شپيژام ساباق
۱نو روڅئ چې دې مسيح په حق کې اوالينئ تعليم پريژدي او دې کاملتوب طاراپ ته لوړ شي. دې دغې اجات نشته چې ميژ دا بيا بيا اغا اواليني تعليمينه تکرار کي لکه دې بدې کورينې نه توبه ياستل او په خدائ بندې ايمون روړل، ۲دې بپتسمې تعليم او په سار دې لوس ايشولې تعليم، دې مړې نه بيا روژواندي کيدلې او تل پوتې سازو په حق کې تعليم. ۳که دې خدائ راضو وي، نو ميژ و هه دا کورينه کي. ۴دې ځکه په اغا بندې چې يورې دې خدائ دې نور رڼو روغليې دو، دې اسموني نعمتينې خواند يې څکلئ دائي او په روح القدس کې شريک شوي دي، ۵دې خدائ دې کلام شه وولئ او دې روتلينکيې زمونې قدراتينه يې تجربه کړي دي ۶او که دې خدائ دې ليارې نه وګرځي، نو دا ناممکنه دو چې اغا و په څټ توبه ياستلې ته جوړ کړائي شي، دې ځکه چې اغا يورې بيا دې خدائ زيائي په صليب بندې ټاک وائي او دې خالکې په مخکې يې شرموي.
۷اغا منځکه چې بارون په واريژي او اغا جذب کو او دې کارينکي دې پوره ګټور فاصل ويرکو، نو دې خدائ دې طرفه براکات ميمي. ۸خو که اغا منځکه اغزي او فضول بيټي شنه کاوي، نو دا بې ګټې منځکه دو او زر و دې خدائ لعنت په وشي او په اخير کې و اغا وسويځل شي.
۹ګرونې ملګريې! سره دې دغې چې ميژ داسې خبرې کي، خو دې توسې په حق کې ميژ ډاډمن يي چې دې خلوصين سره يوځوئي و دې ډيرې شې براکاتينې نه برخمن شئ. ۱۰خدائ بې انصافه نه دائي. اغا و دې توسې کور او اغا مينه ويره نه کو چې دې يغ دې نوم سره مم دې يغې خالکې ته په خيذمات کړلې سره چې ويس يې هه کئ وشوئې دو. ۱۱ميژ دې توسې ار يوه نه ډير غوړي چې دا جذبه تر اخره وسوتئ، ترڅو دې توسې ايله چې دې کيم شي دې پوره يې لرئ، هغه و پيره شي. ۱۲ميژ نه غوړي چې توسې دا سست شئ، بلکې غوړي چې دې يغې خالکې دې مثال پيروي وکئ چې دې ايمون او صابر په وسيله اغا څه تر لوسه کئ چې خدائ يې وعده کړيې دو.
دې خدائ وعده ايله پئيدوکاوي
۱۳کله چې خدائ دې ابراهيم سره وعده وکړه، نو په خپل نوم يې قاسام وخوړ، دې ځکه چې په يغ نه بل څوک ستر نه و چې دې يغ په نوم يې قاسام خواړلئ وائي. ۱۴يغ وويل، ”زه و په رشتيا سره توته براکات ديرکمه او دې تو الودينه و زيوت کمه.“ ۱۵نو ابراهيم په صابر سره انتظار وکه او اغا څه يې تر لوسه کړل چې خدائ ورسره وعده کړيې وه. ۱۶کله چې انسانون قاسام خوري، نو په خپل ځون نه په ستر شي قاسام خوري او هه دا قاسام دې لنجې دې ختماولې سبب ګرځي. ۱۷په دغ رانګ خدائ غوشتل چې په روشانه رانګ اغا خالک ته چې وعده يې ورسره کړيې وه دا وشائي چې دې يغ اراده نه بدليدينکيې دو، نو اغا يې دې قاسام په خواړلې سره تصديق کړه. ۱۸دلته دا دوه شايون دي چې نه بدليدينکي دي، دې ځکه چې دا ناممکنه دو چې خدائ دې يغې په حق کې درويغ ويائي. نو ميژ چې يغ ته پناه وړيې دو په ډيره زيړاورتيا سره اغا ايله ټينګه سوتي چې دې ميژ په مخکې موجوده دو. ۱۹دا ايله چې ميژ يې لري اغا دې ميژ دې ځونينې دې پوره دې يوه طاقتور لنګر په رانګ دائي. او دا داسې طاقتوره او پټه ايله دو چې ميژ دې خدائ دې کير دې پردې دې ليارې دې ننه مقدس ځوئي ته رساوي، ۲۰يعني اغا ځوئي ته چې عيسیٰ دې ميژ نه مخکې دې ميژ دې پوره وولته لوړ شه او دې ار وخت دې پوره دې ملکصدق په رانګ ستر امام شه.