يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - اتۀويشتم باب

۱څۀ موده وروستو، فلستيانو خپل فوجيان راغونډ کړل چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى او اکيس داؤد ته ووئيل، ”تا ته دا پته ده چې تۀ او ستا سړى به زما دپاره جنګېږئ.“ ۲داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“

د ساؤل د جادوګرو سره مشوره کول

۳نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو. ۴فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې. ۵چې ساؤل د فلستيانو لښکر وليدو، نو هغه د يرې نه ولړزېدو، ۶نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه. ۷نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“ ۸نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“ ۹ښځې جواب ورکړو، ”تا ته ښۀ پته ده چې ساؤل څۀ کړى دى هغۀ څنګه کوډګر او جادوګر د مُلک نه وشړل. نو بيا تۀ ولې زما د ګېرولو کوشش کوې او ما وژل غواړې؟“ ۱۰بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“ ۱۱ښځې ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره د چا روح راوغواړم؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”د سموئيل.“ ۱۲کله چې ښځې سموئيل وليدو نو هغې چغه کړه او ساؤل ته يې ووئيل، ”تا زۀ ولې دوکه کړم؟ تۀ ساؤل بادشاه يې.“ ۱۳بادشاه هغې ته ووئيل، ”مۀ يرېږه، تۀ څۀ ګورې؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ يو روح وينم چې د زمکې نه راوځى.“ ۱۴هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”هغه د چا په شان دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”يو بوډا سړے راروان دے او چُوغه يې اغوستې ده.“ نو ساؤل ته پته ولګېده چې دا سموئيل دے او هغه د عزت نه زمکې ته ټيټ شو. ۱۵سموئيل، ساؤل ته وفرمائيل، ”تا ما له تکليف ولې راکړو؟ تا زۀ واپس ولې راوستلم؟“ ساؤل ورته ووئيل، ”زۀ په لوئ تکليف کښې يم. فلستيان زما سره په جنګ دى او خُدائ پاک زۀ پرېښے يم. هغۀ ما له نور جواب نۀ راکولو، نۀ د پېغمبرانو په ذريعه او نۀ د خوبونو په ذريعه. نو ما تۀ راوغوښتلې، دا د دې دپاره چې ما ته ووائې چې زۀ څۀ وکړم.“ ۱۶سموئيل ورته وفرمائيل، ”چې مالِک خُدائ پرېښے يې او هغه ستا دشمن شوے دے نو زۀ دې ولې راوغوښتلم؟ ۱۷مالِک خُدائ تا سره هغه څۀ کړى دى چې هغۀ زما په ذريعه تا ته فرمائيلى وُو. هغۀ ستا نه بادشاهى اخستې ده او داؤد له يې ورکړې ده. ۱۸تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى. ۱۹هغه به تا او بنى اِسرائيليان فلستيانو له په لاس کښې ورکړى. سبا به تۀ او ستا زامن ما سره شريک شئ او مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو لښکر هم فلستيانو له په لاس کښې ورکړى.“ ۲۰ساؤل ناڅاپه راپرېوتو او په زمکه باندې اوږد اوږد وغزېدو، چې سموئيل څۀ فرمائيلى وُو نو د هغې په وجه ويرېدو. هغه کمزورے وو، ځکه چې هغۀ ټوله ورځ او ټوله شپه هيڅ هم نۀ وُو خوړلى. ۲۱هغه ښځه ساؤل له ورغله او وې ليدل چې هغه يرېدلے وو، نو هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، تا چې څۀ وئيلى دى د هغې په وجه ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو. ۲۲نو اوس ستا وار دے چې زما خبرې ته غوږ ونيسې. زۀ به ستا دپاره لږ خوراک تيار کړم. تۀ خامخا څۀ وخوره چې د سفر کولو جوګه شې.“ ۲۳ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو. ۲۴هغه ښځې زر يو سخے حلال کړو کوم چې هغې ښۀ څورب کړے وو. بيا هغې لږ اوړۀ واخستل، تيار يې کړل او پتيره روټۍ يې ترې نه پخه کړه. ۲۵هغې خوراک د ساؤل او د هغۀ د آفسرانو په وړاندې کېښودو او هغوئ وخوړو. او هغوئ هم په هغه شپه لاړل.