اووام ساباق

 

عيسیٰ دې رومي منصبدور نيکار ته شفا ويرکاوي

(متي ۸‏: ۵ ‏- ۱۳)

۱کله چې عيسیٰ خالک ته خپلې ټولې خبرې وکړې، بيا کپرناحوم ته لوړ شه. ۲وولته يو رومي واکمن و او يو نيکار يې لوره چې په اغا ډير ګرون و. اغا نيکار بيمور و او مارګ ته نژدې و. ۳کله چې اغا منصبدور دې عيسیٰ په حق کې ورويدل، بيا يو څو يهودي مشرون يې ويرولاژل ترڅو دې يغ نه وغوړي چې روشي او نيکار يې روغ کو. ۴اغا عيسیٰ ته روغلل او ساختې زورئي يې ورته وکړې او ورته ويې ويل، ”دا ساړائي په رشتيا دې دغې وړ دائي چې مراسته ورسره وکې، ۵دې ځکه چې اغا دې ميژ دې خالکې سره مينه لري او ميژ ته يې عبادتخانه هه جوړه کړيې دو.“ ۶بيا عيسیٰ دې يغې سره لوړ شه. خو کله چې دې اغا کير ته نژدې شه بيا اغا واکمن خپل څو ملګري ويرولاژل چې اغا ته ويائي، ”شوغليه! خپل ځون دې مه په تکليفه وه، زه دې دغې لائق نه يمه چې دې مو کير ته روشې ۷او دا مې هه غوره ونه ګاڼله چې خپل تو ته روشمه. ته خالي حکم وکه، بيا دې مو نيکار و روغ شي. ۸دې ځکه چې زه هه دې بل دې امر لوندې يمه او عسکر دې مو دې امر لوندې دي. کله چې کيم يوه ته ويايمه چې لوړ شه، بيا اغا څي او بل ته ويايمه چې روشه، بيا روڅي او خپل نيکار ته ويايمه چې دا چار وکه، بيا اغا يې کو.“ ۹کله چې عيسیٰ دا ورويدل، بيا حيرون شه او خالک ته يې چې پسې راون وي، مخ روړوه او ويې ويل، ”زه توس ته يايمه چې مو په اسرائيلې کې هه داسې ايمون نه دائي ليدلئ.“ ۱۰کله چې لاژل شوي کاسون په څټ کير ته روګوډ شول، بيا اغا نيکار يې روغ راميټ وليد.

 

عيسیٰ دې يوې کونډې زيائي ژواندائي کاوي

۱۱بله وريځ عيسیٰ دې خپلې شاګردونې او دې خالکې يوې سترې ډالې سره نايين نومي شار ته لوړ شه. ۱۲کله چې دې شار دروزې ته نژدې شه، بيا يوه جنوزه يې وليدله چې روواتله. دا مړائي دې يوې کونډې شځې ګوشائي زيائي و او دې يغې سره دې شار ګاڼ شمير خالک ملګري وي. ۱۳کله چې عيسیٰ اغا شځه وليده، بيا زړه يې په وسيو او ورته ويې ويل، ”نوره مه ژوړه.“ ۱۴بيا اغا دې مخه شه او په تابوت بندې يې لوس کشياش او کيمې خالکې چې تابوت واړ، ودريدل. عيسیٰ وويل، ”اې ځوونه! توته يايمه روچګيژه.“ ۱۵اغا مړائي کشينوست او په خبرې يې شيري وکړه او عيسیٰ اغا په څټ خپله مور ته وسپوره. ۱۶اغا ټول ډور وخاستل او دې خدائ ثنا يې وويله او ويې ويل، ”په ميژ کې يو ستر پيغمبر پيدو شوائي دائي. خدائ روغلئ دائي چې دې خپل قوم سره مراسته وکو.“ ۱۷عيسیٰ چې څه کړي وي دې يغې خبر په ټوله يهوديه او شو او خو سيمې کې ړانګ شه.

 

دې عيسیٰ په حق کې دې يحيیٰ پشتنه

(متي ۱۱‏: ۲ ‏- ۱۹)

۱۸دې يحيیٰ شاګردونې اغا دې دغ ټولې کورينې نه خبر که. بيا يحيیٰ دې يغې نه دوه کاسون روغوشتل ۱۹او اغا يې عيسیٰ ته وير ولاژل چې پشتنه ځنې وکو، ”ايا ته اغا څوک يې چې ويل شوي وي بايد روغلائي وائي، يا دې کيم بل چا په تامه پوتې شي؟“ ۲۰کله چې اغا عيسیٰ ته ويراغلل، ورته ويې ويل، ”ميژ بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ توته رولژلي يې چې پشتنه وکي چې ته اغا څوک يې چې بايد روغلائي وائي يا دې کيم بل چا په تامه پوتې شي؟“ ۲۱په اغا ساعت عيسیٰ ډير خالک دې رانګ رانګ بيمورئي، طاعون او پيريونې نه روغ کړل او ډير ړونده يې سترګاور کړل. ۲۲يغ دې يحيیٰ غړي ته په ځاوب کې وويل، ”په څټ لوړ شئ او څه مم چې ليدلي او ارويدلي، اغا يحيیٰ ته ويايئ چې څرنګې ړونده سترګاور کيژي، ګوډون کړلائي شي چې وګرځي، کيم خالک چې په جذوم بندې ووخته وي اغا پوک او روغ شوي دي او کوڼه وروري، مړي روژواندي کيژي او غريبون ته زرائي ويرکاول کيژي. ۲۳بختاور دائي اغا څوک چې په مو شک ونه کو.“

۲۴کله چې دې يحيیٰ غړي لوړل، بيا عيسیٰ دې يحيیٰ په حق کې دې خالکې سره خبرې شيري کړې او ويې ويل، ”توسې دې څه شی دې ليدلې دې پوره داشته ته تلي وائي؟ ايا دې يغ مزرئي دې ليدلې دې پوره چې بود يې خيځاوي؟ ۲۵بيا دې څه شی دې ليدلې دې پوره تلي وائي؟ ايا دې يغ چا دې ليدلې دې پوره چې کوشليې جومې يې وغستيې وې؟ کسئ، کيم خالک چې قيمتي جومې وغندي، اغا په عيش او عشرت کې ژوند تيراوي او په موڼئ کې پنډيژي. ۲۶بيا دې څه شی دې ليدلې دې پوره وتلي وائي؟ ايا دې يو پيغمبر دې ليدلې دې پوره؟ اې، زه توس ته يايمه چې اغا دې يوه پيغمبر نه هه ډير ستر دائي. ۲۷دا اغا څوک دائي چې دې يغ په حق کې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

’کسئ، زه و خپل غړائي په تو نه مخکې ولاژمه

چې دې تو دې پوره ليار تايوره کو.‘“

۲۸عيسیٰ زيوته کړه، ”زه توس ته يايمه چې په دا دنيو کې دې يحيیٰ نه بل څوک ستر نه دائي زيژاول شوائي، خو بيا هه دې خدائ په بدشائي کې په ټول نه واړيکائي په يغ نه ستر دائي.“

۲۹کله چې ټولې خالکې او حتي ټيکس ټولاوينکيې دې عيسیٰ خبرې ورويدلې، بيا په دا يې اقرار وکه چې دې خدائ ليار سامه دو، دې ځکه چې يغې دې يحيیٰ په لوس بپتسمه وخستيي وه. ۳۰خو فريسيونې او دې شريعت عالمونې دې خدائ اغا مقصد چې دې يغې دې پوره يې لوره راد که، دې ځکه چې يغې دې يحيیٰ په لوس بپتسمه نه وه وخستيې.

۳۱عيسیٰ وويل، ”دې دغې زمونې خالک دې څه شی سره بروبار کمه؟ دا څه رانګ خالک دي؟ ۳۲دئ دې يغې واړيکي په رانګ دي چې په بازور کې نوست وي او يو بل ته سيرې وائي او يائي: ’ميژ توس ته شپيلئ واله، خو توس ګاډو نه وکړه. ميژ درته دې غم بادلې وويلې، خو توس ونه ژاړل.‘ ۳۳دې ځکه کله چې بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ روغائي يغ و نه ماړئي خواړله او نه يې شاروپ تشل، بيا توس ويل چې اغا پيريونې نيولائي دائي. ۳۴دې انسان زيائي روغائي چې هه خوري او هه تشي بيا توس يائي چې دا ساړائي وکسئ، اغا ګډه وار، شاروپي او دې ټيکس ټولاوينکي او ګونانګورونې ملګرائي دائي. ۳۵خو بيا هه دې خدائ حکمت دې يغې خالکې په وسيله چې اغا يې منلائي دائي، رشتينائي ثابت شه.“

 

عيسیٰ دې فريسي شمعون په کير کې

۳۶يوه فريسي عيسیٰ ته بالنه ويرکړه چې دې يغ سره ماړئي وخوري، بيا عيسیٰ دې يغ کير ته ويراغائي او دې يغ سره دسترخوان ته کشينوست. ۳۷په اغا شار کې يوه بادکوريې شځه پنډيدله. اغا خبره شوه چې عيسیٰ دې يغ فريسي په کير کې ماړئي خوري، بيا دې عاطرې نه ډاک دې مارمارې دې بوتل سره روغله. ۳۸اغا شځه دې عيسیٰ څټ ته دې يغ دې پشې سره ودريدله او ژاړل يې. دې يغې ويشکې دې عيسیٰ په پشې بندې توئي شوې او اغا لامدې شوې. شځې اغا په خپل ويشتون بندې وچې کړلې، دې يغ پشې يې کوشال کړې او عاطر يې په وچاول. ۳۹کله چې اغا فريسي چې عيسیٰ يې ولما کړائي وه دا وليدل، بيا دې خپل ځون سره يې وويل، ”که چيرې دا ساړائي په رشتيا پيغمبر وائي بيا اغا بايد په دا پوئي شوائي وائي چې دا شځه چې يغ ته لوس ويري، څوک دو او څرنګې شځه دو. اغا يوه ګونانګوره شځه دو.“

۴۰بيا عيسیٰ يغ فريسي ته وويل، ”اې شمعونه! زه غوړمه توته يو څه ويايمه.“ يغ وويل، ”شه ايستوذه! ويايه.“ ۴۱عيسیٰ وويل، ”دوې کاسونې دې يو چا نه پور وخستئ و، دې يغې نه يو يې پينځه ساوه دې سپينې زارې سيکې پوره وړائي وه او بل يې پنځوس سيکې. ۴۲يغې دوې سارې ايڅ نه لارل چې خپل پور ويرکو، بيا پور ويرکاوينکي اغا دواسره ته خپل پورينه وير وباخشل. بيا ويس په دا دواسره کې و کيم يو دې يغ سره زيوته مينه وکو؟“ ۴۳شمعون په ځاوب کې وويل، ”دې مو په خيال کيم ساړي ته چې زيوت پور وباخشل شه.“ عيسیٰ وويل، ”تو سامه پئصاله وکړه.“ ۴۴بيا يې شځه ته مخ رووړو او شمعون ته يې وويل، ”دا شځه وينې؟ زه دې تو کير ته روغلمه خو تو دې مو دې پشې دې پوره يبه رونه وړلې، خو يغې په خپلې ويشکې بندې دې مو پشې ووينځلې او په خپل ويشتون يې وچې کړلې. ۴۵تو زه کوشال نه کړمه، خو دې کيم وخت نه چې زه دولته روغلئ يمه دا شځه لګيا دو دې مو پشې کوشلاوي. ۴۶تو دې مو سار په تيلې غوړ نه که، خو يغې دې مو په پشې عاطر وچاول. ۴۷بيا زه توته يايمه چې يغې دې مو سره ډيره مينه وشوله، دې ځکه چې دې يغې ډير ګونائينه وباخشل شول. خو دې چا چې لژ باخشل شي اغا لژ مينه کو.“ ۴۸بيا عيسیٰ اغا شځه ته وويل، ”دې تو ګونائينه وباخشل شول.“ ۴۹دسترخوان ته نورې نوستې ولمانې په خپله کې سره وويل، ”دا څوک دائي چې حتي ګونائينه هه باخشي؟“ ۵۰خو عيسیٰ اغا شځه ته وويل، ”ته خپل ايمون وژغورلې په خير لوړه شه.“

Sorry, no results.
Please try another keyword