څوارلاسام ساباق
عيسیٰ پلور ته دې وير تاګ ليار دو
۱عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”خپل زړينه مه بې ارامه کاوئي. په خدائ بندې ايمون ولرئي او په مو بندې هه ايمون ولرئي. ۲دې مو دې پلور په کير کې ډيرې کوټې دي. که داسې نه وائي نو مو و توس ته ويلي نه وائي چې زه څمه چې دې توسې دې پوره ځوئي تايور کمه. ۳کله چې زه لوړمه او دې توسې دې پوره مې ځوئي تايور که، بيا په څټ و روشمه او توسې دې ځون سره ورمه، تر څو چې په کيم ځوئي کې زه يمه وولته و توسې هه وائي. ۴توس پئيژئي زه چې چيرې څمه اغا ليار درته ماليمه دو.“ ۵توما وويل، ”تيشتنه، ميژ نه پئيژي چې ته چيرې څې، نو ليار و څرنګې وپيژاني؟“ ۶عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”زه ليار يمه، زه اقيقات يمه او زه ژواندين يمه. ايڅوک نه شي کړلائي چې په مو نه ورا پلور ته وير شي. ۷که چيرې توسې زه پيژاندلائي نو دې مو پلور ومم هه پيژونده. بيا په دا نه دې ورستې توسې اغا پيژانئ او اغا مو ليدلئ دائي. څرنګې چې توسې زه وپيژاندلمه بيا دې مو پلور و هه وپيژانئ او اغا مو ليدلئ دائي.“
۸دې عيسیٰ بل شاګرد فيليپوس يغ ته وويل، ”ايستوذه، ميژ ته پلور وشايه نو دې ميژ غوشتنه و پيره شي.“ ۹عيسیٰ يغ ته وويل، ”اې فيليپوسه، دامره وخت زه دې توسې سره ومه خو بيا هه مو نه پيژانئ؟ ار چا چې زه ليدلئ يمه نو پلور يې هه ليدلئ دائي. نو بيا څرنګې يائې چې پلور ميژ ته وشايه؟ ۱۰ايا په دا بندې يقين نه لرئي چې زه په پلور کې يمه او پلور په مو کې دائي؟ زه چې کيمې خبرې توس ته کمه اغا دې خپل ځون نه نه کمه، بلکې دې مو پلور چې په مو کې دائي دې مو په وسيله خپل کورينه کو. ۱۱کله چې زه يايمه چې زه په پلور کې يمه او پلور په مو کې دائي، نو په دا بندې يقين وکئ. که دې مو په خبرې بندې يقين نه کئ نو کيم کورينه چې مو کړي دي يغې دې پوره يقين وکئ. ۱۲په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ار څوک چې په مو بندې ايمون روري، نو کيم کورينه چې مو کړي دي، نو اغا و يې هه وکو او په دا نه و هه ستر ستر کورينه وکو، ځکه چې زه خپل پلور ته وير څمه. ۱۳او توس چې ار څه دې مو په نوم وغوړئي زه و اغا کمه، تر څو دې پلور جلال دې زي په وسيله جاوات شي. ۱۴که چيرې توس کيم څه دې مو په نوم دې مونه وغوړئي نو زه و يې سار ته رساومه.
دې روح القدس دې ويرکاولې وعده
۱۵که چيرې توس دې مو سره مينه کئ نو دې مو په حکمينه بندې و عمل کئ ۱۶او زه و دې پلور نه غوشتنه وکمه او اغا و توس ته يو بل مراسته کاوينکائي دير ولاژي چې تل تر تله و دې توسې سره وي، ۱۷يعني دې اقيقات روح چې دې دنيو خالک يې نه شي قبلاولائي، ځکه چې اغا نه ويني او نه يې پيژاني. خو توس يې پيژانئ، ځکه چې اغا دې توسې سره پنډيژي او په توس کې و وي. ۱۸زه و توسې لکه دې يتيمونې په رانګ پرې نه ژدمه، زه په څټ توس ته روڅمه. ۱۹لژ ساعت ورستې و دې دنيو خالک نور مو نه وويني خو توس و مې بيا وينئ. ځکه چې زه و روژواندائي کيژمه نو توس و هه ژواندي وائي. ۲۰کله چې اغا وريځ روشي نو توس و پوئي شئ چې زه په پلور کې يمه، توس په مو کې يئ او زه په توس کې يمه.
۲۱ار څوک چې دې مو حکمينه وماني او عمل په وکو نو دا اغا څوک دائي چې دې مو سره مينه کو. څوک چې دې مو سره مينه کو نو دې مو پلور و ورسره مينه کو، او زه و هه دې يغ سره مينه وکمه او خپل ځون و ورته شکاره کمه.“ ۲۲يهودا (دا اسخريوتي يهودا نه دائي) يغ ته وويل، ”ايستوذه، ته ويلې غوړې چې خپل ځون دې ګوشائي ميژ ته شکاره کې او دې دنيو خالک ته نه؟“ ۲۳عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”ار څوک چې دې مو سره مينه کو نو اغا و دې مو په تعليم بندې عمل کو. دې مو پلور و دې يغ سره مينه کو او زه او پلور و اغا ته وير څي او دې يغ سره و پنډيژي. ۲۴خو څوک چې دې مو سره مينه نه کو اغا دې مو په تعليم بندې عمل نه کو. کيم تعليم چې توس يې وروائي اغا دې مو تعليم نه دائي بلکې دې مو دې پلور تعليم دائي چې زه يې رولژلئ يمه.
۲۵تر يغه پورې چې زه دې توسې سره ومه دا خبره درته کمه. ۲۶خو دې توسې مراسته کاوينکائي يعني روح القدس چې پلور و يې دې مو په نوم رو لاژي، اغا و ټول شايون توس ته دير زده کو او ار څه چې مو درته ويلي دي اغا و دير په يود کو.
۲۷زه توس ته صلح دير کاومه داسې صلح چې ګوشيې زه يې ويرکاولائي شمه. دا دې يغې صلح په رانګ نه دو چې دنيو يې ويرکاولائي شي. نو څه و چې پيشيژي دې يغې په حق کې مه پريشانيژئي او مه ډاريژئي. ۲۸توس وورويدل چې مو وويل زه څمه خو په څټ توس ته روڅمه. که چيرې توسې دې مو سره مينه کړلائي بيا دې دغې خبرې په ارويدلې سره چې زه پلور ته څمه، توس و خواشول شوي وائي، ځکه چې پلور په مو نه ډير ستر دائي. ۲۹مخکې په دا نه چې دا کور وشي توس ته مې وويل نو چې کله دا کور وشي، توس و ايمون رورئي. ۳۰زه نور زيوت وخت نه لارمه چې دې توسې سره خبرې وکمه، ځکه چې دې دغې دنيو واکمن رو راون دائي. اغا په مو بندې ايڅ واک او اختيار نه لري، ۳۱خو دنيو بايد په دا پوئي شي چې زه دې پلور سره مينه کمه، بيا هه اغا کور کمه چې اغا يې روته حکم کو. ويس رو څئ چې دې دغ ځوئي نه لوړ شي.