اوولاسام ساباق
عيسیٰ دې خپلې شاګردونې دې پوره داعو کو
۱په داغا خبرې نه دې ورستې عيسیٰ پورته اسمون ته وکاتل او ويې ويل، ”پلوره، اغا ساعت رو راسيدلائي دائي. خپل زي ته جلال ويرکه ترڅو چې زيائي دې هه تو ته جلال دير کو، ۲ځکه چې تو يغ ته په ټول انسانون بندې واک او اختيار وير کړائي دائي ترڅو اغا ټول خالک ته چې يغ ته دې وير سپورلي دي، تل پوتې ژواندين ويرکو. ۳او تل پوتې ژواندين دا دائي چې اغا وپيژاني چې ته ګوشائي رشتينائي خدائ يې او عيسیٰ مسيح چې تو رو لاژلئ دائي، وپيژاني. ۴مو دې يغ کور په سار ته رساولې سره چې تو روته رو سپورلائي و په دا دنيو کې تو ته جلال دير که. ۵اې پلوره! ويس مو ته دې په خپل حضور کې جلال رو که، اغا جلال چې دې دنيو دې پيدوئشت نه مخته مې دې تو په حضور کې لوره.
۶مو دې تو نوم اغا خالک ته چې په دنيو کې دې غوره که او مو ته دې روکړل، وير وپيژونده. اغا دې تو وي او تو مو ته روکړل او يغې دې تو په کلام بندې عمل کړائي دائي. ۷ويس اغا پئيژي چې ار څه چې تو رو کړي دي اغا دې تو دې خو نه دي. ۸ځکه چې اغا پيغام چې تو مو ته روکړائي دائي اغا مې يغې ته رساولئ دائي او يغې قابيل کړائي دائي. اغا پئيژي چې دا رشتيا دي چې زه دې تو دې خو نه روغلائي يمه او په دا بندې ايمون لري چې زه تو رو لاژلئ يمه.
۹زه دې يغې دې پوره داعو کمه، دې دنيو دې پوره يې نه کمه. زه دې يغې خالکې دې پوره داعو کمه چې تو رو ته روکړي دي ځکه چې اغا دې تو دي. ۱۰زه چې کيم خالک لارمه اغا دې تو دي او دې تو سره چې کيم خالک دائې اغا دې مو دي او دې يغې په وسيله دې مو جلال جاوات شوائي دائي. ۱۱زه نور په دا دنيو کې نه پوتې کيژمه او دئ و ليا په دا دنيو کې پوتې وي او زه تو ته دير راون يمه. اې سپيڅليه پلوره، دې خپل نوم په قدرات سره اغا خالک چې مو ته دې رو کړي دي وسوته، ترڅو اغا سره يو وي لکه څرنګې چې ميژ سره يو يې. ۱۲اغا وخت چې زه دې يغې سره ومه اغا مې په يغ نوم چې تو روته رو کړائي و وسوتل او دې يغې نه يو هه الوک نه شه، بغير دې يوه نه چې بايد الوک شي ترڅو دې خدائ دې کلام وئينو رشتيا شي. ۱۳خو زه ويس تو ته دير راون يمه او ترڅو پره چې زه په دا دنيو کې يمه دا خبرې کمه دې دغې دې پوره چې اغا په خپل زړينه کې په پيره رانګ داسې خواشولي ولري لکه دې مو خواشولي. ۱۴مو دې تو کلام يغې ته وراسوو خو دې دنيو خالکې دې يغې نه کرکيې وکړله، ځکه چې اغا دې دغې دنيو نه دي لکه څرنګې چې زه دې دغې دنيو نه يمه. ۱۵زه تو ته دا داعو نه کمه چې اغا دې دغې دنيو نه لرې کې بلکې دا سول کمه چې اغا دې شيطون نه وسوتې. ۱۶لکه څرنګې چې زه دې دغې دنيو نه يمه نو اغا هه دې دغې دنيو نه دي. ۱۷اغا دې خپل کلام په وسيله چې رشتينائي کلام دائي، وقف که چې دې تو خيذمات وکو. ۱۸لکه څرنګې چې تو زه دنيو ته رو ولاژلمه بيا مو هه اغا دنيو ته لاژلي دي. ۱۹مو خپل ځون وقف که چې دې تو خيذمات وکمه، دې دغې دې پوره چې اغا هه په رشتيا دې تو خيذمات ته وقف شي.
۲۰زه خالي دې دغې شاګردونې دې پوره داعو نه کمه بلکې دې يغې خالکې دې پوره يې هه کمه چې دې دئ دې پيغام په وسيله په مو بندې ايمون روري. ۲۱زه داعو کمه چې اغا دا سره يو وي. اې پلوره، لکه څرنګې چې ته په مو کې يې نو پريژده چې اغا دا هه په ميژ کې وي، ترڅو دې دنيو خالک په دا بندې ايمون ولري چې زه تو رو لاژلئ يمه. ۲۲کيم جلال چې تو موته رو کړائي وه اغا مو دئ ته ويرکه ترڅو اغا سره يو وي لکه څرنګې چې زه او ته سره يو يې. ۲۳زه په اغا کې پنډيژمه او ته په مو کې پنډيژې، ترڅو اغا په پيره توګه سره يو وي او دې دنيو خالک په دا پوئي شي چې زه تو رو لاژلئ يمه او اغا در بندې دامره ګرون دي لکه څرنګې چې زه در بندې ګرون يمه.
۲۴اې پلوره، کيم خالک چې تو موته رو کړي دي زه غوړمه چې چيرته چې زه يمه اغا دا هه دې مو سره وي، ترڅو دې مو جلال وويني چې تو موته روکړائي دائي، ځکه تو دې دنيو دې پيدوئشت نه دې مخکې دې مو سره مينه کړيې دو. ۲۵اې عادل پلوره! دنيو ته نه وپيژاندلې خو مو پيژاندالائي يې او دئ پئيژي چې تو زه رو لاژلئ يمه. ۲۶مو ته اغا ته وير وپيژاندلې چې ته څوک يې او نور و دې هه وير وپيژانمه ترڅو اغا مينه چې ته يې په مو کې لرې په اغا کې يې هه ولرې او زه و په اغا کې پنډيژمه.“