يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - پينځلسم باب

د يهوداه بادشاه عُزياه

۱د اِسرائيل بادشاه يربعام دوېم د بادشاهۍ په اوويشتم کال، د امصياه زوئ عُزياه د يهوداه بادشاه شو ۲چې عُمر يې شپاړس کاله وو او هغۀ په يروشلم کښې دوه پنځوس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يکولياه د يروشلم وه. ۳هغه د خپل پلار امصياه په مِثالونو باندې روان وو، چې هغه کار يې کولو چې د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو. ۴خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. ۵مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو. ۶نور هر څۀ چې عُزياه کړى وُو هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۷چې عُزياه مړ شو نو د خپل پلار نيکۀ سره د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يوتام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د اِسرائيل بادشاه زکرياه

۸د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په اتۀ دېرشم کال د يربعام دوېم زوئ زکرياه د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپږ مياشتې حکومت وکړو. ۹هغۀ د خپل پلار نيکۀ په شان د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه. هغۀ د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې عمل وکړو، چا چې اِسرائيل د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۱۰د يبيس زوئ سلوم د زکرياه بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه او د خلقو په مخکښې يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۱۱نور هر څۀ چې زکرياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۲نو هغه لوظ پوره شو چې کوم مالِک خُدائ د ياهُو سره کړے وو چې، ”ستا زامن به تر څلورم نسل پورې د اِسرائيل په تخت کښېنى.“ نو هم داسې وشول.

د اِسرائيل بادشاه سلوم

۱۳د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال د يبيس زوئ سلوم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه باندې يوه مياشت حکومت وکړو. ۱۴د جادى زوئ مناحم د تِرضاه نه سامريه ته لاړو، سلوم يې ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه شو. ۱۵نور هر څۀ چې سلوم کړى وُو، سره د هغۀ د منصوبې د حِساب کِتاب، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۶کله چې مناحم د تِرضاه نه راروان وو، نو هغۀ د تِفسَح ښار ټول تباه کړو، د دې اوسېدونکى او ګېرچاپېره علاقه يې هم تباه کړه، ځکه چې دا ښار هغۀ ته نۀ حواله کېدو. هغۀ د اُميدوارو ښځو خېټې هم وشلولې.

د اِسرائيل بادشاه مناحم

۱۷د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په يو کم څلوېښتم کال، د جادى زوئ مناحم د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې لس کاله حکومت وکړو. ۱۸هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د خپلې بادشاهۍ په دوران کښې د هغې ګناه نه منع نۀ شو په کومې چې د نباط زوئ يربعام بادشاه اِسرائيل آخته کړى وُو. ۱۹د اسور بادشاه تغلت فلاسر په اِسرائيل حمله وکړه او مناحم هغۀ له څلور دېرش زره کلو سپين زر د دې دپاره ورکړل چې د مناحم په هغه مُلک کښې د حکومت په مضبوطولو کښې يې ملګرتيا وکړى. ۲۰مناحم د اِسرائيل د ټولو مالداره سړو نه په زور پېسې اخستلې. هر يو کس به پنځوس د سپينو زرو سيکې محصُول ورکولو. نو تغلت فلاسر واپس خپل مُلک ته لاړو. ۲۱مناحم چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۲۲هغه مړ شو او ښخ کړے شو او د هغۀ زوئ فقحياه د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.

د اِسرائيل بادشاه فقحياه

۲۳د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په پنځوسم کال د مناحم زوئ فقحياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه کښې دوه کاله حکومت وکړو. ۲۴هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو باندې يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل ګناه کړې وه. ۲۵د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو. ۲۶نور هر څۀ چې فقحياه کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

د اِسرائيل بادشاه فقح

۲۷د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملياه زوئ فقح د اِسرائيل بادشاه شو او شل کاله يې په سامريه کښې حکومت وکړو. ۲۸هغۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بدى وکړه او د نباط زوئ يربعام په بدو مِثالونو يې عمل وکړو، چا چې په اِسرائيل کښې ګناه کړې وه. ۲۹د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيل‌بيت‌معکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل. ۳۰د يهوداه بادشاه د عُزياه زوئ يوتام د بادشاهۍ په شلم کال، د ايله زوئ هوسيع د فقح بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه، هغه يې ووژلو او د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۳۱نور هر څۀ چې فقح کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

د يهوداه بادشاه يوتام

۳۲د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په دوېم کال، د عُزياه زوئ يوتام د يهوداه بادشاه جوړ شو ۳۳چې عُمر يې پينځويشت کاله وو، هغۀ په يروشلم کښې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه. ۳۴يوتام د خپل پلار عُزياه په مِثالونو عمل وکړو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو. ۳۵خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوى او خلقو هلته قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې. يوتام د مالِک خُدائ د کور شمالى طرف ته دروازه جوړه کړه. ۳۶يوتام چې نور څۀ هم کړى دى هغه د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۳۷د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې مالِک خُدائ وړومبے د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح ورولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. ۳۸يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.