دوه ويشتام ساباق

 

۱ پولوس اغا ته وويل، ”اې دې مو يهودې وريڼې او پلورينې! زه چې ويس توس ته دې خپل ځون دې دفاع دې پوره څه يايمه، ورته غوژ شئ.“ ۲ کله چې يغې وورويدل چې پولوس په عبراني ژبه خبرې کو، بيا اغا نور هه غلي شول. بيا پولوس وويل: ۳ ”زه يهودي يمه او دې قيليقيې په ترسوس کې پئيدو شوائي يمه، خو دولته په يروشلم کې ستر شوائي يمه او دې غمالاييل شاګرد ومه. دې يغ نه مې په ډيرې ساختې طريقې سره زده کړل چې څرنګې دې خپلې نيکونې دې شريعت پيروي وکمه او په غيرات او شاوق سره مې دې خدائ خيذمات وکه لکه څرنګې يې چې توسې کئ. ۴ مو دې مارګ تر حده دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې ليارې پيرون ځوراول. شځې او نرون دوه سره و مې نيول او په زندان کې و مې اچاول. ۵ ستر امام او يهوديونې دې شورا ټول غړي کړلائي شي چې شائدي ويرکو چې زه رشتيا يايمه. يغې مو ته په دمشق کې دې يهودې وريڼې دې پوره رسمي خطينه روکړي وي. بيا زه دمشق ته لوړمه چې اغا خالک لوس تاړلي يروشلم ته رو والمه چې سازو ورته ويرکړل شي.

۶ کله چې زه په سفر راون ومه او دمشق ته نژدې شومه او دې غارمې وخت نژدې و، بيا بيځيه دې اسمون نه يوه غوټه رڼو دې مو خو او شو باله شوله. ۷ زه په منځکه رو ولويدلمه او يو ژاغ مې وور ويده چې ويل يې: ’ساؤله، ساؤله! ته ويلې مو ځاوره وې؟‘ ۸ مو پشتنه وکړه: ’اې تيشتنه، ته څوک يې؟‘ يغ ځاوب روکه: ’زه عيسیٰ ناصري يمه، يعني اغا څوک چې ته يې ځاوره وې.‘ ۹ دې مو ملګريې رڼوئي وليدله، خو چا چې دې مو سره خبرې کړلې دې يغ ژاغ يې نه وورويده. ۱۰ مو پشتنه وکړله: ’تيشتنه، زه څه وکمه؟‘ تيشتن روته وويل: ’چګ شه او دمشق ته لوړ شه. کله چې وولته وراسې، بيا په اغا ځوئي کې و دې يغې ټولې کورينې په حق کې چې دې تو دې پوره مقرار شوي دي، درته وويل شي.‘ ۱۱ زه دې يغې ساختې رڼو دې لوسه ړيند شوائي ومه، بيا ملګريې مې دې لوسه ونيولمه او دمشق ته يې بوتلمه.

۱۲ په اغا شار کې يو ساړائي پنډيده چې حنانيا نوميده چې يو پرهيزګورائي او په شريعت بندې ټينګ ويلوړ و او دې يغ ځوئي ټول يهوديونې دې يغ ډير قادر که. ۱۳ اغا روغائي، دې مو په څانګ کې وداريده او ويې ويل: ’اې ساؤله وروره، سترګې وغړوه.‘ په اغا ساعت کې زه سترګه وار شومه او اغا مې وليده. ۱۴ يغ وويل: ’دې ميژ دې نيکونې خدائ ته دې دغې دې پوره غوره کړائي يې چې دې يغ راضو وپيژانې، دې يغ نيک خيذمات ګور ووينې او دې يغ ژاغ دې يغ دې خپلې خولې نه ووروې. ۱۵ دې ځکه چې ته و دې ټولې خالکې دې پوره دې يغ شائد ګرځې او څه چې دې ليدلي او ارويدلي دي، دې يغې شائدي و ويرکاوې. ۱۶ ويس څه شي ته انتظار کې؟ چګيژه، بپتسمه ووخله او تيشتن ته داعو وکه چې ګونائينه دې وباخشل شي.‘

۱۷ کله چې زه واپس يروشلم ته روغلمه او په بيت المقدس کې مې داعو کړله، بيا رويا مې وليدله. ۱۸ په دا رويا کې مې تيشتن وليده چې روته ويل يې: ’زر شه او په مخ دې يروشلم نه لوړ شه، دې ځکه چې دې دغ شار خالک و دې مو په حق کې دې تو شائدي و نه ماني.‘ ۱۹ مو وويل: ’تيشتنه، اغا په دا شه پئيژي چې زه اغا ساړائي يمه چې دې تو ايماندورون و مې زندان ته اچاول او په ارا عبادتخانه کې و مې والل. ۲۰ کله چې دې تو شائد استيفان مړ شه، بيا زه وولته ويلوړ ومه او په داغا کور کې ورسره دې مو راضو وه او دې يغ دې قاتلونې دې چوغې سوتنه مې کړله.‘ ۲۱ بيا تيشتن روته وويل: ’لوړ شه، دې ځکه زه تو دې لرې ځايونې غير يهوديونې ته لاژمه.‘“

 

پولوس رسول او رومي افسر

۲۲ خالکې تر دغ ځوئي پره دې پولوس خبرې ته غوژ ونيوه، خو يغې سيرې شيرې کړلې، ”داسې ساړائي دې دغې دنيو نه ورک کئ! اغا دې دغې لائق نه دائي چې ژواندائي پوتې شي.“ ۲۳ يغې سيرې واللې، خپل ټکري يې په منځکه بوندې والل او خورې يې پورته ګړده ولې. ۲۴ رومي قوماندان امر وکه چې پولوس دې ننه نظامي قيلعې ته بوځئ او په کوړې يې ووايئ او پشتنه ځنې وکئ، چې دا ماليمه شي چې خالک ويلې دې يغ په خلاف داسې سيرې وائي. ۲۵ خو کله چې يغې پولوس وتوړه چې په کوړې يې ووائي، بيا پولوس دې يغ منصبدور نه چې په اغا ځوئي کې ويلوړ و، پشتنه وکړله، ”ايا توس ته قانون دا اجازات ديرکاوي چې يو رومي ساړائي چې جرم هه په ثابت شوائي نه وي، ووايئ؟“ ۲۶ کله چې يغ منصبدور دا خبره وورويدله، بيا قوماندان ته ويراغائي او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ته پئيژې چې څه کې؟ دا ساړائي خو رومي دائي.“ ۲۷ بيا قوماندان پولوس ته ويراغائي او پشتنه يې ځنې وکړله، ”موته ويايه چې ته رومي يې؟“ پولوس ځاوب ويرکه، ”اې.“ ۲۸ قوماندان وويل، ”مو په ډير چګ قيمت دا قوميت حاصل کړائي دائي.“ پولوس ورته وويل، ”خو زه رومي يمه، دې ځکه چې مور او پلور مې روميون دي.“ ۲۹ بيا کيمې عسکرې چې غوشتل چې دې پولوس نه پشتنه وکو، اغا يې زر پرياش او قوماندان هه وډور شه، دې ځکه اغا پوئي شه چې پولوس يو رومي ساړائي دائي او دې يغ په امر تاړل شوائي و.

 

پولوس دې شورا په مخکې

۳۰ په بله وريځ قوماندان وغوشتل چې په دا پوئي شي چې په کيم معقول داليل يهوديون په پولوس تومات لګاوي، بيا پولوس يې ازود که او مشرون امامون او ټوله شورا ته يې امر وکه چې سره روټول شئ. بيا يغ پولوس رو وسته او دې يغې په مخ کې يې ودروه.

Sorry, no results.
Please try another keyword