اووتام ساباق

 

۱ ساؤل دې يغې کاسونې نه و چې دې استيفان په مارګ بندې روضي و.

ساؤل ايماندورون ځوراوي

په اغا وريځ په يروشلم کې دې ايماندورونې ساخته ځوراونه شيري شوله او دې رسولونې نه وره ټول ايماندورون دې يهوديې او سامريې خو او شو سيمې ته خوره ووره شول. ۲ ځنې پاريز ګورائي خالک روغائي او استيفان يې شاخ که او په اغا بندې يې ډير وير وکه.

۳ خو ساؤل کوشش که چې کليسا ړانګه کو. اغا کير په کير ګرځيده او شځې او نرون و يې دې کيره روياستل او په زندان کې و يې اچاول.

 

په سامريه کې زرائي رسول

۴ خو اغا ايماندورون چې اره خو ته خوره ووره شوي وي، ار چيرته چې تلل دې عيسیٰ په حق کې يې پيغام اروو وه. ۵ فيليپوس دې سامريې يو شار ته لوړ شه او خالک ته يې دې مسيح په حق کې تبليغ وکه. ۶ کله چې ګاڼ شمير خالکې دې فيليپوس خبرې وورويدلې او اغا معجزې چې يغ وشولې وليدلې، بيا ټولې دې يغ خبرې ته په غور سره غوژ ونيوه. ۷ دې ډيرې خالکې نه چې پيريونې نيولي وي، پيريون په چيغې چيغې روواتل او ډير شيال او ګوډ خالک روغيدل. ۸ بيا په اغا شار کې ستره خواشولي وه.

۹ خو په اغا شار کې دې شمعون په نوم يو ساړائي پنډيده چې دې يوه څه وخت نه يې دې سامريې خالک دې خپلې جادو په زور حيرون کړي وي او دعوه يې کړله چې اغا يو ستر ساړائي دائي. ۱۰ دې ټولې طبقې خالکې يعني سترې او واړيکي دې يغ خبرې ته په غور غوژ نيوو او ويل يې، ”دا ساړائي دې خدائ  اغا قدرات دائي چې ورته ستر قدرات يائي.“ ۱۱ يغې ځکه دې يغ خبرې ته په غور غوژ نيوه چې دې ډيره وخته پورې يې دئ دې خپلې جادو په زور حيرون کړي وي. ۱۲ خو کله چې يغې دې فيليپوس په اغا زري بندې ايمون رواړ چې دې خدائ دې بدشايئ او دې عيسیٰ مسيح په حق يې وور واوه، بيا نر او شځې دوې سارې بپتسمه وخاستله. ۱۳ تر دغې پوره چې په خپله شمعون هه ايمون رواړ، بپتسمه يې وخاستله او په اغا نه دې ورستې اغا ار وه وخت دې فيليپوس سره وه. کله چې يغ دې فيليپوس ستر او حيروناوينکي کورينه او معجزې چې يغ وشوليې وې وليدلې، بيا حيرون پوتې شه.

۱۴ کله چې په يروشلم کې رسولون خبر شول چې سامريونې دې خدائ پيغام مانلائي دائي، بيا يغې پطروس او يوحنا وير ولاژل. ۱۵ کله چې دئ اغا ځوئي ته وراسيدل، بيا دې يغې نويې ايماندورونې دې پوره يې داعو وکړله چې روح القدس په دئ نازل شي. ۱۶ ځکه چې دئ ګوشيې دې تيشتن عيسیٰ په نوم بپتسمه وخستيې وه او دې دغ وخت پره ليا دې يغې نه په ايچا بندې روح القدس نازل شوائي نه و. ۱۷ بيا پطروس او يوحنا په اغا بندې لوسينه کشيشول او يغې روح القدس تر لوسه که. ۱۸ کله چې شمعون وليدل چې دې رسولونې دې لوس په کشيشولې روح القدس وير کړائي کيژي، بيا يغ پطروس او يوحنا ته پائسې وير مخته کړلې ۱۹ او ويې ويل، ”دا اختيار مو ته هه روکه چې زه په چا بندې لوس کشيژ دمه او روح القدس په نازل شي.“ ۲۰ خو پطروس ځاوب ويرکه، ”دې تو پائسې دا دې تو سره يو ځوئي تباه شي، ځکه تو فکر که چې دې خدائ نعمت په پائسې وخاستل کيژي. ۲۱ په دا کور کې دې تو نصيب او برخه نشته، ځکه چې دې تو زړه دې خدائ په نظير کې سام نه دائي. ۲۲ بيا دې خپلې بدې کورينې نه توبه وکوژه او تيشتن ته داعو وکه، کيدائي شي چې اغا تو دې دغې بدې خيالې په خاطر چې په زړه کې يې لرې، وباخشي. ۲۳ زه وينمه چې دې تو زړه ساخت دې کينې نه ډاک دائي او دې ګناه غلام يې.“ ۲۴ شمعون پطروس او يوحنا ته په ځاوب کې وويل، ”دې مو په خاطر تيشتن ته داعو وکئ چې څه چې توسې وويل اغا په مو بندې رو نشي.“

۲۵ کله چې پطروس او يوحنا دې تيشتن عيسیٰ په حق کې شائدي ويرکړله او دې يغ پيغام يې اعلان که، بيا په څټ يروشلم ته لوړل او په ليار کې يې دې سامريې ډير کلي ته زرائي وراساوه.

 

فيليپوس او ايتوپيايي خاصي مامور

۲۶ بيا دې تيشتن فرشتې فيليپوس ته وويل، ”چګ شه او دې جنوب خو ته په اغا ليار لوړ شه چې دې يروشلم نه غزې ته تلليې دو.“ (دا دې بيابون يوه ليار دو.) ۲۷ فيليپوس چګ شه او راون شه. يغ په ليار کې دې يوه ايتوپيايي سره چې خاصي شوائي وه او دې ايتوپيا دې کندکې دې ملکې دې دربار دې ټولې خزونې ستر مامور و، مخومخ شه. اغا مامور يروشلم ته دې عبادت دې پوره روغلائي و ۲۸ او ويس په څټ خپل کير ته راون و. اغا په خپله ريړئ کې نوست و او دې اشعيا پيغمبر کيتوب يې وييه. ۲۹ روح القدس فيليپوس ته وويل، ”لوړ شه او اغا ريړئ ته وير نژدې شه.“ ۳۰ بيا فيليپوس دې يغ خو ته وير منډه کړل او يغ وورويدل چې اغا ساړائي دې اشعيا پيغمبر کيتوب يائي. بيا پشتنه يې ځنې وکړله، ”ته چې څه يائې په اغا بندې پئيژې؟“ ۳۱ يغ ځاوب ويرکه، ”ترڅو پره يې چې څوک روته تشريح نه کو زه په څرنګې پئيدلائي شمه؟“ بيا يغ دې فيليپوس نه وغوشتل چې ريړئ ته وير لاک شي او دې يغ سره کشيني. ۳۲ يغ چې دې خدائ دې کلام کيمه برخه ويله اغا دا وه:

”اغا ساړائي دې يغ وري په رانګ و چې الولاول ته واړل کيژي او دې يغ وري په رانګ و چې دې کالاوينکي په مخ کې غلائي وي بيا داسې يغ دې خولې نه يوه خبره هه نه ياستله. ۳۳ اغا سپک کړائي شه او انصاف ورسره نه وه شه. څوک کړلائي شي چې دې يغ دې الودې په حق کې خبرې وکو، ځکه چې دې يغ ژوند دې منځکې په مخ اخير ته وراسيده.“

۳۴ يغ مامور فيليپوس ته وويل، ”زه درته سول کمه، مو ته ويايه چې پيغمبر دولته دې چا په حق کي خبرې کو؟ دې خپل ځون په حق کې ليا دې بل چا په حق کې؟“ ۳۵ بيا فيليپوس دې خدائ دې کلام دې يغې برخې نه شيري وکړله او يغ ته يې دې عيسیٰ په حق کې زرائي وور ووه. ۳۶ څرنګې چې دئ په ليار راون وي، بيا يوه داسې ځوئي ته وراسيدل چې وولته يبه وې او يغ مامور وويل، ”کسه چې دولته يبه شته، بيا څه شائي دې مو دې بپتسمې وخاستلې مخه نيولائي شي؟“ ۳۷ [فيليپوس وويل، ”که چيرې ته دې زړه نه ايمون رورې، بيا کړائي شې.“ يغ ځاوب ويرکه، ”زه ايمون لارمه چې عيسیٰ مسيح دې خدائ زيائي دائي.“] ۳۸ بيا يغې مامور امر وکه چې ګاډائي وداروي. فيليپوس او اغا دواسره يبه ته ويرکيز شول او فيليپوس يغ ته بپتسمه ويرکړله. ۳۹ کله چې دئ دواسره دې يبې نه رو وواتل، بيا دې تيشتن روح فيليپوس بوته او اغا مامور نور فيليپوس ونه ليده او په خواشولي سره په خپله ليار راون شه. ۴۰ خو فيليپوس پوئي شه چې زه دې اشدود په شار کې يمه. اغا په ټول شارينه کې ګرځيده او زرائي يې ويرکاوه، ترڅو قيصريې ته وراسيده.

Sorry, no results.
Please try another keyword