ته وويل، ”ايا توسې هه دې نورې په رانګ ناپوئي يئ؟ ايا نه پئيژئي چې کيم شائي دې ورچانې نه دې انسان سيرات ته نناوځي، نه شي کړائي چې اغا ناپوک کو. ۱۹ځکه چې دا خواروک دې يغ زړه ته نه نناوځي بلکې دې يغ ګډه ته څي او ورستې بيا دې سيرات نه ووځي.“په دا خبره عيسیٰ ټول خوړه الول که.
۲۰او يغ زيوته کړه، ”څه چې دې انسان دې ننه نه رووځي اغا په ناپوک کيژي. ۲۱دې ځکه چې دې انسان دې زړه نه بد خيالينه، جنسي بداخلاقي، غلا، قاتل، ۲۲زناکوري، حرص، بدي، ټاګي، شهوتپرستي، نيت کمي، تومات لګاول، تکابور او بې عقلې رووځي. ۲۳دا ټول بد شايون دې ننا نه رووځی او انسان ناپوکه کاوي.“
دې يوې غيريهودي شځې ايمون
(متي ۱۵:۲۱-۲۸)
۲۴بيا عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او دې صور سيمې ته لوړ شه. اغا يوه کير ته ويراغائي او نه يې غوشتل چې څوک په پوئي شي چې اغا وولته دائي، خو ويې نه شول کړائي چې پټ پوتې شي. ۲۵په مخ يوه شځه چې لير يې پيريونې نيولې وه دې عيسیٰ نه خبره شوه او روغله او دې يغ په پشې کې ولويدله. ۲۶اغا شځه يونانۍ وه او دې سوريې دې فينيقيې په سيمه کې زيژيدليې وه. يغې عيسیٰ ته زورئي وکړلې چې دې لير نه يې پيريون وبوسي. ۲۷خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”پريژده چې اوال واړيکي موړه شي، دا سامه ندو چې څوک دا دې واړيکي ماړئي ووخلي او سپيوني ته يې وچاوي.“ ۲۸يغې ځاوب ويرکه، ”اې، شوغليه! خو دې کير سپي هه دې واړيکي دې ماړئي پوتې شويې ټکړې خوري.“ ۲۹بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”دا چې شه ځاوب دې وويه بيا خپل کير ته لوړه شه، دې تو دې لير نه پيريون واتلي دي.“ ۳۰کله چې اغا شځه په څټ کير ته لوړه بيا ويې ليدل چې لير يې په کاټ کې پراته دو او پيريون ځنې واتلي وي.
عيسیٰ يوه کيڼ ساړي ته شفا ويرکاوي
۳۱بيا عيسیٰ دې صور دې سيمې نه په څټ روغائي او دې صيدون او دکاپولس په ليار دې جليل داريوب ته لوړ شه. ۳۲په اغا ځوئي کې ځنې خالکې يغ ته يو ساړائي چې کيڼ و او ژبه يې هه بانديدله، رواست. يغې ورته زوري وکړه چې په يغ ساړي بندې خپل لوس کشيژدي. ۳۳بيا عيسیٰ اغا ساړائي دې خالکې دې ګاڼې ګيڼې نه يوه خو ته بوته او خپلې ګوتې يې دې يغ په غوژينه کې کشي شولې، بيا يې ګوتې په لياړې لامدې کړې او ژبه يې ورته لامده کړه. ۳۴بيا عيسیٰ اسمون ته وکاتل، اسويلائي يې ويوسته او يغ ته يې وويل، ”افتح“يعني ”خلوص شئ.“
۳۵په مخ دې يغ ساړي غوژينه خلوص شول، دې ژبې بانداول يې شه شول او په رواني سره يې خبرې شيري کړې. ۳۶عيسیٰ يغې ته امر وکه چې دې دغې په حق کې ايچاته څه ونه يائي، خو ار څومره چې عيسیٰ اغا دې دغ کور نه مانې کاول، بيا دامره و دئ دا خبره ړانګاوله. ۳۷خالک ډير زيوت حيرون شوائي و او ويل يې، ”دې يغ ټول کورينه حيروناوينکي دي. دې داغا پوره يغ کانړون روغ کړل چې ووروي او ګونګون يې روغ کړل چې خبرې کو.“