پينځه ويشتام ساباق
دې رومي بادشا نه دې پولوس غوشتنه
۱کله چې فستوس قيصريې ته دې والي په رانګ روغائي، بيا درې وريځې دې ورستې يروشلم ته لوړ شه. ۲-۳وولته مشرونې امامونې او دې يهوديونې مشرونې دې پولوس په خلاف دعویٰ يغ ته وير مخته کړله. يغې دې فستوس نه غوشتنه وکړله چې مهربوني په وکو او پولوس يروشلم ته رو وغوړي. دې ځکه چې يغې ورته منصوبه جوړه کړيې وه چې کامين ورته ونسي او په ليار کې مړ کو. ۴فستوس ځاوب ويرکه، ”پولوس په قيصريه کې باندي سوتل شوائي دائي او زه په خپله په څټ ډير زر وولته څمه. ۵بيا دې توسې مشرون دا دې مو سره قيصريې ته لوړ شي او که يغ کيم غلط کور کړائي وي، بيا دعویٰ دا په وکو.“
۶فستوس دې لاسې ووتې وريځې پره په يروشلم کې پوتې شه او بيا قيصريې ته لوړ شه. په بله وريځ اغا په محکمه کې په خپله چاوکئ بندې کشينوست او امر يې وکه چې پولوس روالي. ۷بيا اغا يهوديون چې دې يروشلم نه روغلي وي او په يغ بندې ګړد وړد روبادال شول او په يغ بندې يې ډير ساخت توماتينه ولګاول چې ثابته ولائي يې نه شول. ۸پولوس دې خپل ځون دفاع وکړله او ويې ويل، ”مو نه دې يهوديونې دې شريعت په خلاف، نه مې دې بيت المقدس او نه مې دې بادشا په خلاف څه غلط کور کړائي دائي.“ ۹خو فستوس غوشتل چې يهوديون خواشول کو، بيا دې پولوس نه يې پشتنه وکړله، ”ايا ته غوړې چې يروشلم ته لوړ شې او دې دغې توماتينې په واجه چې دربندې لګيدلي دي په اغا ځوئي کې دې مو په حضور کې دې تو محکمه وشي؟“ ۱۰پولوس په ځاوب کې وويل، ”زه دا ويس دې بادشا په محکمه کې يعني اغا ځوئي کې چې بايد دې مو معامله په کې وچاليژي، ويلوړ يمه. توس ته شه ماليمه دو چې مو دې يهوديونې په خلاف څه جرم نه دائي کړائي. ۱۱که چيرې زه مجرم يمه او داسې کور مې کړائي وي چې دې مارګ دې سازو لائق ومه، نو دې مارګ نه نه تشتمه. خو که چيرې اغا توماتينه چې دې يهوديونې دې خو نه په مو لګيدلي دي رشتيا نه وي، بيا ايڅوک حق نه لري چې مو اغا ته په لوس ويرکو. زه بادشا ته غاراض کمه چې په خپله دا دې مو دې معاملې په حق کې پئصاله وکو.“ ۱۲بيا فستوس دې خپلې مشرونې سره دې مشورې کړلې نه دې ورستې په ځاوب کې وويل، ”دا چې تو بادشا ته غاراض کړائي دائي، نو بادشا ته و لوړ شې.“
پولوس دې اګريپاس او برنيکۍ په حضور کې
۱۳څو وريځې دې ورستې اګريپاس بادشا او دې يغ خور برنيکۍ قيصريې ته روغلل چې فستوس ته ار کلائي ويائي. ۱۴اغا دې څو وريځې دې پوره وولته پوتې شول، بيا فستوس دې پولوس معامله بادشا ته وير مخته کړله او ويې ويل، ”دولته يو ساړائي دائي چې فيليکس په زندان کې پريشائي دائي. ۱۵کله چې زه يروشلم ته لوړمه، بيا دې مشرونې امامونې او نورې يهودې مشرونې په يغ بندې توماتينه ولګاول او دې مو نه يې وغوشتل چې يغ ته سازو وير کمه. ۱۶خو مو اغا ته ځاوب ويرکه چې دا دې روميونې دود او دستور نه دائي چې يو توران ساړائي دا خپل دعويدورون ته په لوس ويرکو، تر يغه پره چې اغا دې خپلې دعويدورونې سره مخو مخ نه کو او اغا ته دا موقع نه کو وير چې دې لګاول شوي توماتينې په مخ کې دې خپل ځون دفاع وکو. ۱۷کله چې اغا دولته روغلل بيا مې ځانډ نه که او په بله وريځ په محکمه کې کشينوستمه او حکم مې وکه چې اغا روالي. ۱۸کله چې دې يغ دعويدورون چګ شول چې خبرې وکو، يغې نه شوائي کړلائي چې اغا په يغې جرمينه بندې چې دې مو په خيال کي هه نه وي، ګرام کو. ۱۹يغې دې خپل دين او دې يوه ساړي په حق کې چې عيسیٰ ناميژي او مړ شوائي دائي، دې نظير اختلاف لوره او پولوس دعویٰ کو چې اغا ژواندائي دائي. ۲۰زه زړه نه زړه ومه چې څرنګې دې دغې موضوع په حق کې څيړنه وکمه، بيا دې پولوس نه مې پشتنه وکړله چې ايا ته غوړې چې يروشلم ته لوړ شې او وولته دې معامله وڅيړله شي. ۲۱خو پولوس غوشتنه وکړله چې دې يغ پئصاله دا بادشا وکو، او تر اغې دې دائې نظير لوندې وسوتل شي. بيا مو امر وکه، ترڅو پره چې اغا بادشا ته لاژمه اغا دا باندي وسوتل شي.“ ۲۲اګريپاس فستوس ته وويل، ”زه غوړمه چې په خپله دې دغ ساړي خبرې ورومه.“فستوس ځاوب ويرکه، ”سابو و دې يغ خبرې ووروې.“
۲۳په بله وريځ اګريپاس او برنيکۍ په ډير شان او شوکت کې روغلل او دې افسرونې او دې شار دې مشرونې سره دربار ته نناواتل. بيا فستوس امر وکه او پولوس يې حاضر که. ۲۴بيا فستوس وويل، ”اې اګريپاس بادشا او ټولې حاضرينې! توس دا ساړائي وينئ چې ټول يهوديون که دولته دي او که په يروشلم کې دي، موته ځنې شکايات کړائي دائي. يغې سيرې واللې چې دا ساړائي بايد ژواندائي پوتې نه شي. ۲۵خو دې مو په نظير کې يغ څه داسې کور نه دائي کړائي چې دې مارګ سازو دا وير کړائي شي. څرنګې چې يغ خپل غاراض وکه چې بادشا دا دې يغ دې مسلې په حق کې پئصاله وکو، بيا مو پئصاله وکړه چې اغا روم ته ولاژمه. ۲۶خو دې يغ په حق کې دې مو سره څه خاص شائي نشته چې بادشا ته يې وليکمه. بيا اغا مې توس ټول او په خصوصي رانګ دې توسې اګريپاس بادشا حضور ته رواست، ترڅو دې يغ دې پئصالې تحقيقات ورستې وکړائي شمه اغا ته يو څه وليکمه. ۲۷دې ځکه چې دې مو په نظير کې دا خبره سامه نه دو چې يو باندي بغير څه جاواتې توماتينې نه بادشا ته ولاژمه.“