دولاسام ساباق
دې يعقوب مړه ول او دې پطروس باندي کيدل
۱په اغا وخت کې هيروديس بادشا دې کليسې دې ځنې غړيې په ځاوره ولې بندې شيري وکړله. ۲يغ دې يوحنا ورور يعقوب په تيره بندې مړ که. ۳کله چې هيروديس وليدل چې يهوديون په دا کور خواشول شول، بيا پطروس يې هه ونيوه. دا کور دې پاطيرې دې ماړئي دې اختر په وريځ کې وشه. ۴کله چې يغ پطروس ونيوه، بيا په زندان کې يې واچوه او اغا يې څالور ټولي ته چې په ار يو کې څالور څالور عسکر وي، وسپوره چې سوتنه يې وکو. هيروديس دې دغې نيات لوره چې دې فسحې دې اختر نه دې ورستې اغا دې ټولې خالکې په مخ کې محکمه کو. ۵بيا پطروس يې په زندان کې وسوته، خو ايماندورونې دې زړه دې ميانځ نه دې يغ دې پوره خدائ ته داعوګونې کړلې.
پطروس دې زندان نه خلوصيژي
۶يوه شپه مخ ته چې هيروديس غوشتل چې پطروس دې محکمې دې پوره روالي، پطروس دې دوې عسکرې په ميانځ کې په دوا زنځيرينه تاړلائي وود پروت و او سوتينکيې دې زندان په دروزه کې چوکيداره کړله. ۷بيځيه دې تيشتن فرشته رو شکاره شوله او په کوټه کې رڼو باله شوله. فرشتې دې پطروس ايژه وخيزاوله او اغا يې رو ويش که او ورته ويې ويل، ”زر شه، چګيژه.“په مخ دې پطروس دې لوسې نه زنځيرينه ولويدل. ۸بيا فرشتې يغ ته وويل، ”ملا دې وتړه او څاپلئ دې په پشې که.“پطروس هه داسې وکړل. بيا فرشتې يغ ته وويل، ”خپله چوپانه دې وغنده او په مو پسې روڅه.“ ۹پطروس رو ووته او په اغا پسې راون شه. اغا نه پئيده چې دا ار څه رشتيا دي، دې ځکه چې يغ فکر که چې رويا ويني. ۱۰دئ په اوالينئ او په دومې چوکئ تير شول او دې يسپنې اغا دروزه ته وراسيدل چې دې شار خو ته واتليې وه. دروزه په خپله خلوصه شوله او اغا دې ورچانې رو وواتل. اغا په يوه چيله کې راون وي او بيځيه فرشته دې پطروس دې سترګې نه ورکه شوله. ۱۱بيا پطروس په هوش کې روغائي او ويې ويل، ”ويس پيره يقين لارمه چې تيشتن خپله فرشته رو ولاژله او زه يې دې هيروديس او دې يغ څه نه چې يهوديونې يې تامه لارله، خلوص کړمه.“
۱۲کله چې اغا پوئي شه، بيا اغا دې مريم کور ته لوړ شه چې دې يوحنا مرقوس مور وه. وولته زيوت شمير خالک دې داعو دې پوره روټول شوي وي. ۱۳کله چې پطروس دې کور دروزه وټکاوله، بيا دې رودا په نوم يوه وينځه روغله چې دروزه خلوصه کو. ۱۴يغې دې پطروس ژاغ وور ويده او دامره خواشوله شوله چې دې دغې په ځوئي چې دروزه ورته خلوصه کو، يغې په څټ دې ننه منډه کړل او اغا يې خبر کړل چې پطروس دې ورچانې په دروزه کې ويلوړ دائي. ۱۵يغې ورته وويل، ”ته ليوانائي شويې يې.“خو اغا په خپله خبره بندې ټينګه ويلوړه وه چې داسې دو. بيا يغې وويل، ”دا و دې يغ فرشتهوي!“ ۱۶خو پطروس پله پسې دروزه ټکاوله او کله چې يغې دروزه خلوصه کړله او اغا يې وليده، بيا حيرون پوتې شول. ۱۷خو پطروس دې لوس په اشاره اغا ته وويل چې غلي شئ او دئ ته يې دا کيسه وکړله چې تيشتن څرنګې دائي زندان نه رو ويوسته. يغ وويل چې يعقوب او نور ايماندورون دې دغې نه خبر کئ. بيا اغا راون شه او بل ځوئي ته لوړ شه.
۱۸کله چې ګائيز شه، بيا اغا سوتينکي عسکر ډير وور خاطو شول چې په پطروس بندې څه وشول. ۱۹هيروديس امر وکه چې پطروس وغوړئي، خو اغا يې مينده نه که. يغ دې سوتينکيې نه پشتنې وکړلې او دې يغې دې اعدام حکم يې وکه. په اغا نه دې ورستې هيروديس دې يهوديې نه لوړ شه او دې څه وخت دې پوره په قيصريه کې پوتې شه.
دې هيروديس مارګ
۲۰هيروديس دې صور او صيدون په خالک ډير په قهر و. اغا سره روټول شول او يغ ته ويراغلل. اوال يغې بلاستوس چې دې بادشا دې موڼئ ناظر و، په دا روضي که چې دې يغې سره و مراسته وکو. بيا اغا دې هيروديس نه وغوشتل چې روغا جوړه ورسره وکو، دې ځکه چې دې دئ وطن ته دې خواروک شايون دې هيروديس بادشا دې وطن نه روتلل. ۲۱بيا په يوه ټاکلي وريځ هيروديس خپلې دې بدشايئ جومې وغاستلې، په تخت بندې کشينوسته او اغا ته يې وئينو شيري کړله. ۲۲خالکې سيرې واللې، ”دا دې خدائ ژاغ دائي، نه دې انسان.“ ۲۳په مخ دې تيشتن فرشتې هيروديس وويه، ځکه چې کيم جلال چې بايد خدائ ته وير کړائي شوائي وائي، يغ خپل ځون ته ويرکه. اغا بيمور شه، چمجئ وخوړ او مړ شه.
۲۴خو په داغا وخت کې دې خدائ کلام ړانګيده او ډير خالک ايماندورون شول. ۲۵بيا برناباس او ساؤل خپله چار سار ته وراساوله او دې يروشلم نه په څټ انطاکيې ته روغلل او دې ځون سره يې يوحنا چې بل نوم يې مرقوس و، بوته.