څوارلاسام ساباق

 

پولوس او برناباس په قونيه کې زرائي ړانګاوي

۱ په داغا رانګ په قونيه کې پولوس او برناباس دې يهوديونې عبادتخانې ته ويراغلل او داسې خبرې يې وکړلې چې زيوت شمير يهوديونې او غير يهوديونې ايمون رواړ. ۲ خو يغې يهوديونې چې ايمون يې نه و روړائي، غير يهوديون ته شيمات وکه او دې يغې ذهنينه يې دې ايماندورونې په مخ کې خاروپ کړل. ۳ بيا پولوس او برناباس دې وژده وخت دې پوره وولته پوتې شول او په زيړاور توب سره يې دې تيشتن عيسیٰ په حق کې خبرې کړلې. تيشتن عيسیٰ اغا ته دې حيروناوينکي کورينې او معجزې دې وشولې قدرات ويرکه او ثابته يې کړله چې دې يغې پيغام دې يغ دې فاضل په حق کې رشتيا و. ۴ خو دې شار خالک په دوې ډالې وويشل شول: ځنې دې يهوديونې په طاراپ او ځنې دې رسولونې په طاراپ شول. ۵ بيا ځنې غير يهوديونې او يهوديونې دې خپلې مشرونې سره يو ځوئي دا پريکړه وکړله چې رسولون وځاوره وي او سنګسار يې کو. ۶ کله چې رسولون دې دغې نه خبر شول، بيا دې ليکاونيا دې لستره او دربې شارينه او خو او شو سيمې ته وتشتيدل. ۷ وولته دئ دې زري رساولې ته داوام ويرکه.

 

په لستره کې شيال ساړي ته شفا ويرکاول

۸ په لستره کې يو ساړائي و چې دې مور نه شيال پئيدو شوائي و او ايڅ کله په خپلې پشې نه و ګرځيدلائي. ۹ اغا وولته نوست وه او دې پولوس خبرې ته يې غوژ نيولائي و. پولوس يغ ته ځير سره کاتل او ويې ليدل چې اغا په دا بندې ايمون لري چې روغ و شي، ۱۰ بيا په چګ ژاغ يې اغا ته وويل، ”په خپلې پشې بندې سام وداره.“ اغا ساړائي زر چګ شه او په ګرځاول يې شيري وکړله. ۱۱ کله چې خالکې دې پولوس دا کور وليده، بيا په خپله ليکاونيايي ژبه يې سيرې والې، ”خدايون دې انسانونې په څيره کې ميژ ته رو کيز شوي دي.“ ۱۲ دئ برناباس دې مشتري*** او پولوس يې دې عطارد په نوم يود که، دې ځکه چې پولوس دې يغې مشر وينکائي و. ۱۳ دې مشتري امام چې دې عبادت ځوئي يې شار ته مخومخ و، دې شار دروزې ته غويون رواستل او دې ګولينې اميلينه يې روړل، ځکه چې ده او دې شار خالکې غوشتل چې برناباس او پولوس ته قربانئ وکو.

۱۴ کله چې رسولون يعني برناباس او پولوس دې دغې نه خبر شول، بيا خپلې جومې يې بژا کړلې او دې خالکې ميانځ ته يې منډه کړل او سيرې يې واللې: ۱۵ ”اې خالکې! توس ويلې داسې کور کئ؟ ميژ هه دې توسې په رانګ انسانون يي. ميژ دې توسې دې پوره يو زرائي لري، ترڅو دې دغې بې ګاټې شايونې نه لوس ووخلئ او ژواندي خدائ ته رو وګرځئ چې اسمون، منځکه، دريوبينه او ار څه چې په اغا کې دي پئيدو کړي دي. ۱۶ په تيرې زمونې کې خدائ ټول قومينه پرې شول چې څه ورته شه ليده شي اغا کور دا وکو. ۱۷ خو بيا هه يغ ار وخت په خپل نيک کورينه سره خپل شتون ثابت کړائي دائي، يعني اغا په توس بندې دې اسمون نه بارون وراوي او په خپل موسم کې فاصلينه ديرکاوي. اغا توس ته پريمونه خواروک هه ديرکاوي او دې توسې زړينه دې خواشولئ نه ډاکه وي.“ ۱۸ په دا خبرې رسولونې په ساختئ سره وکړائي شول چې خالک دې قربانئ کړلې نه مانې کو.

۱۹ بيا دې انطاکيې او قونيې نه ځنې يهوديون روغلل او خالک يې خپل طرفدورون کړل او پولوس يې سنګسار که. يغې فکر که چې مړ دائي، بيا په څکاول يې دې شار نه دې ورچانې ويوسته. ۲۰ خو کله چې ايماندورون دې پولوس په خو او شو روټول شول، بيا اغا رو چګ شه او په څټ شار ته لوړ شه او بله وريځ اغا دې برناباس سره دربې ته لوړ شه.

 

دې پيسيديه انطاکيې ته دې پولوس او برناباس په څټ روتلل

۲۱ کله چې پولوس او برناباس په دربه کې زرائي ارووه، بيا ډير خالک يې دې عيسیٰ ليارتلينکي کړل. بيا اغا په څټ لسترې، قونيې او انطاکيې ته لوړل. ۲۲ يغې دې ايماندورونې زړينه کلاکه ول او اغا يې اڅاول چې په خپل ايمون کې ټينګ پوتې شي او اغا ته و يې ويل چې دې خدائ بدشائي ته دې وير نناواتلې دې پوره بايد ډير تکليفينه وزغمئ. ۲۳ پولوس او برناباس په اره کليسا کې مشرون وټاکل او په داعو کړلې او روژې نيولې يې اغا تيشتن عيسیٰ ته وير وسپورل چې ايمون يې په رو وړائي و.

۲۴ بيا اغا دې پيسيديې نه تير شول او پمفيليې ته روغلل. ۲۵ کله چې دئ په پرجه کې دې خدائ کلام ووروه وه، نو بيا اتاليې ته لوړل. ۲۶ دې يغ ځوئي نه په کشتئ کې په څټ انطاکيې ته لوړل يعني اغا ځوئي ته چې دئ په کې دې اغي چارې دې سار ته راساولې دې پوره دې خدائ فاضل ته وسپورل شول چې ويس يې سار ته وراساوله.

۲۷ کله چې اغا انطاکيې ته وراسيدل، بيا دې کليسې خالک يې روټول که او اغا يې دې يغې کورينې نه خبر کړل چې خدائ دې يغې په وسيله سار ته راساولي وي او داغا چې خدائ څرنګې غير يهوديون ته دې ايمون روړلې دې پوره ليار خلوصه کړيې وه. ۲۸ برناباس او پولوس وولته دې ډير وخت دې پوره دې ايماندورونې سره پوتې شول.

Sorry, no results.
Please try another keyword