شپيژ ويشتام ساباق
دې اګريپاس په حضور کې دې پولوس دفاع
۱ اګريپاس پولوس ته وويل، ”تو ته اجازات دير کړل کيژي چې دې خپل ځون دفاع وکې.“ بيا پولوس خپل لوس پورته که او دې خپل ځون يې داسې دفاع وکړله: ۲ ”اې بادشا، زه خپل ځون بختاور ګاڼمه چې نن دې توسې په حضور کې ويلوړ يمه او دې يغې ټولې توماتينې په خلاف چې دې يهودې دې طاراپ نه په مو لګيدلي دي، دې خپل ځون دفاع کمه. ۳ په خصوصي رانګ څرنګې چې توسې دې يهوديونې دې ټولې دودينې او دې دئ ترميانځ چې کيم اختلافات موجود دي، دې يغې ټولې سره بالاد يئ. نو توسې ته سول کمه چې په پيره صابر او حوصلې سره دې مو خبرې ته غوژ ونسئ.
۴ ټول يهوديون پئيژي چې مو دې ځوونئ دې وخت نه دې خپلې خالکې سره او په يروشلم کې څرنګې ژوند تير کړائي دائي. ۵ اغا مو ليا دې مخته نه پيژاني او که چيرې اغا وغوړي بيا کړلائي شي چې تصديق يې وکو چې زه دې فريسيونې دې ډالې غړائي ومه چې دا دې ميژ يوه ډيره ساخته مذابي ډاله دو. ۶ ويس دې دغې دې پوره چې دې خدائ دې يغې وعدې په ايله يمه چې دې ميژ دې نيکونې سره يې کړيې دو، محکمه کيژمه. ۷ دا اغا وعده دو چې دې ميژ دې خالکې دولاس قابيلې دې يغې دې پيره کيدلې په ايله شپه او وريځ عبادت کو. اې بادشا! دې دغې ايلې په خاطر يهوديون په مو بندې توماتينه لګاوي. ۸ توسې ار يو ته دا ويلې ناممکنه ليده شي چې خدائ مړي روژواندي کاولائي شي؟ ۹ يو وخت مو خپل داسې فکر که چې ار څه چې کړلائي شمه بايد دې عيسیٰ ناصري دې نوم سره مخالفت کړلې دې پوره يې وکمه. ۱۰ مو په يروشلم کې هه داس وکړل. دې مشرونې امامونې نه مې واک او اختيار تر لوسه که او ډير ايماندورون مې زندان ته وچاول او کله و چې اغا ته دې مارګ سازو ويرکيدله، بيا مو و هه دې يغې په خلاف رايه ويرکاوله. ۱۱ څو څو ووره مې اغا ته په عبادتخانې کي سازو وير کړيې دو او کوشش مي که چې اغا دا ته مجبور کمه چې دې خپلې عقيدې نه منکر شي. دې مو قهر او غضاب تر دغې حده پرې وراسيده چې حتي دئ پسې و دې نورې ملکينې شارينه ته تلمه چې دئ وځاوره ومه.
پولوس دې خپل ايمون روړلې په حق کې خبرې کو
۱۲ يوه وريځ زه دې يغ واک او حکم دې مخه چې دې مشرونې امامونې دې طاراپ نه روکړل شوائي و، په يوه کور پسې دمشق ته راون ومه. ۱۳ اې بادشا! کله چې زه دې غارمې په وخت کې په ليار راون ومه، بيا مو يوه رڼو وليدله چې په لمر نه هه زيوته روشانه وه او دې اسمون نه روراونه وه او په مو او دې مو دې سفر په ملګري بندې باله شوله. ۱۴ ميژ ټول په منځکه بندې رو ولويدلي. بيا مي په عبراني ژبه کې يو ژاغ وورويده چې مو ته يې وويل: ’اې ساؤله، اې ساؤله، ته ويلې مو ځاوره وې؟ دا يو بې ګاټې کور دائي چې دې خپل مشر دې ارادې په مقابله کې وداريژې.‘ ۱۵ مو پشتنه وکړله: ’اې تيشتنه، ته څوک يې؟‘ او تيشتن وويل: ’زه عيسیٰ يمه، يعني اغا څوک چې ته يې ځاوره وې. ۱۶ خو ويس چګ شه او په خپلې پشې وداريژه. زه تو ته دې دغې دې پوره رو شکاره شومه چې تو خپل خيذماتګور وټاکمه او څه چې دې دې مونه وليدل او اغا څه چې په روتلينکيې وخت کې و يې درته وشايمه دې يغې په حق کې و شائدي ويرکاوې. ۱۷ زه و تو دې اسرائيلې دې قوم او دې غير يهوديونې نه وژغورمه. زه تو اغا ته لاژمه ۱۸ چې دې يغې سترګې خلوصې کې، ترڅو اغا دې تيارې دې طرفه رڼو ته او دې شيطون دې واکمنئ نه يې دې خدائ طاراپ ته رووړوې، ترڅو په مو بندې دې ايمون روړلې په وسيله دې د ئ ګونائينه وباخشل شي او دې خدائ په سپيڅلي خالکې کې شامل شي.‘
۱۹ بيا اې بادشا! مو دې يغ حکم نه چې په اسموني رويا کې روته وشه، نافرموني نه دو کړيې. ۲۰ مو اوال په دمشق او يروشلم کې او بيا په ټوله يهوديه کې او په داغا رانګ غير يهوديونې ته مې اعلان وکه چې دې خپلې ګونائينې نه توبه وکوژي، دې خدائ طاراپ ته رو وګرځي او داسې کورينه وکو چې ثابته کو چې يغې توبه ياستلې دو. ۲۱ په داغا واجه ځنې يهوديونې زه په بيت المقدس کې ونيولمه او کوشش يې که چې مو مړ کو. ۲۲ خو تر نن وريځې پره خدائ وسوتلمه او دولته ويلوړ يمه او ټول کام ستر ته شائدي وير کاومه. زه خالي اغا څه يايمه چې پيغمبرونې او موسیٰ ويلي دي چې پيش و شي، ۲۳ يعني دا چې مسيح بايد تکليفينه وزغمي اوالينائي کاس و وي چې دې مړيې نه و روژواندائي شي او يهوديونې او غير يهوديونې دوه سره ته و دې خلوصين دې رڼو اعلان وکو.“
۲۴ پولوس ليا دې خپل ځون دې دفاع په خاطر خبرې کړلې چې فستوس سيرې کړلې، ”اې پولوسه، ته ليوانائي يې! دې ډير علم په وجه ليوانائي شوائي يې.“ ۲۵ پولوس په ځاوب کې وويل، ”نه شوغليه! زه ليوانائي نه يمه. زه په هوش کې يمه او رشتيا او په عقل خبرې کمه. ۲۶ بادشا په دا شه خبر دائي او زه دې يغ سره په زيړاور تيا سره خبرې کمه. زه په دا بندې ډاډه يمه چې دا ټولې پيشې توس ته ماليمې دي، دې ځکه چې اغا په څه پټ ځوئي کې نه دي شويې. ۲۷ اې بادشا! توس په پيغمبرون بندې ايمون لرئي؟ زه پئيژمه چې توسې په ايمون لرئي.“ ۲۸ اګريپاس پولوس ته وويل، ”ته فکر کې چې دامره زر و مو عيسائي کې؟“ ۲۹ پولوس وويل، ”که لژ وخت ووخلي ليا ډير، خو زه خدائ ته داعو کمه چې خالي توسې نه بلکې اغا ټول خالک چې نن دې مو خبرې ووروي، دې مو غوندې شي، البته دې مو غوندې په ځلوانې کې نه.“
۳۰ بيا بادشا چګ شه او والي، برنيکۍ او نور خالک چې دې يغې سره نوست وي، هه چګ شول. ۳۱ کله چې اغا وواتل، بيا يوه بل ته يې سره وويل، ”دغ ساړي داسې کيم کور نه دائي کړائي چې دې مارګ ليا دې زندان دې اچاولې قابيل وي.“ ۳۲ اګريپاس فستوس ته وويل، ”که چيرې دغې ساړائي بادشا ته غاراض نه وائي کړائي، بيا ازوديدلائي شه.“