اووتام ساباق
اغا خواروک چې بتون ته مخکې شول شي
۱ ويس دې يغې خواروک په حق کې چې بتون ته مخکې شول شي خبرې کمه. دا رشتيا دي کله چې خالک ويائي: ”ميژ ټول پويا لري.“ دا رانګ پويا خالک مغرور کاوي، خو مينه يې جوړاوي. ۲ که چيرې څوک داس فکر کو چې زه په ار څه بندې پئيژمه، خو لکه څرنګې چې لازمه دو چې پوئي شي، اغا نه پئيژي. ۳ خو که څوک چې دې خدائ سره مينه کو، بيا خدائ اغا پيژاني.
۴ بيا بتون ته مخکې شوائي خواروک دې خواړلې په حق کې ميژ ايماندورون پئيژي چې بت په دنيو کې ايڅ شائي نه دائي او دې يوه خدائ نه وره بل خدائ نشته. ۵ که څه هه ځنې خالک ويائي چې په منځکه او اسمونينه کې خدايون شته او دې يغې دې پوره داسې خدايون او تيشتنون ډير دي، ۶ خو دې ميژ دې پوره ګوشائي يو خدائ دائي، يعني پلور چې دې ټولې شايونې خالق دائي او دې يغ دې پوره ميژ ژوند کي. په دغ رانګ يو تيشتن دائي، يعني عيسیٰ مسيح چې ټول شايون دې يغ په وسيله پئيدو شوي دي او دې يغ په وسيله ميژ ژوند کي.
۷ خو دې ټولې ايماندورونې سره دا پويا نشته، دې ځکه چې ځنې يې دې بتونې سره داس عادات شوي دي چې تر_ويسه پره کله چې اغا خواروک چې بتون ته مخکې شول شي خوري، بيا اغا دې بتونې قرباني ګڼي. څرنګې چې اغا شه نه پئيژي، بيا احساس کو چې دې يغې په خواړلې سره ناپوک کيژي. ۸ خواروک ميژ خدائ ته نه نژدې کاوي. که چيرې خواروک ونه خوري، نو څه دې لوس نه ويرکاوي او که ويې خوري، بيا څه تر لوسه کاولئ نه شي.
۹ خو خيال کئ چې دې توس ازودي په يو رانګ دې کمزوريې ايماندورونې دې تيروتنې سبب نه شي. ۱۰ دې ځکه که چيرې څوک تو، چې پويا لرې په بت خونه کې په خواروک وويني، بيا ايا دې تو دا کور و اغا کاس چې شه پويا نه لري، دا ته ونه اڅاوي چې بتون ته مخکې شوائي خواروک وخوري؟ ۱۱ بيا دې تو دې داسې پوئي دې اماله و اغا کمزورائي ورور چې مسيح دې يغ دې پوره مړ شه، تباه شي. ۱۲ کله چې توس دې نورې ايماندورونې په مخکې ګناه کئ او اغا دا ته اڅاوئ چې داس کور وکو چې دې يغې په نظير کې غلط وي، بيا توس دې مسيح په مخکې ګناه کئ. ۱۳ که چيرې دې مو خواروک دې مو دې ورور ليا دې خور دې پوره دې بې ليارې کيدې سبب شي، بيا زه و ايڅکله غوشه ونه خورمه، اسې نه چې دې يغې دې بې ليارې کيدې سبب شي.