نيناسام ساباق

 

عيسیٰ دې زکي کير ته څي

۱عيسیٰ اريحا ته نناوت او دې شار دې ميانځه تيريده، ۲بيا وولته دې زکي په نوم يو ساړائي و چې دې ټيکس ټوله وينکي مشر او ډير مالدار و. ۳يغ غوشتل وکسي چې عيسیٰ و څرنګې ساړائي وي، خو دې يغ قد ډير ټيټ و او دې خالکې دې ګاڼې ګيڼې دې اماله يې نه شول کړائي اغا وويني. ۴بيا مخکې يې منډه کړل او دې څينور ونې ته وخوت، ترڅو عيسیٰ وويني دې ځکه چې اغا په داغا ليار تيريده. ۵کله چې عيسیٰ اغا ځوئي ته وراسيده، بيا پورته يې وکاتل او زکي ته يې وويل، ”اې زکي! زر روکيز شه، دې ځکه چې زه بايد نن دې تو په کير کې ولما شمه.“ ۶بيا زکي په بيړه روکيز شه او په ډيره خواشولي سره يې دې يغ ارکلائي وکه. ۷کله چې خالکې دا وليدل، بيا يې په بړيدل شيرې وکړه او ويل يې، ”اغا دې يوه ګونانګور ساړي کير ته ويراغائي چې ولما يې شي.“ ۸خو زکي ودريده او عيسیٰ ته يې وويل، ”وکسه شوغليه! زه مې خپله نيمه دنيو غريبون ته ويرکاومه او که دې چا نه مې په ناحقه کيم څه وخستي وي، بيا څالور ګينه يې په څټ ويرکاومه.“ ۹بيا عيسیٰ وويل، ”نن دې کير ته خلوصين روغلئ دائي، دې ځکه چې دا ساړائي هه دې ابراهيم دې الود نه دائي. ۱۰دې ځکه چې دې انسان زيائي روغلائي دائي چې ورک شوي وغوړي او اغا وژغوري.“

 

دې لاسې نيکارونې مثال

(متي ۲۵‏: ۱۴ ‏- ۳۰)

۱۱يغې دې عيسیٰ خبرې ته غوژ نيولائي وه چې يغ ورته يو بل مثال هه رواړ، دې ځکه چې اغا يروشلم ته نژدې و او يغې ګمون که چې دې خدائ بدشائي و هه دا ويس روشکاره شي. ۱۲عيسیٰ وويل، ”دې يوې سترې کورانۍ يو ساړائي يوه لرې ملک ته په سفر لوړ شۀ چې بادشا مقرار کړائي شي او په څټ خپل وطن ته روشي. ۱۳په دا نه دې مخه چې لوړ شي خپل لاس نيکارون يې روغوشتل او ار يوه ته يې يوه يوه دې سرې زارې سيکه وير کړه او ورته ويې ويل: ’دې مو په څټ روتللې پره په کاروبار وکئ.‘ ۱۴خو وطنولې يې چې دې يغ نه کرکه کړله، په اغا پسې خپل غړي ولاژل چې ورته ويائي: ’ميژ نه غوړي چې دا ساړائي دې ميژ بادشا شي.‘ ۱۵څه وخت دې ورستې اغا دې بادشا په رانګ په څټ روغائي، بيا يې اغا نيکارون روغوشتل چې سيکې يې ورته وير کړيې وې، ترڅو ماليمه کو چې په دئ کې ار يوه په اغا سيکې بندې څومره ګاټه کړيې دو. ۱۶اوال نيکار روغائي او ويې ويل: ’مشره! دې تو په يوه سيکه مې لاس نورې سيکې ګاټلي دي.‘ ۱۷يغ وويل: ’شاباس، ته شه نيکار يې. څرنګې چې تو په لژ شي کې خپل ځون اعتباري ثابت که، بيا ته و په لاس شارينه بندې حکومت کې.‘ ۱۸دوام نيکار روغائي او ويې ويل: ’مشره! دې تو دې سرې زارې يوې سيکې نورې پينځه سيکې ګاټه کړيې دو.‘ ۱۹اغا ته يې وويل: ’ته په پينځه شارينه بندې حکومت که.‘ ۲۰بيا بل نيکار روغائي او ويې ويل: ’مشره! دا دې تو دې سرې زارې سيکه، اغا مې په ريمول کې ولاړاوليې وه او سوتليې مې دو. ۲۱زه دې تو نه ډاريدمه، دې ځکه چې ته يو ساخت ساړائي يې. اغا څه تر لوسه کاوې چې تو نه دي ګاټلي او اغا څه ريبې چې کرلي دې نه دي.‘ ۲۲مشر يې ځاوب ويرکه: ’اې بيکوره نيکاره! زه تو په خپلې خبرې ګراماومه. ته په دا پئيدلې چې زه يو ساخت ساړائي يمه او اغا څه تر لوسه کاومه چې دې مو نه دي او اغا څه ريبمه چې کرلي مې نه دي، ۲۳بيا دې مو دې سرې زارې سيکه دې ويلې دې صرافونې سره نه دو يشه چې دې په څټ روګوډيدې په وخت کې مې دې سيد سره وخستيې وائي؟‘ ۲۴بيا يې په اغا ځوئي کې ويلوړ کاسون ته وويل: ’دې يغ نه دې سرې زارې سيکه وخلئ او اغا نيکار ته يې ويرکئ چې لاس سيکې ورسره دي.‘ ۲۵خو يغې ورته وويل: ’مشره! دې يغ سره خو ليا دې مخه نه لاس سيکې شته.‘ ۲۶مشر يې وويل: ’زه توس ته يايمه چې دې چا سره چې څه وي بيا اغا ته و نور هه ويرکړل شي، خو دې چا سره چې څه نه وي بيا څه چې لري اغا و هه ځنې وخاستل شي. ۲۷ويس دې مو اغا ديشمنون چې نه يې غوشتل چې زه يې بادشا شمه، دولته روالئ او دې مو په مخکې يې وويژنئ.‘“

 

په يروشلم کې دې عيسیٰ شاهي هرکلائي

(متي ۲۱‏: ۱ ‏- ۱۱ او مرقوس ۱۱‏: ۱ ‏- ۱۱ او يوحنا ۱۲‏: ۱۲ ‏- ۱۹)

۲۸کله چې عيسیٰ دا خبرې وکړې، بيا دې خپلې شاګردونې نه مخکې شه او دې يروشلم په لوري راون شه. ۲۹څرنګې چې بيت فاجي او بيت عنيا ته چې دې زيتونې په غره کې وي نژدې شه، بيا خپل دوه شاګردون يې ولاژل، ۳۰او ورته ويې ويل، ”داغا مخومخ کلي ته لوړ شئ. کله چې اغا کلي ته نناوتلئ، بيا وولته و يو کثکائي ووينئ چې تاړل شوائي و وي او دې ويسه پره څوک په سوور شوائي نه دائي. اغا روخلوص کئ او دولته يې روالئ. ۳۱که څوک درنه پشتنه وکو: ’اغا ويلې خلوصه وائي؟‘ بيا داس ورته ويايئ چې اغا دې ميژ دې ايستوذ په کور دائي.“

۳۲اغا دوه شاګردون لوړل او لکه څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي، ار څه يې هه اغا رانګ وليدل. ۳۳کله چې يغې کثکائي خلوص که، بيا خاوندونې يې ځنې پشتنه وکړه، ”دا کثکائي ويلې خلوصه وائي؟“ ۳۴يغې ځاوب ويرکه، ”دا دې ميژ دې ايستوذ په کور دائي.“ ۳۵او يغې اغا کثکائي عيسیٰ ته رواست، خپل څاپيڼي يې په وچاول او عيسیٰ يې په سوور که. ۳۶کله چې اغا په ليار ته، بيا خالکې خپلې جومې ورته په ليار کې سنړوالې.

۳۷کله چې عيسیٰ اغا ليار ته نژدې شه چې دې زيتونې دې غره نه روکيزه شويې وه، بيا ټول ليارتلينکي يې په خواشولئ او چګ اووز سره دې يغې معجزې په خاطر چې يغې ليدليې وې دې خدائ ثنا په ويلل شيري وکړه. ۳۸او ويل يې:

”مباراک دائي اغا بادشا چې دې تيشتن په نوم روڅي.

سالومتي دا وي په اسمون کې او جلال دا وي تيشتن تعالی ته.“

۳۹دې خالکې دې ميانځ نه ځنې فريسيونې عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! خپل شاګردون ته ويايه چې غلي شي.“ ۴۰عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”زه توس ته يايمه که اغا غلي شي، بيا تيژې و سيرې شيري وکو.“

 

عيسیٰ دې يروشلم په حال ژوړي

۴۱کله چې عيسیٰ يروشلم ته نژدې شه او شار يې وليده، بيا ورته په ژاړو شه ۴۲او ويې ويل، ”کاش چې نن توته هه دې صولحې او سالومتئ ليار ماليمه وائي. خو نه، ويس دا ليار دې تو دې نَظير نه پټه دو. ۴۳داسې وريځې و دربندې روشي چې دې تو ديشمنون و دير نه ګړد وړد ميرچې جوړې کو، په تو و روبادال شي او دې ارې خو نه و دې رو ويسور کو. ۴۴اغا و تو او دې تو خالک دې منځکې سره اوور کو او په تو کې و يوه تيژه هه دې بلې دې پوسه پرې نژدې، دې ځکه چې تو دې خدائ دې روتللې وخت ونه پيژونده.“

 

عيسیٰ دې بيت المقدس دې تالي نه سودوګرون ورړاوي

(متي ۲۱‏: ۱۲ ‏- ۱۷ او مرقوس ۱۱‏: ۱۵ ‏- ۱۹ او يوحنا ۲‏: ۱۳ ‏- ۲۲)

۴۵کله چې عيسیٰ بيت المقدس ته نناوت، بيا دې يغې خالکې په ياستل يې شيري وکړه چې وولته يې شايون خرڅاول. ۴۶اغا ته يې وويل، ”دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

’دې مو کير و دې داعو کير وي.‘

خو توسې ځنې دې غلې دې پټيدلې ځوئي جوړ کړائي دائي.“

۴۷عيسیٰ اره وريځ بيت المقدس کې تعليم ويرکوه. خو مشرونې امامونې، دې شريعت عالمونې او قومي مشرونې اڅه کړله چې اغا وويژني، ۴۸خو ايڅ يې دې لوسه پيره نه وي، دې ځکه چې ټولې خالکې په ډير شاوق سره دې يغ خبرې ته غوژ نيولائي و.

Sorry, no results.
Please try another keyword