اووم ساباق

 

عيسیٰ او دې يغ وريڼه

۱اغا نه دې ورستې عيسیٰ په جليل کې ګرځيده. يغ نه غوشتل چې په يهوديه کې پوتې شي، ځکه چې دې يهوديونې مشرونې غوشتل چې اغا مړ کو. ۲کله چې دې يهوديونې دې خيمې اختر رو نژدې شه، ۳بيا وريڼې يې عيسیٰ ته وويل، ”دا سيمه پريژده او يهوديه ته لوړ شه ترڅو دې تو ليارتلينکي دې تو معجزې وويني. ۴څوک چې غوړي چې مشهور شي نو اغا خپل کورينه په پټه نه کو. که چيرې ته داسې کورينه کې بيا پريژده چې ټوله دنيو دې وپيژاني.“ ۵ځکه چې دې يغ وريڼې هه په اغا بندې ايمون نه لوره. ۶عيسیٰ اغي ته وويل، ”دې مو دې پوره ليا مقرار شوائي وخت ندائي رو راسيدلائي، خو دې توسې دې پوره ار وخت مناسب دائي. ۷دې دنيو خالک نشي کړلائي چې کيم داليل مينده کو چې دې توسې نه کرکيې وکو، خو دې مو نه کرکيې کو ځکه چې زه اغا ته شائدي وير کاومه چې دې دئ کورينه غلط دي. ۸توسې دې اختر دې پوره لوړ شئ، زه دا اختر ته نه څمه ځکه چې دې مو دې پوره اغا مقرار شوائي وخت ليا ندائي رو راسيدلائي.“ ۹يغ دا خبره وکړله او په جليل کې پوتې شه.

 

عيسیٰ دې خيمې اختر ته څي

۱۰په اغا نه دې ورستې چې دې عيسیٰ وريڼه اختر ته لوړل، نو عيسیٰ هه لوړ شه خو په جاواته نه بلکې په پټه. ۱۱دې يهوديونې مشرون دې اختر په وريځې کې په يغ پسې ګرځيدل او دې خالکې نه يې پشتنه کړله، ”اغا ساړائي چيرته دائي؟“ ۱۲دې خالکې په ميانځ کي دې يغ په حق کې ګانګوسې رو پئيدو شولې. ځنې ويل، ”اغا شه ساړائي دائي.“او نورې ويل، ”اغا خالک بې ليارې کاوي.“ ۱۳خو دې يهوديونې مشرونې دې ډوره ايچا دې يغ په حق کې شې خبرې نه شوې کړلائي.

۱۴کله چې دې اختر نيمې وريځې تيرې شولې، بيا عيسیٰ بيت المقدس ته لوړ شه او په تعليم ويرکاول يې شيري وکړله. ۱۵دې يهوديونې مشرونې په حيرونتيا سره وويل، ”دا بې تعليمه ساړائي په دامره شايون بندې څرنګې پئيژي؟“ ۱۶عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”کيم تعليم چې زه ويرکاومه اغا دې مو خپل تعليم نه دائي، بلکې دا دې يغ چا تعليم دائي چې زه يې رو لاژلائي يمه. ۱۷که چيرې څوک غوړي چې دې خدائ راضو پيره کو، نو اغا و په دا پوئي شي چې کيم تعليم چې زه يې وير کاومه اغا دې خدائ دې طاراپ نه دائي يا که زه دې خپله ځونه خبرې کمه. ۱۸څوک چې دې خپل ځون نه خبرې کو اغا دې خپل ځون دې پوره لوئي غوړي. خو څوک چې دې يغ چا لوئي غوړي چې اغا يې رو لاژلائي دائي اغا صادق دائي او په اغا کې ايڅ ټاګي نشته. ۱۹ايا توس ته موسیٰ شريعت دير نه که؟ خو په توسې کې ايڅوک هه په اغا شريعت بوندې عمل نه کو. نو بيا توسې ويلې غوړئي چې مو مړ کئ؟“ ۲۰خالکې ځاوب ويرکه، ”ته پيريونې نيولائي يې! څوک غوړي چې تو مړ کو؟“ ۲۱عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”مو يوه معجزه وشوله او توسې ټول ورته حيرون شوائي. ۲۲موسیٰ توس ته حکم وکه چې خپل زامن سونات کئ خو په اقيقات کې دې سوناتکاولې دا رسم او رواج دې موسیٰ دې خو نه نا، بلکې دې توسې دې نيکونې دې وخت نه شيرې شوائي دائي. په دا رانګ توسې دې سبت په وريځ خپل زامن سوناتکاوئي. ۲۳که چيرې توسې خپل زامن دې سبت په وريځ سوناتکاوئي چې دې موسیٰ شريعت موت نه شي، نو بيا ويلې په مو بندې په قهر يئ چې دې سبت په وريځ مې يو ساړائي روغ راميټ که؟ ۲۴توسې په جاواته پئصاله مه کئ، بلکې دې انصاف دې مخه پئصاله وکئ.“

 

ايا عيسیٰ اغا وعده شوائي مسيح دائي؟

۲۵په دا وخت کې دې يروشلم ځنې خالکې وويل، ”ايا دا اغا ساړائي نه دائي چې يهودي مشرون يې غوړي چې مړ يې کو؟ ۲۶وکسئ، اغا دولته په جاواته لګيا دائي خبرې کو او اغا ورته ايڅ هه نه يائي! ايا داسې خو نه دو چې دې ميژ مشرون په رشتيا سره پئيژي چې اغا مسيح دائي؟ ۲۷خو ميژ پئيژي چې دا ساړائي دې کيم ځوئي دائي او کله چې مسيح روشي، نو ايڅوک و نه پئيژي چې اغا دې کيم ځوئي دائي.“

۲۸کيم وخت چې عيسیٰ بيت المقدس کې تعليم ويرکوو نو په چګ ژاغ يې وويل، ”اې، توس مو پيژانئ او په دا پئيژئي چې زه دې کيم ځوئي يمه. خو زه په خپله خواشه نه يمه روغلائي، يغ چا چې زه رو لاژلائي يمه اغا رشتينائي دائي او توس اغا نه پيژانئ. ۲۹خو زه اغا پيژانمه، ځکه چې زه دې يغ دې خو نه روغلائي يمه او زه يغ رو لاژلائي يمه.“ ۳۰بيا په اغا ځوئي کې ځنې خالکې کوشش وکه چې اغا رو ونسي، خو ايچا يغ ته لوس نه ويراړ، ځکه چې اغا مقرار شوائي وخت ليا نه و روراسيدلائي. ۳۱خو بيا هه په اغا خالکې کې ډيرې په يغ بندې ايمون رواړ او ويې ويل، ”کله چې مسيح روشي ايا اغا و په دغ ساړي نه زيوتې معجزې وشائي؟“

 

دې عيسیٰ دې نيولي دې پوره دې خدائ دې کير سوتينکي لاژل کيژي

۳۲فريسيونې دې عيسیٰ په حق کې دې خالکې ګانګوسې ورويدلي، نو دئ او مشرونې امامونې دې بيت المقدس سوتينکي ولاژل چې عيسیٰ ونسي. ۳۳خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”زه و دې لژ نور وخت دې پوره دې توسې سره ومه او بيا و اغا چاته وير څمه چې زه يې رو لاژلائي يمه. ۳۴توس و په مو پسې ګرځئ، خو مو و مينده نه کئ او په کيم ځوئي کې و چې زه يمه وولې توس نه شئ روتلائي.“ ۳۵يهودي مشرونې په خپله کې يو بل ته سره وويل، ”دا ساړائي چيرته غوړي چې لوړ شي چې ميژ يې نشې مينده ولائي؟ ايا اغا غوړي چې اغا غير يهودي شارينه ته لوړ شي چې دې ميژ خالک په کې پنډيژي او غير يهودي خالکې ته تعليم ويرکو؟ ۳۶دې دغې خبرې نه دې يغ ماطلاب څه دائي چې توس و په مو پسې ګرځئ، خو مينده کاولائي و مې نشئ او په کيم ځوئي کې چې زه ومه توسې وولته نه شئ روتلائي؟“

 

دې ژواندين دې يبې ويلې

۳۷دې اختر په اخره وريځ يعني اغا وريځ چې ډير مهم مراسم په کې کړل شي، عيسیٰ ودريده او په چګ ژاغ يې وويل، ”که څوک تژائي وي نو اغا دا موته روشي او زه و ورته يو څه وير کمه چې ويې تشي. ۳۸څوک چې په مو بندې ايمون روري نو لکه څرنګې چې دې خدائ کلام ويائي: ’دې ژواندين دې يبې ويلې و دې يغ نه رو بائيژي.‘“ ۳۹عيسیٰ دا خبره دې روح القدس په حق کې وکړله چې په اغا خالک بندې و نازليژي کيم چې په يغ بندې ايمون روري. تر يغ وخت پرې ليا روح القدس نه و نازل شوائي، ځکه چې عيسیٰ ليا خپل جلال ته نه و راسيدلائي.

 

دې خالکې په ميانځ کې بې اتفاقي

۴۰کله چې خالکې دا خبرې وورويدلې بيا ځنې وويل، ”دا ساړائي په رشتيا سره اغا پيغمبر دائي چې ميژ ورته په تامه يي.“ ۴۱نورې وويل، ”اغا مسيح دائي.“خو نورې وويل، ”ايا مسيح دې جليل نه روڅي؟ ۴۲ايا دې خدائ کلام دا نه يائي چې مسيح و دې داود دې کورانۍ نه وي او دې داود دې کلي يعني بيت لحم نه و وي؟“ ۴۳په داغا رانګ دې عيسیٰ په حق کې دې خالکې په ميانځ کې بې اتفاقي رو پئيدو شوله. ۴۴ځنې غوشتل چې اغا ونسي، خو ايچا لوس ورته نه ويراړ.

 

دې يهوديونې مشرون په عيسیٰ بندې ايمون نه روري

۴۵کله چې دې بيت المقدس سوتينکي په څټ مشرون امامون او فريسيون ته ويراغلل، نو يغې دې سوتينکيې نه پشتنه وکړله، ”اغا مم ويلې نه رواست؟“ ۴۶سوتينکيې ځاوب ويرکه، ”تر ويسه پرې ايچا داسې خبرې نه دي کړيې لکه دا ساړائي يې چې کو.“ ۴۷فريسيونې يغې ته وويل، ”ايا يغ توسې هه بې ليارې کړې يئ؟ ۴۸ايا توسې ارويدلي دي چې دې مشرونې او يا دې فريسيونې نه کيم يوه په يغ بندې ايمون رو وړائي دائي؟ دې شک نه وره چې نه، ۴۹خو دا خالک چې دې موسیٰ دې شريعت نه خبر نه دي، لعنتيون دي!“ ۵۰نيکوديموس چې دې فريسيونې دې ډالې نه و، يعني اغا ساړائي چې يو وور مخکې عيسیٰ ته ويراغلائي و، يغې ته وويل: ۵۱”ايا دې ميژ شريعت ميژ ته اجازات راس کاوي چې کيم څوک مخکې په دا نه چې دې يغ خبرې ووروي او په دا پوئي شي چې يغ څه کړي دي، ګرام يې کي؟“ ۵۲يغې په ځاوب کې وويل، ”ايا ته هه جليلي يې؟ دې خدائ کلام ويايه، نو بيا و پوئي شې چې په جليل کې و ايڅ کيم پيغمبر پئيدو نه شي.“ ۵۳[بيا ټول خپل کورينه ته لوړل.

Sorry, no results.
Please try another keyword