يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو دوېم کِتاب - ديارلسم باب

د اِسرائيل بادشاه يهوآخز

۱د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه. ۲هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل. ۳نو مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه شو او هغۀ د شام بادشاه حِزائيل او د هغۀ زوئ بِن‌حدد پرېښودل چې اِسرائيل له بار بار شکست ورکړى. ۴نو يهوآخز مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ته پته وه چې د شام بادشاه د اِسرائيل سره څومره سخت ظلم کوى. ۵نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو. ۶خو هغوئ بيا هم هغه ګناهونه پرې نۀ ښودل چې يربعام بادشاه اِسرائيليان هغې طرف ته بوتلى وُو او د اشيرې بُت ستنه په سامريه کښې پاتې شوه. ۷د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو. ۸يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۹هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو.

د اِسرائيل بادشاه يهوآس

۱۰د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو. ۱۱هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۱۲نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۳يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو.

د اليشع مرګ

۱۴اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“ ۱۵اليشع حُکم ورکړو، ”لينده او يو څو غشى واخله.“ نو يهوآس واخستل، ۱۶او اليشع هغۀ ته وفرمائيل چې، ”د غشو ويشتلو دپاره تيار شه.“ نو بادشاه هم هغه شان وکړل او اليشع خپل لاسونه د بادشاه په لاسونو کېښودل. ۱۷نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“ ۱۸بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل. ۱۹په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“ ۲۰اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله. ۲۱يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو.

د شام او اِسرائيل په مينځ کښې جنګ

۲۲د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو، ۲۳خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول. ۲۴کله چې د شام بادشاه حِزائيل مړ شو نو د هغۀ زوئ بِن‌حدد بادشاه شو. ۲۵بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِن‌حدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِن‌حدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.