ديارلاسام ساباق

 

دې بيت المقدس دې ړانګاولې پيشګوئي

(متي ۲۴‏:‌۱‌‏-‌۲ او لوقا ۲۱‏:‌۵‌‏-‌۶)

۱کله چې عيسیٰ دې بيت المقدس نه ووته، بيا يو شاګرد يې ورته وويل، ”کسه ايستوذه، څومره کوشليې تيژې او غوټې ويدونئ دي.“ ۲عيسیٰ اغا ته وويل، ”ته دا غوټې غوټې ويدونئ وينې؟ دولته و يوه تيژه په بله تيژه دې پوسه پوتې نه شي او ټولې و روړانګې شي.“

 

په ايمون کې تر اخره ټينګ پوتې شئ

۳عيسیٰ دې زيتون په غره کې بيت المقدس ته مخومخ نوست و بيا کله چې پطروس، يعقوب، يوحنا او اندرياس دې يغ سره ګوشي پوتې شول بيا دې يغ نه يې پشتنه وکړه: ۴”ميژ ته ويايه چې دا ار څه و کله پيش شي او دې دغې کورينې دې پيره کيدلې ناخشه و څه وي؟“

۵عيسیٰ يغې ته وويل، ”پام کئ چې څوک مم بې ليارې نه کو. ۶ډير و دې مو په نوم روشي او يائي و: ’زه مسيح يمه‘ او ډير خالک و بې ليارې کو. ۷کله چې توس په جنګينه بندې خبريژئي او دې جنګينې اووز ووروئي، بيا ما ورخاطو کيژئي. دا شايون و خامخا پيشيژي. خو دې دغې دا معنی نه دو چې اخرانائي وخت روراسيدلائي دائي. ۸يو قوم و دې بل قوم سره او يوه بدشائي و دې بلې بدشائي سره جنګيژي. دې دنيو په ډير ځائيون کې و زلزلې وشي او قحطي و روشي او دا شايون و لکه دې ننګون دې داړدينه دې شيري کيدلې په رانګ وي.

۹خو توس په خپل ځانينه بندې پام کئ. توس و دې مقادمې دې پوره معرکې ته ويرکو، په عبادتخانې کې و والل کيژئي او دې مو په خاطر و دې واليونې او بدشاونې په مخ کې دارول کيژئي، تر څو دې يغې په مخکې شائدي ويرکئ. ۱۰خو په دا نه مخکې چې اخيري وخت روشي، بيا اوال بايد ټولې قومينې ته زرائي وراساول شي. ۱۱بيا کله چې توس ونيول شئ او معرکه ته يوړل شئ بيا مخکې نه مخکې مه پريشان کيژئي چې څه و يايئ، بلکې څه چې په اغا ساعت کې دې روح القدس په وسيله توس ته ويلل کيژي ويايئ، ځکه چې اغا و دې توسې خبرې نه، بلکې دې روح القدس خبرې وي. ۱۲ورور و دې ورور سره خيانت وکو چې و ويژنل شي او پلور و دې خپلې الودينې سره. الودينه و دې خپلې مانديې او پلورينې په خلاف رو پورته شي او دې يغې دې مړينې سبب و شي. ۱۳ټول خالک و دې مو دې نوم په خاطر دې توس نه کرکيې کو. خو څوک چې دې اخيره پورې ټينګ پوتې شي، اغا و خلوصين مينده کو.

 

ستر مصيبت

(متي ۲۴‏:‌۱۵‌‏-‌۲۸ او لوقا ۲۱‏:‌۲۰‌‏-‌۲۴)

۱۴کله چې توسې اغا ناجس شائي چې دې بربودئي سبب ګرځي، په يغ ځوئي کې ويلوړ ووينئ چې بايد وولته نه وي، (ويينکي دا پوئي شي چې دې دغې معنی څه دو) بيا څوک چې په يهوديې کې وي اغا دا غرينه ته وتشتي. ۱۵که څوک دې چات په سار وي، بيا اغا دا دې څه شي دې وړلې دې پوره لوندې روکيز نه شي او خپل کير ته دا نه نناوځي. ۱۶او که څوک په پاټي کې وي بيا اغا دا په خپل څاپينړي پسې په څټ کير ته نه ويرڅي. ۱۷افسوس دې يغې شځې په حال چې په اغا وريځې کې اميدورې وي يا په اغا شځې چې خپل واړيکي ته پئ ويرکاوي. ۱۸داعو کئ چې دا شايون په ژمي کې پيش نه شي. ۱۹ځکه چې اغا وريځې کې و داسې مصيبت روميانځ ته شي چې دې کيم وخت نه چې خدائ دنيو پيدو کړيې دو دې ويسه پوره نه دائي روغلائې او نه و بيا روشي. ۲۰که چيرې خدائ داغا روتلينکيې وريځې لانډې کړيې نه وائي، بيا ايڅوک و ژواندي نه وائي پوتې. خو يغ دې خپل غوره شويې خالکې په خاطر اغا وريځې لانډې کړيې دي. ۲۱که په يغ وخت کې څوک توس ته ويائي: ’وکسئ، مسيح دولته دائي يا وولته دائي.‘ بيا يقين مه په کئ. ۲۲ځکه چې داسې کاسون و پئيدو شي چې په درويغا و دعویٰ کو چې مسيح او پيغمبرون دي او معجزې و وشائي او حيروناوينکې کورينه و کو، او که امکان ولري بيا و دې خدائ غوره شوي خالک هه بې ليارې کو. ۲۳بيا پام کئ، توس مې دې مخته نه دې دغې ټولې شايونې نه خبر کړائي.

 

دې انسان دې زي روتاګ

(متي ۲۴‏:‌۲۹‌‏-‌۳۱ او لوقا ۲۱‏:‌۲۵‌‏-‌۲۸)

۲۴خو په اغا وريځې کې و په اغې مصيبت نه ورستې لمر تياره شي او سپيژمئ و نوره رڼوئي نه ويرکاوي، ۲۵ستوري و دې اسمون نه رولويژي او اسموني موجودات و ړانګ شي. ۲۶بيا و اغا وويني چې دې انسان زيائي و دې ستر قدرات او جلال سره په وريځې کې رو راون وي. ۲۷اغا و فرشتې ولاژي او دې ټولې دنيو دې يو سار نه دې بل سار پوره و خپل غوره شوي خالک سره روټول کو.

 

دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخستل

(متي ۲۴‏:‌۳۲‌‏-‌۳۵ او لوقا ۲۱‏:‌۲۹‌‏-‌۳۳)

۲۸دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخلئ. کله چې دې يغې څونګې غيټئ ونسي او پونړيې وکو بيا توس پئيژئي چې ووړائي رونژدې دائي. ۲۹په دا رانګ چې کله توسې دا شايون ووينئ بيا پوئي شئ چې اغا وخت نژدې دائي بلکې روراسيدلائي دائي. ۳۰په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دا نسل و دې يغې پوره دې ميانځه لوړ نه شي، ترڅو دا ټولې پيشې روميانځ ته شويې نه وي. ۳۱منځکه او اسمون و دې ميانځه لوړ شي خو دې مو خبرې و ايڅ کله دې ميانځه لوړې نه شي.

 

نو ماليمه وريځ او وخت

(متي ۲۴‏:‌۳۶‌‏-‌۴۴)

۳۲خو دې يغې وريځې او اغا ساعت نه ايڅوک نه دي خبر، نه دې اسمون فرشتې او نه زيائي، خالي پلور په خبر دائي. ۳۳پام کئ او بئيدور پنډيژئي، ځکه چې توسې نه پئيژئي چې اغا وخت و کله روڅي. ۳۴دا دې يغ ساړي په مثال دي چې دې کير نه په سفر راون شي او خپلې نيکارونې ته اختيار ويرکو چې ار يو دا خپل کور وکو او دې دروزې سوتينکي ته حکم وکو چې بئيدور پنډيژي. ۳۵بيا توس هه بئيدور پنډيژئي، ځکه چې توس نه پئيژئي چې دې کير خاوند و کله روڅي، لما شوم يا په نيمه شپه کې، دې چرګ په بونګ يا دې لمرخاته په وخت کې، ۳۶اسې نه چې اغا بيځيه روشي او توس په خوب ووده وويني. ۳۷زه چې توس ته څه يا يمه، بيا اغا ټول ته يا يمه: بئيدور پنډيژئي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword