څوارلاسام ساباق

 

دې خدائ پيغام راساول او په روحاني ژبې بندې خبرې کړل

۱ دې مينې ليار خپله کئ او په شوق سره دې روحاني نعمتينې غوشتينکي ګرځئ، په خاص رانګ دې خدائ دې پيغام رساولې نعمت. ۲ دې ځکه څوک چې په نااشنا ژبې خبرې کو، بيا اغا دې نورې خالکې سره نه، بلکې دې خدائ سره خبرې کو او بل څوک دې يغ په خبرې نه پئيژي، دې ځکه چې اغا دې روح القدس په وسيله دې پټ راز خبرې کو. ۳ خو څوک چې دې خدائ پيغام رساوي، بيا دې نورې دې طاقتور کاولې او اڅاولې او ډاډګيرنې دې پوره خبرې کو. ۴ څوک چې په نااشنا ژبې خبرې کو، بيا اغا خپل ځون ته ګاټه رساوي، خو څوک چې دې خدائ پيغام رساوي، اغا کليسا ته ګاټه رساوي.

۵ زه غوړمه چې توس په نااشنا ژبې خبرې وکئ، خو په دا نه زيوت زه غوړمه چې توس دې خدائ پيغام وراساوئي. څوک چې دې خدائ پيغام رساوي، اغا په يغ چا نه چې په نااشنا ژبې خبرې کو ډير شه دائي، خو دا چې څوک وکړائي شي دې يغ خبرې ترجيمه او تفسير کو ترڅو کليسا طاقتوره شي. ۶بيا اې خوانديې او وريڼې! که چيرې زه توس ته دير شمه او په نااشنا ژبې خبرې وکمه، بيا توس ته يې څه ګاټه دو؟ خو که چيرې زه توس ته دې خدائ دې طرفه يو کشف ليا علم او پويا، پيغام ليا تعليم دير وراساومه، دا و ګټور وي.

۷ حتي که چيرې دې موسيقئ سامان لکه دروائي او ربوب که په صفا او جاوات رانګ ونه ژغاول شي، بيا ارويدينکي و دې يغې په سوز او تال بندې څرنګې پوئي شي؟ ۸ که چيرې دې سيروڼي اووز صفا نه وي، بيا يو فوجي و څرنګې خپل ځون جنګ ته تايور کو؟ ۹ په دغ رانګ که چيرې دې توسې خبرې صفا او روشانه نه وي، بيا و بل څوک څرنګې پوئي شي چې توس څه يايئ؟ بيا دا و داس وي لکه دې بود سره چې خبرې کې. ۱۰ دې شک نه وره چې په دنيو کې رانګ رانګ ژبې دي، خو يوه يې هه بې معنی نه دو. ۱۱ که چيرې زه په اغا ژبې بندې چې يو کاس په خبرې کو پوئي نه شمه، بيا زه و اغا ته پرادئي ليده شمه او اغا و موته پرادئي ليده شي. ۱۲ که چيرې توس دې دغ شوق لرئي چې روحاني نعمتينه تر لوسه کئ، بيا په اغي کې يو يې غوره کئ چې ايماندورون طاقتور کي.

۱۳ بيا دې دغ اماله که چيرې څوک په داس ژبې بندې خبرې کو چې نور په نه پئيژي، بيا اغا دا داعو وکو، ترڅو دې دغې توون پئيدو کو چې څه چې ويائي اغا ترجيمه او تفسير کو. ۱۴ دې ځکه که چيرې زه په نااشنا ژبه داعو کمه، بيا دې مو روح داعو کو، خو دې مو ذهن او فکر په کې چار نه لري. ۱۵ بيا څه وکمه؟ زه و په روح کې داعو کمه، خو په خپل ذهن او فکر و هه داعو کمه. زه و دې خپل روح په وسيله دې ثنا او صفات سندره يايمه، خو په خپل ذهن او فکر و هه دې ثنا او صفات سندره يايمه. ۱۶ که نه، بيا کله چې ته په خپل روح کې خدائ ته شکرګزوري کې، بيا اغا نوبالاتائي کاس چې وولته موجود وي، اغا و دې تو شکرګزورئي ته څرنګې امين ويائي؟ دې ځکه اغا نه پئيژي چې ته څه يائې. ۱۷ دې ځکه چې ته و ډيره شه شکرګزوري وکې، خو بل چاته و څه ګاټه ونه رساوي.

۱۸ دې خدائ شکر کمه چې زه دې توس ټول نه زيوت په نااشنا ژبې بندې خبرې کمه. ۱۹ خو زه په کليسا کې دې يغې پينځه کليمې ويل چې دې نورې دې پوره دې پئيدلې قابلې دي شه ګاڼمه په نسبت دې يغې لاسې زرې کلمې ويلې نه چې په نااشنا ژبې بندې وي او څوک په پوئي نه شي.

۲۰ اې خوانديې او وريڼې! په فکر کړل کې دې واړيکيې په رانګ مه پنډيژئي، بلکې دې بالغې انسانونې په رانګ فکر کئ او دې واړيکيې په رانګ بې ګناه پنډيژئي. ۲۱ دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

تيشتن يائي چې زه و دې پرادئي خالکې نه چې په نااشنا ژبې خبرې کو، کور وخلمه چې دې مو دې خالکې سره خبرې وکو. دئ و دې يغې سره په پرادئي ژبه خبرې وکو، خو بيا و هه دې مو خالک مو ته غوژ ونه نسي.

۲۲ نو په نااشنا ژبې بندې خبرې کړل دې ايماندورونې دې پوره نه، بلکې دې بې ايمونونې دې پوره يوه ناخشه دو. حال دا دائي چې دې خدائ دې پيغام راساولې نعمت دې ايماندورونې دې پوره دائي، نه دې بې ايمونونې دې پوره. ۲۳ بيا که چيرې دې کليسې ټول غړي سره روټول شي او ار يو په نااشنا ژبې بندې خبرې وکو او په دغ وخت کې کيم نوبالاتائي ليا بې ايمونه کاس رونناوځي، بيا ايا اغا و ونه يائي چې توس ليوانيون يئ؟ ۲۴ خو که چيرې توس ټول دې خدائ پيغام رساوئي او په دا وخت کې کيم بې ايمونه ليا نوبالاتائي کاس رونناوځي، بيا څه چې وروي، په دا و قائل شي چې ګونانګور دائي او اغا ټولې خبرې چې اغا يې وروي په اغا بندې و تر پئصالې لوندې ونيول شي. ۲۵ کله چې اغا وروي، دې يغ دې زړه راز و جاوات شي، بيا اغا و په ګينډې شي او دې خدائ عبادت و وکو او وه و يائي چې خدائ په رشتيا سره دې توس په ميانځ کې دائي.

 

په کليسا کې نظم او ترتيب

۲۶ نو اې خوانديې او وريڼې! لنډه دا چې کله توس دې عبادت دې پوره روټوليژئي، بيا ارڅوک چې مذابي سندره ويائي ليا تعليم ويرکاوي او ليا کشف بيانوي ليا په نااشنا ژبه بندې خبرې کو ليا ترجيمه او تفسير کو، بيا دا ار څه دا دې کليسا دې طاقتوراولې دې پوره وي. ۲۷ که چيرې څوک په نااشنا ژبې بندې خبرې کو، بيا خالي دوه ليا زيوت نه زيوت درې کاسون دا په وور سره خبرې وکو او يو کاس دا اغا ترجيمه او تفسير کو. ۲۸ خو که چيرې ترجيمه او تفسير کاوينکائي نه وي، بيا ار يو دا په کليسا کې غلائي پوتې شي او دې خپل ځون او خدائ سره دا خبرې وکو. ۲۹ دوه ليا درې کاسون دا دې خدائ پيغام وراساوي او نور دا دې يغې دې خبرې اندازه وخلي. ۳۰ خو که چيرې په نوست کاسون کې څوک دې خدائ دې طرفه يو کشف تر لوسه کو، بيا اغا کاس چې خبرې کو، اغا دا غلائې پوتې شي. ۳۱ په دغ رانګ توس ټول کړائي شئ چې دې خدائ پيغام يو په بل پسې وور په وور وراساوئي، ترڅو ټول يو څه زده کو او واڅاول شي. ۳۲ دې خدائ دې پيغام راساولې نعمت دې يغ دې ويينکي په واک کې وي. ۳۳ دې ځکه چې خدائ دې ګاډ وډائي او بې ترتيبئ خدائ نه دائي، بلکې دې صولحې او سالومتئ خدائ دائي. دا اغا څه دي چې دې خدائ دې خالکې په ټولې کليسې کې کيژي: ۳۴ شځې بايد په کليسا کې غليې پوتې شي، دې ځکه چې اغا ته دې خبرې کړلې اجازات نشته، بلکې لکه څرنګې چې شريعت هه يائي اغا دا تابعدورې پنډيژي. ۳۵ که چيرې اغا غوړي چې دې څه شي په حق کې پوئي شي، بيا په کير کې دا دې خپل ميړينې نه پشتنه وکو، دې ځکه چې دې شځې دې پوره دې شرم خبره دو چې دې کليسې په غونډه کې خبرې وکو.

۳۶ ايا دې خدائ کلام دې توسې دې طرفه روغلئ دائي؟ ليا دا کلام ګوشائي توس ته دير راسيدلئ دائي؟ ۳۷ که چيرې څوک فکر کو چې اغا دې خدائ پيغام لري ليا دې يغ سره روحاني نعمت شته، بيا اغا دا په دا پوئي شي چې زه چې توس ته کيم څه ليکمه، اغا دې تيشتن حکم دائي. ۳۸ که چيرې څوک دا حکم دې نظيره ووچاوي، بيا اغا و هه دې نظيره ووچاول شي.

۳۹ نو اې خوانديې او وريڼې! دې خدائ دې پيغام دې راساولې شوق ولرئي او څوک چې په نااشنا ژبه خبرې کو، اغا مه منع کاوئي. ۴۰ خو ار يو کور دا په مناسبه طريقه او ترتيب سره سار ته وراسيژي.

Sorry, no results.
Please try another keyword