شپيژام ساباق
۱ دې خدائ دې ملګري په رانګ ميژ دې توس نه غوشتنه کي چې دې خدائ کيم فاضل چې توس يې تر لوسه کاوئي، اغا بې ګټې نه شي. ۲ دې ځکه چې خدائ ويائي:
”په سام وخت کې چې دې ژغورنې وريځ دو
زه و ورومه دې تو سيرې دې مدد دې پوره
وکسئ، ويس دې توس دې پوره دې خدائ دې مهربونئ وخت روغلئ دائي او نن دې خلوصين وريځ دو.“
پولوس ستونزې او تکليفينه زغمي
۳ ميژ دې ايچا په ليار کې خانډ نه جوړه وي، ترڅو دې ميژ په چارې کې کيمه غلاطي او نقص پئيدو نه شي. ۴ بلکې دې خدائ دې خيذماتګورونې په رانګ ميژ په ټولې چارې کې دا وشائي چې ميژ په ډير صابر سره ستونزې، ساختئ، مصيبتينه، ۵ والل ټکاول، بندي کيدل، ګډوډي، زحمتينه، بې خوبي، لوژه او تنده زغمي. ۶ ميژ خپل ځونينه په پوکئ، پويا، صابر، مهربونئ، دې روح القدس په وسيله او بې ريا مينې سره ثابتوي. ۷ ميژ رشتينئ پيغام ويرکاوي او دې خدائ قدرات په ميژ کې کور کو. ميژ په خپل شي لوس او ګڅ لوس کې صداقت لکه دې وسلې په رانګ نيولائي دائي. ۸ که دې ميژ عزت کيژي ليا بې عزتي او که دې ميژ سپکاوائي کيژي ليا ستوينه، خو ميژ دې خدائ خيذمات کي. دئ ميژ غلطاوينکي ګڼي، خو ميژ رشتيا ويائي. ۹ که ميژ ناپيژاندل شوي يي، خو بيا هه مشهور يي. که دې مارګ په حال کې يي، خو بيا هه ژواندي يي. که والل کيژي، خو ويژنل کيژي نه. ۱۰ که څه هه ميژ غمجن يي، خو ار وخت خواشول يي. ميژ غريبون يي، خو ډير خالک دولات مند کوي. ميژ ايڅ نه لري، خو دې ار څه خاوندون يي.
۱۱ اې دې قرنتوس دې شار ايماندورې! ميژ توس ته شکاره او صفا خبرې وکړې. ميژ دې زړه دې تاله دې توس سره مينه لري. ۱۲ ميژ دې توس سره داسې سلوک نه کي چې کنه ميژ دې توس سره مينه نه کي، بلکې توس دې ميژ سره داس سلوک کئ لکه دې ميژ سره چې مينه نه لرئ. ۱۳ ويس زه دې توس سره داس خبرې کمه لکه دې خپلې الودينې سره يې چې کمه، بيا توس هه دې ميژ په رانګ ميژ ته په خپل زړينه کې ځوئي روکئ.
دې ژواندي خدائ کير
۱۴ دې يغې خالکې سره دې يو مټکش لوندې مه څئ چې په مسيح بندې ايمون نه لري. دې ځکه څرنګې کيدائي شي چې نيکي دې بدي سره ملګري شي؟ دا څرنګې کيدائي شي چې رڼو دا دې تيارې سره يو ځوئي پنډيژي. ۱۵ مسيح او شيطون څرنګې په خپله کې سره جوړ روتلئ شي؟ ليا يو ايماندور دې يوه بې ايمونه سره څرنګې ملګرتيا لرلئ شي؟ ۱۶ دې خدائ دې کير او بتونې ترميانځ څرنګې اتفاق او يوولئ روميانځ ته کيدائي شي؟ دې ځکه چې ميژ دې ژواندي خدائ کير يي، لکه څرنګې چې خدائ ويلي دي:
زه و دې يغې په ميانځ کې خپل دې پنډاولې ځوئ جوړ کمه او زه و دې يغې په ميانځ کې پنډيژمه، زه و دې يغې خدائ ومه او اغا و دې مو قوم وي.
۱۷ دې دغ اماله تيشتن يائي:
توس دې بې ايمونه خالکې دې ميانځ نه رووځئ او دې يغې نه خپل ځونينه ګوشي کئ. دې يغې ناپوکې شايون ته لوس مه ويرئي، بيا زه و توس قابيل کمه.
۱۸ مطلق قادر تيشتن ويائي:
زه و دې توسې پلور ومه او توس و دې مو زامن او دې مو ليڼه وئ.