دې يوې کونډې او قاضي مثال

1 عيسیٰ خپل شاګردون ته دا مثال رواړ چې اغا ته ويروشائي چې ار وخت بايد داعو وکو او ايڅکله نااميده نه شي. 2 يغ وويل، ”په يوه شار کې يو قاضي و چې نه دې خدائ نه ډاريده او نه يې دې خالکې پيروه لارله. 3 په دا شار کې يوه کونډه وه چې ار وخت و اغا ته روتله او دې خپل حق په خاطر و يې ورته زورئي کړلې او ويل و يې چې دې مو او دې مو دې ديشمن ترميانځ لنجه کې دې مو سره انصاف وکه. 4 قاضي ډير وخت نه غوشتل چې څه وکو، خو اخر اغا دې خپل ځون سره وويل: ’که څه هه زه نه دې خدائ نه ډاريژمه او نه دې خالکې پيروه لارمه، 5 خو دا چې دغې کونډې موته سارخوژي پيدو کړيې دو، بيا زه و دې يغې سره انصاف وکمه. که نه، بيا و اغا ار وخت روڅي او مو و تنګاوي.‘“

6 بيا عيسیٰ وويل، ”ووروئي چې دا بې انصافه قاضي څه ويائي. 7 ايا خدائ و دې خپلې غوره شويې خالکې سره چې شپه او وريځ ورته فريودينه کو، انصاف ونه کو؟ ايا دې يغې سره و په مراسته کړلې کې ځانډ وکو؟ 8 زه درته يايمه چې اغا و زر دې يغې سره انصاف وکو. خو کله چې دې انسان زيائي روشي، بيا ايا اغا و دې منځکې په مخ داسې څوک پيدو کو چې ايمون ولري؟“

دې يوه فريسي او ټيکس ټولاوينکي مثال

9 په دغ رانګ عيسیٰ دې يغې خالکې دې پوره چې په خپل ځون ډاډمن وي چې نيک خالک دي او نور يې الک ګاڼل، دا مثال رواړ: 10 ”يو وخت دوه کاسون چې يو فريسي او بل ټيکس ټولوينکائي و دې داعو دې پوره بيت المقدس ته لوړل. 11 فريسي ودريده او دې خپل ځون سره يې داسې داعو وکړه: ’اې خدايه! دې تو شکر کمه چې دې نورې په رانګ حرص، نه بې ايمونه او زناکور نه يمه او نه دې دغې ټيکس ټولاوينکي په رانګ يمه. 12 زه په افته کې دوې وريځې روژې نسمه او څه چې ګټمه دې يغې لاسمه برخه ويرکاومه.‘ 13 خو اغا ټيکس ټولاوينکائي لرې ويلوړ و او تر داغا چې نه يې غوشتل چې پوس اسمون ته وکسي، خو خپله سينه يې واله او ويل يې: ’اې خدايه! په مو ګونانګور راحم وکه.‘“

14 عيسیٰ وويل، ”زه توس ته يايمه چې اغا ټيکس ټولاوينکائي چې خپل کير ته لوړ شه باخشل شوائي دائي، نه اغا فريسي. دې ځکه ار څوک چې خپل ځون ستر ګڼي، اغا و خور شي او ار څوک چې خپل ځون عاجز کو، بيا اغا و سرلوړائي شي.“

عيسیٰ واړيکيې ته براکات ويرکاوي

(متي ۱۹:_۱۳_-_۱۵ او مرقوس ۱۰:_۱۳_-_۱۶)

15 ځنې خالکې و عيسیٰ ته خپل واړيکي رواستل چې خپل لوس په اغا بندې کشيژدي. کله چې شاګردونې دا وليدل بيا اغا يې سپک کړل، 16 خو عيسیٰ اغا واړيکي خپل ځون ته رو وغوشتل او ويې ويل، ”پريژدئي چې واړيکي موته روشي، اغا مه مانې کاوئي، دې ځکه چې دې خدائ بدشائي دې داسې خالکې دو. 17 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ار څوک چې دې خدائ بدشائي دې يوه واړيکي په څير ونه مني، بيا ايڅ کله و اغا ته وير دننه نه شي.“

مالدار خالک او دې خدائ بدشائي

(متي ۱۹:_۱۶_-_۳۰ او مرقوس ۱۰:_۱۷_-_۳۱)

18 يوه يهودي مشر دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه، ”اې نيک ايستوذه! زه بايد څه وکمه چې تل پوتې ژواندين وګاټمه؟“ 19 عيسیٰ يغ ته وويل، ”ويلې موته نيک يائې؟ دې خدائ نه وره بل ايڅوک نيک نه دائي. 20 ته په حکمينه*** بندې پئيژې: زنا مه که، قاتل مه که، غلا مه که، دې درويغې شائدي مه ويرکاوه او دې خپل مور او پلور عزت که.“ 21 يغ ساړي ځاوب ويرکه، ”مو دې ځوونئ دې وخت نه په دا ټول حکمينه عمل کړائي دائي.“ 22 کله چې عيسیٰ دا ورويدل بيا يغ ته يې وويل، ”په تو کې ويس هه دې يوه شي کامائي شته. ار څه چې لرې اغا خارڅ که او پائسې په غريبون بندې وويشه، بيا ته و په اسمون کې خزونې ولرې، بيا روشه او دې مو پيروي وکه.“ 23 کله چې اغا ساړي دا خبره ورويدله بيا ډير غمجن شه، دې ځکه چې اغا ډير مالدار ساړائي و. 24 کله چې عيسیٰ وليدل چې اغا غمجن شه بيا ويې ويل، ”دې مالدارې خالکې دې پوره دې خدائ په بدشائي کې نناواتل څومره ګرون کور دائي. 25 دې ستنې په سروي نه دې ايش تيريدل اسون دي په دا نه چې يو مالدار ساړائي دا دې خدائ بدشائي ته وير نناوځي.“ 26 کيمې خالکې چې دا ورويدل، بيا دې يغ نه يې پشتنه وکړه، ”بيا څوک کړائي شي چې خلوصين وميمي؟“ 27 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اغا څه چې دې انسانونې دې پوره نه کيدينکي دي، اغا دې خدائ دې پوره کيدينکي دي.“

28 پطروس وويل، ”وکسه، ميژ خپل ار څه پريشي دي او په تو پسې راون شوي يي.“ 29 عيسیٰ اغا ته وويل، ”اې، په يقين سره زه توس ته دا يايمه ار څوک چې دې خدائ دې بدشايئ دې پوره خپل کير، خپله شځه، وريڼه، مور او پلور او الودينه پريژدي، 30 بيا اغا و په دا دنيو کې دې دغې څو چنده بادال تر لوسه کو او په اخيرات کې و تل پوتې ژواندين ولري.“

عيسیٰ دې درام وور دې پوره دې خپل مارګ په حق کې پيشګوئي کو

(متي ۲۰:_۱۷_-_۱۹ او مرقوس ۱۰:_۳۲_-_۳۴)

31 بيا يغ خپل دولاس شاګردون ګوشي کړل او يغې ته يې وويل، ”وروئي! ميژ ويس يروشلم ته څي او اغا څه چې پيغمبرونې دې انسان دې زي په حق کې ليکلي دي، اغا و پيره شي. 32 اغا و غير يهوديونې* ته په لوس ويرکړلائي شي. اغا و په مالانډې ووائي، سپکاوائي و يې وکو او لياړې و په توئي کو. 33 اغا و په کوړې ووائي او و ويې ويژني، خو په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي.“ 34 خو شاګردون په دا خبرې پوئي نه شول، دې ځکه چې دې دغې خبرې معنی دې يغې نه پټه سوتل شويې وه او اغا نه پئيدل چې عيسیٰ دې څه شي په حق کې خبرې کړلې.

عيسیٰ يو ړيند سولګار سترګاور کاوي

(متي ۲۰:_۲۹_-_۳۴ او مرقوس ۱۰:_۴۶_-_۵۲)

35 کله چې عيسیٰ اريحا شار ته نژدې شه، بيا يو ړيند ساړائي په ليار کې نوست و او خير يې غوشته. 36 کله چې يغ ساړي دې ګاڼ شمير خالکې اووزينه چې په اغا ځوئي کې تيرېدل ورويدل، بيا پشتنه يې وکړه، ”څه خبره دو؟“ 37 يغې ورته وويل، ”عيسیٰ ناصري په دا ليار تيريژي.“ 38 بيا يغ سيرې وواللې، ”اې عيسیٰ دې داود زامنه! په مو راحم وکه.“ 39 کيم خالک چې په عيسیٰ نه مخکې راون وي، اغا ساړائي يې سپک که او ورته ويې ويل، ”غلائي شه.“ خو يغ نور هه په چګ اووز سيرې کړې، ”اې دې داود زامنه! په مو راحم وکه.“ 40 بيا عيسیٰ ودريده او امر يې وکه چې اغا ساړائي يغ ته رووالي. کله چې ويرنژدې شه، بيا عيسیٰ ځنې پشتنه وکړه: 41 ”څه غوړې چې درته ويې کمه؟“ يغ وويل، ”اې شوغليه! غوړمه چې سترګاور شمه.“ 42 عيسیٰ يغ ته وويل، ”سترګاور شه، ته خپل ايمون روغ کړې.“ 43 او اغا په مخ سترګاور شه او په داسې حال کې چې دې خدائ ثنا يې ويله، په عيسیٰ پسې راون شه. کله چې خالکې دا ار څه وليدل، بيا ټولې دې خدائ ثنا وويله.

Sorry, no results.
Please try another keyword