عيسیٰ دې خپلې شاګردونې پشې وينځي

1 دې فسحې دې اختر نه يوه وريځ مخته عيسیٰ په دا پوئي شه چې اغا وخت رو وراسيده چې دې دغې دنيو نه لوړ شي، او پلور ته وير شي. يغ ار وخت په دا دنيو کې او تر اخيره پرې دې خپلې ليارتلينکي سره مينه وکړله. 2 دې لماشوم دې ماړئي وخت و او شيطون دې مخه نه دې شمعون اسخريوتي دې زي يهودا په زړه کې دا فکر اچاولائي و چې دې عيسیٰ سره خيانات وکو. 3 عيسیٰ په دا پئيده چې پلور ورته دې ټولې شايونې اختيار وير کړائي دائي او اغا دې خدائ دې خو نه روغلائي دائي او په څټ خدائ ته وير څي. 4 نو اغا دې ماړئي نه رو چګ شه، خپله چوغه يې لرې کړله او يو ريمول يې رو ووخست او په خپله ملا بندې يې رو بادال که. 5 بيا يې په بالټۍ کې يبه وچاولې او دې خپلې شاګردونې دې پشې په وينځلې يې شيري وکړله او اغا يې په اغا ريمول بندې چې په خپله ملا بندې يې بادال کړائي و، وچولې. 6 اغا شمعون پطروس ته ويراغائي نو پطروس يغ ته وويل، ”اې تيشتنه، ايا ته غوړې چې دې مو پشې ووينځي؟“ 7 عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”ته ويس نه پئيژې چې زه څه کمه، خو دې ورستې و پوئي شې.“ 8 پطروس ورته وويل، ”ته و ايڅ کله هه دې مو پشې نه ووينځې.“ عيسیٰ وويل، ”که زه دې تو پشې نه ووينځمه نو ته و نوره دې مو سره ملګرتيا نه ولري.“ 9 شمعون پطروس وويل، ”بيا خو تيشتنه، ګوشي پشې مې نه بلکې لوسينه او سار مې هه ووينځه.“ 10 عيسیٰ ورته وويل، ”چا چې ځون وينځلائي وي نو اغا بيخې پوک وي او وينځل ته ضرورات نه لري، ګوشي پشې يې بايد ووينځلې شي. توس ټول پوک يئ، خو په توس کې يو کاس پوک نه دائي.“ 11 ځکه چې عيسیٰ ته ماليمه وه چې څوک و ورسره خيانات کو، نو ځکه يې وويل، ”توس ټول پوک يئ دې يوه کاس نه علاوه.“

12 کله چې عيسیٰ دې يغې پشې ووينځلې، نو خپله چوغه يې په څټ وغاستله او په څټ دسترخوان ته کشينوست او دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”مو چې دې توسې دې پوره څه وکړل ايا توس دې يغې په معنی بندې پوئي شوائي؟ 13 توس موته ايستوذ او مشر يايئ او توس شه کئ چې داسې يايئ، ځکه چې زه هه داسې يمه. 14 بيا که چيرې زه دې توسې مشر او ايستوذ ومه دې توسې پشې مې وينځلې، نو توس هه بايد دې يو بل پشې ووينځئ. 15 مو توس ته يو مثال ديرکه ترڅو توسې دې يو بل سره هه داسې وکئ لکه څرنګې چې مو دې توسې دې پوره وکړل. 16 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې يو نيکار هه دې خپل مشر نه ستر نه دائي او يو غړائي هه دې خپل رولاژينکي نه ستر نه دائي. 17 ويس چې توسې په دا شايون بندې پوئي شوائي، نو که عمل په وکئ نو توس بختور يئ.

18 زه دې توسې ټولې په حق کې خبرې نه کمه، کيم خالک چې مو غوره کړي دي زه اغا پيژانمه. خو دې خدائ دې کلام دا وئينو بايد رشتيا شي چې يائي: ’اغا چا چې دې مو سره يې ماړئي خواړله دې مو په ضد رو چګ شه.‘ 19 ويس زه توس ته دې يغې پيشې دې روميانځ ته کيدلې نه مخته يايمه، دې دغې دې پوره کله چې اغا وشي نو توس و په دا ايمون رورئي چې زه اغا يمه. 20 په يقين سره زه توسې ته دا يايمه څوک چې اغا کاس قابيل کو چې زه يې لاژمه، بيا زه يې قابيل کړائي يمه او ار څوک چې مو قابيل کو، بيا اغا څوک يې قابيل کړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه.“

دې يهوداه دې خيانت په حق کې دې عيسیٰ پيشګوئي

(متي ۲۶:_۲۰_-_۲۵ او مرقوس ۱۴:_۱۷_-_۲۱ او لوقا ۲۲:_۲۱_-_۲۳)

21 کله چې عيسیٰ دا خبرې وکړلې نو دې يغ روح بې ارامه شه او په جاواته يې وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې په توس کې و يو کاس دې مو سره خيانات وکو.“ 22 شاګردونې يو بل ته وکاتل او شاکمن شول چې يغ دې چا په حق کې خبرې کړلې. 23 په شاګردون کې يو چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون و دې يغ په څانګ کې نوست و. 24 شمعون پطروس يغ شاګرد ته اشاره وکړله او ورته ويې ويل، ”دې عيسیٰ نه پشتنه وکه چې اغا دې چا په حق کې خبرې کو.“ 25 نو اغا شاګرد عيسیٰ ته وير نژدې شه او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايستوذه، اغا څوک دائي؟“ 26 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دا اغا ساړائي دائي چې زه لژ ماړئي په چاني کې لامده ومه او ورته يې وير کاومه.“ نو يغ لژ ماړئي په چاني کې لامده کړله او دې شمعون اسخريوتي زي يهودا ته يې ويرکړله. 27 څرنګې چې يهودا اغا لژ ماړئي وخاستله نو شيطون يې سيرات ته وير نناوته. عيسیٰ ورته وويل، ”ار څه چې کې زر يې وکه.“ 28 کيم خالک چې ماړئي ته نوست وي په يغې کې ايڅوک پوئي نه شول چې دې دغې خبرې نه دې يغ مقصد څه وه. 29 څرنګې چې دې يهودا سره دې پائسې سوتلې کاڅوړه وه، نو ځنې شاګردونې دا ګمون وکه چې عيسیٰ يغ ته وويل چې لوړشي او دې اختر دې پوره چې کيم څه په کور دي ووخلي او يا غريبونې ته لژ څه ويرکو. 30 څرنګې چې يهودا اغا لژ ماړئي ووخستله نو په مخ دې ورچانې ووته. دا شپه وه.

نوائي حکم

31 کله چې يهودا لوړ شه نو عيسیٰ وويل، ”ويس و دې خدائ زيائي جلال مينده کو او دې يغ په وسيله و خدائ جلال مينده کو. 32 څرنګې چې خدائ دې يغ په وسيله جلال مينده کو نو خدائ و په خپله هه اغا ته جلال ويرکاوي او ډير زر و ورته جلال ويرکو. 33 دې مو باچيونې! زه و دې لژ نور وخت دې پوره دې توسې سره ومه. بيا و په مو پسې ګرځئ او پئيدو کاولائي و مې نشئ او لکه څرنګې مې چې يهودي مشرونې ته وويل، ويس يې توس ته هه يايمه، زه چې چيرې څمه وولته توس نه شئ تلائي. 34 زه توس ته نوائي حکم دير کاومه: دې يو بل سره مينه کئ، لکه څرنګې چې مو دې توسې سره کړيې دو، نو توسې هه بايد دې يو بل سره مينه وکئ. 35 که توس يو دې بل سره مينه ولرئ نو بيا و ټول په دا پوئي شي چې توس دې مو شاګردون يئ.“

عيسیٰ دې پطروس دې منکريدلې پيشګوئي کو

36 شمعون پطروس دې يغ نه پشتنه وکړله، ”ايستوذه، ته چيرې څې؟“ عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”زه چې کيم ځوئي ته څمه ته ويس وولته په مو پسې نه شې روتلائي، خو دې ورستې و روشې.“ 37 پطروس وويل، ”ايستوذه، ويس درپسې ويلې نه شمه ديرتلائي؟ زه دا ته حاضر يمه چې دې تو په خاطر خپل ځون قربان کمه.“ 38 عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا ته حاضر يې چې دې مو په خاطر مړ شې؟ په يقين سره زه تو ته دا يايمه چې دې چرګ دې بونګ نه مخته و درې ووره ويايې چې ته مو نه پيژانې.“

Sorry, no results.
Please try another keyword