نيناسام ساباق
پولوس په افسيس کې
۱ کيم وخت چې اپولوس په قرنتوس کې و، بيا پولوس دې يغ ولايت دې داخلي سيمې نه تير شه او افسيس ته وراسيده او وولته دې څو ايماندورونې سره مخومخ شه. ۲ دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”کله چې توسې ايمون رواړ، بيا روح القدس مم تر لوسه که؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”نه، ميژ ليا خبر هه نه يې چې روح القدس شته.“ ۳ پولوس پشتنه وکړه، ”بيا توس ته کيم رانګ بپتسمه دير کړل شوه؟“ يغې په ځاوب کې وويل، ”دې يحيیٰ بپتسمه.“ ۴ پولوس وويل، ”يحيیٰ چې کيمه بپتسمه ويرکاوله، اغا دې ګونائينې نه دې توبې دې ياستلې ناخشه وه او خالک ته و يې ويل چې په اغا چا بندې ايمون رورئي چې په يغ نه دې ورستې روراون دائي يعني په عيسیٰ بندې ايمون رورئي.“ ۵ کله چې يغې دا وورويدل، بيا دې تيشتن عيسیٰ مسيح په نوم ورته بپتسمه ويرکړل شوه. ۶ کله چې پولوس دې يغې په سار بندې خپل لوس کشياش، بيا روح القدس په رو نازل شه او يغې په نورې ژبې بندې خبرې شيري کړلې او دې خدائ پيغام يې راسووه. ۷ اغا ټول خو او شو دولاس کاسون وي.
۸ پولوس تر درې مياشتې پره عبادتخانې ته تۀ او په زيړاورتيا سره و يې دې خالکې سره خبرې کړلې او دې خدائ دې بدشائي په حق کې و يې اغا ته داليل وييه او باحث و يې که چې اغا قايل کو. ۹ خو په اغا کې ځنې سار زوريې خالکې ايمون نه رواړ او دې عبادتخانې دې خالکې په مخ کې و يې دې تيشتن عيسیٰ مسيح ليار ته بد ويل. بيا پولوس دې يغې نه لوړ شه او شاګردون يې دې ځون سره بوتلل او ارا وريځ و يې دې تيرانوس دې غونډې په هال کې باحثينه کړل. ۱۰ دا کور تر دوې کولې پره راون و، ترڅو دې اسيا دې ولايت ټول پنډيدينکي يعني يهوديون او يونانيون دوې سارې دې تيشتن عيسیٰ پيغام ورويده.
دې اسکيوا زامن
۱۱ خدائ و دې پولوس په وسيله سترې سترې معجزې وشولې. ۱۲ خالکې و اغا ريمالينه او پيشباندينه چې دې پولوس په سيرات بندې والل شوي وي، وړل او اغا و يې دې بيمورونې په سيراتينه بندې والل او اغا و شه کيدل او پيريون و ځنې واتل. ۱۳ ځنې يهوديونې چې يو ځوئي او بل ځوئي و ګرځيدل، کوشش که چې دې تيشتن عيسیٰ په نوم پيريون وبوسي. يغې و پيريونې ته ويل، ”زه دې يغ عيسیٰ په نوم چې پولوس يې تعليم کو، امر کمه چې رو ووځه.“ ۱۴ دې يهودې ستر امام اسکيوا اووه زامنې و دا کور که. ۱۵ خو يوه وريځ پيري اغا ته ځاوب ويرکه، ”زه عيسیٰ پيژانمه او دې پولوس په حق کې مې هه ارويدلي دي، خو توسې څوک يئ؟“ ۱۶ بيا اغي پيريونې نيولي ساړي په اغا وير ټوپ کړل او اغا ټول يې په پشې لوندې کړل او دامره يې ووالل چې دې يغ کير نه لاغاړ او زخمي شوي وتشتيدل. ۱۷ کله چې دې افسيس ټول پنډيدينکي يهوديون او يونانيون دې دغې پيشې نه خبر شول، بيا په اغا ټول بندې ډور روغائي او دې تيشتن عيسیٰ نوم نور هه سار لوړائي شه. ۱۸ ډيرې خالکې چې ايمون يې روړائي و، روغلل او دا يې ومنل چې يغې جادو کړله. ۱۹ ډيرې جادوګرانې خپل د جادوګرۍ کيتوبينه روټول کړل او د خالکې په مخکې يې وسيځل. کله چې يغې دې کيتوبې قيماتينه ايثوب کړل، بيا دې يغې قيمت پنځوس زره دې سپينې زارې سيکې شولې. ۲۰ په داغا رانګ دې تيشتن عيسیٰ پيغام ړانګيده او په خالک يې ډير اثر که.
په افسيس کې شور او غاوغو
۲۱ په دا ټولې پيشې نه دې ورستې پولوس دې روح القدس په ليار وشونه پئصاله وکړله چې مقدونيې او سويلي يونان ته سفر وکو او دې ورستې بيا يروشلم ته لوړ شي. يغ وويل، ”اغې ځوئي ته په تلل نه دې ورستې بايد دې روم شار هه ووينمه.“ ۲۲ يغ خپل دوه ملګري يعني تيموتاوس او اراستوس مقدونيې ته ولاژل او په خپله دې يو څه وخت دې پوره دې اسيا په ولايت کې پوتې شه.
۲۳ په دا وخت کې دې تيشتن عيسیٰ دې ليارې دې اماله ساخت شور او غاوغو پئيدو شوله. ۲۴ وولته دې ديميتريوس په نوم يو زرګار و چې دې ارتيميسې دې بت دې عبادت ځوئي دې سپينې زارې نمونې و يې جوړاولې او په داغا رانګ و يې دې کساب ګرې دې پوره يو شه او ګاټه وار کاروبار بروبار کړائي و. ۲۵ بيا ديميتريوس دې يغې او دې يغې په رانګ کساب ګر روټول کړل او ورته ويې ويل، ”اې ملګريې، توس پئيژئي چې ميژ دې دغ کاروبار نه شه ګاټه تر لوسه کاوي. ۲۶ لکه څرنګې چې توسې وينئ او وور وائي چې دغې پولوس خالي په افسيس کې نه، بلکې دې اسيا په ټول ولايت کې ګاڼ شمير خالک په خپلې خبرې ځون ته رو اړاولي او بې ليارې کړي يې دي. اغا يائي چې دې انسان په لوس جوړ شوي خدايون بلکل خدايون نه دي. ۲۷ بيا دا خاطره شته چې نه خالي دا چې دې ميژ کاروبار و بادنوم شي، بلکې دې دغې خاطره هه شته چې دې ستر خدائ ارتيميسې دې عبادت ځوئي و هه بې اعتباره شي او دې يغ شان او شوکت چې په اسيا او په ټوله دنيو کې ورته عبادت شي، هه دې ميانځه لوړ شي.“
۲۸ کله چې يغې دا خبرې وورويدلې، بيا ډير په قهر شول او سيرې يې واللې، ”ستر ولائي دائي دې افسيسيانې ارتيميسه!“ ۲۹ په ټول شار کې شور او غاوغو پئيدو شوله. خالکې ګايوس او ارسترخوس چې دې مقدونيې نه وي او دې پولوس دې سفر ملګري وي، ونيول او په څکاول څکاول يې دې شار دې جرګې ځوئي ته يوړل. ۳۰ پولوس غوشتل چې دې ننه وير شي او دې خالکې سره خبرې وکو، خو ايماندورونې اغا نه پرياش. ۳۱ دې دغې ولايت ځنې واکمنونې چې دې پولوس ملګري وي هه اغا ته پيغام وير ولوژه او اغا ته يې مينات وکه چې دې غونډې ځوئي ته لوړ نه شي. ۳۲ په داغا وخت کې په غونډه کې ګاډواډي شوله او ځنې و په سيرې سيرې يو څه او ځنې و بل څه ويل، دې ځکه چې په اغا کې ډير خالک په دا هه نه پئيدل چې دې څه دې پوره دولته روټول شوي دي. ۳۳ ځنې يهودې مشرونې دې سکندر په نوم ساړائي دې خالکې ګاڼې ګيڼې مخ ته وير پورې وويه او اغا ته وويل چې يو څه بايد ويائي. يغ په خپل لوس اشاره وکړله چې خالک غلي شي او کوشش يې وکه چې کيم څه چې شوي وي، اغا بيان کو. ۳۴ خو کله چې خالک پوئي شه چې سکندر يهودي دائي، بيا ټولې په يوه ژاغ دوې ګينټې سيرې وواللې، ”لويه دو دې افسيسيانو خدائ ارتيميسه!“
۳۵ په اخير کې مشر ناظم خالک غلي کړل او ويې ويل، ”اې دې افسيس خالکې، ټول ته ماليمه دو چې دې افسيس شار دې ستر ارتيميسې دې عبادت ځوئي او دې يغې سپيڅليې تيژې سوتينکي دي چې دې اسمون نه رولويدلې دو. ۳۶ بيا څرنګې چې ايڅوک هه دې دغې اقيقاتينې نه انکار نه شي کړلائي، توس بايد غلي شئ او په بيړه کې څه کور ونه کئ. ۳۷ دا خالک چې توسې دولته رو واستلي دي يغې نه دې عبادت دې ځوئي نه غلا کړيې دو او نه يې دې ميژ خدائ ارتيميسې ته کفر ويلائي دائي. ۳۸ که چيرې ديميتريوس او دې يغ نور کساب ګرون دې يغې په خلاف دعویٰ چلاول غوړي، بيا دې محکمې دروزې خلوصې دي او قاضيون هه شته، نو اغا کړلائي شي چې په يو بل بندې دعویٰ وکو. ۳۹ که توسې نور څه غوړئي، بيا دې يغې په حق کې دا په يوه رسمي جرګه کې پئصاله وشي. ۴۰ دې ځکه چې دا خاطره شته چې ميژ دې نن وريځې دې شور او غاوغو په خاطر تورن شي او دې دغې ګاډ واډئي دې پوره کيمه بونه نشته او ميژ و نه وشي کړلائي چې دې دغې دې پوره څه سام داليل مخته کي.“ ۴۱ کله چې يغ دا خبره وکړله بيا دې غونډې خالک يې ريخصات کړل.