پينځام ساباق

 

دې کليسې نه جنسي بد اخلاقي لرې کئ

۱ په رشتيا زه خبر شوائي يمه چې دې توسې په ميانځ کې جنسي بد اخلاقي کيژي او داسې بد اخلاقي چې حتي په بې ايمونونې کې هه نه ليدل کيژي. مو ارويدلي دي چې په توس کې يو ساړائي دائي چې دې خپلې ميرانئ مور سره څملي. ۲ او توسې په فخر کئ! ايا توس ته لازمه نه دو چې غمجن شئ او يغ چا چې دا کور کړائي اغا دې خپل ملګريې دې ډالې نه وراړ کئ؟ ۳ که څه هه زه په سيراتي رانګ دې توس سره نه يمه، خو په روحاني رانګ دې توس سره يمه. که چيرې زه دې توس سره وائي، بيا مو دې يغ کاس په حق کې چې داس کور يې کړائي دائي، دې مخکې نه دا پئصاله کړيې وائي. ۴ کله چې توس دې تيشتن عيسیٰ په نوم سره روغونډ شئ او زه درسره په روحاني رانګ موجود يمه، بيا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح په قدرات سره، ۵ توس بايد اغا ساړائي شيطون ته وسپورئي چې دې يغ سيراتي فطرت دې ميانځه لوړ شي، ترڅو روح يې دې تيشتن تر وريځې پره وژغورل شي.

۶ په دا حق کې دې توس فخر شه نه دائي. ايا توس نه پئيژئي چې لژ خميره ټول ييړه خميره کاوي؟ ۷ بيا که چيرې توس غوړئي چې دې پاطيرې ييړه په رانګ تازه شئ، لکه څرنګې چې په رشتيا يئ، بيا اغا زاړه خميره چې سيراتي فطرت دائي دې ځون نه لرې کئ. دې ځکه چې دې ميژ دې فسحې دې اختر ورائي چې مسيح دائي، دې ميژ دې پوره قرباني شوائي دائي. ۸ نو روڅئ چې دا اختر ولمونځي، خو دې کينې او بدئي دې زړې خميره شويې ماړئي سره نه، بلکې دې اخلاص او رشتينولي دې پاطيرې ماړئي سره.

۹ مو توس ته په خپل خاط کې ليکلي وي چې د يغې خالکې سره ملګرتيا مه کئ چې په جنسي لحاظ بد اخلاقه وي. ۱۰ خو دې مو مقصد بلکل دا نه و چې توس دې دغې دنيو دې بد اخلاقه خالکې، حريصونې، چالبوزونې او بت پرستونې سره کور مه لرئي. دې ځکه په دا صورت کې و توس مجبور وائي چې دا دنيو پريژدئي. ۱۱ خو دې مو مقصد دا و چې دې يغ چا سره ملګرتيا مه کئ چې ځون ته ايماندور ويائي او په داسې حال کې چې اغا په جنسي لحاظ بد اخلاقه، حريص، بت پرست، نور ته زياړې کاوينکائي، شاروپي ليا چالبوز وي. دې داس کاس سره حتي ماړئي هه مه خورئي. ۱۲ دې ځکه چې زه دې غير ايماندورونې سره څه کور لارمه چې دې يغې په حق کې پئصاله وکمه؟ ايا دا دې توس چار نه دو چې دې کليسې دې غړيې په حق کې پئصاله وکئ؟ ۱۳ خدائ و دې يغې خالکې په حق کې پئصاله کو چې دې کليسې نه دې ورچانې دي، خو لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي توس دا داس وکئ: بد ساړائي دې خپل ميانځ نه وراړ کئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword