ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول تیموتاوس - شپږم فصل

د بادارانو سره د غلامانو چلند

۱هغوی چې د غلامۍ د جغ لاندې دي، خپل باداران دې د ډېر درناوي لایق وګڼي، ترڅو د خدای نوم او زمونږ تعلیم بدنام نه شي. ۲هغه غلامان چې باداران یې ایمانداران دي، هغوی دې په دې خاطر د هغوی بې‌احترامي نه کوي چې هغوی ایمانداران ورونه دي، بلکې باید د هغوی ښه خدمت وکړي، ځکه کوم خلک چې د هغوی د خدمت نه ګټه اخلي، هغوی ایمانداران او زړه ته نژدې خلک دي.

غلط تعلیم او د مال او دولت سره مینه

نو باید دا تعلیم خلکو ته ورکړل شي او هغوی وهڅول شي، ترڅو په دې باندې عمل وکړي.

۳که چېرې څوک غلط تعلیم ورکوي او زمونږ د څښتن عیسی مسیح د سمو خبرو او د هغه تعلیم سره چې د دیندارۍ سره سمون لري، موافق نه وي، ۴نو هغه مغرور دی او په هېڅ شي نه پوهیږي. هغه په لېونتوب سره بحثونه خوښوي او دا خوښوي چې د لغتونو په سر شخړه وکړي. دا شیان د بخیلۍ، بې‌اتفاقۍ، تهمت او بدګمانۍ سبب کیږي. ۵دا د هغو خلکو په منځ کې د دوامداره بحثونو سبب کیږي چې خیالونه یې خراب او د حقیقت نه لېرې دي او هغوی ګومان کوي چې دینداري د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره یوه وسیله ده. ۶خو د قناعت سره دینداري ډېرې ګټې لري، ۷ځکه چې مونږ دې دنیا ته څه نه دي راوړي او نه د دې دنیا نه د ځان سره کوم څه وړلی شو. ۸خو که چېرې مونږ خواړه او کالي ولرو، نو په هغو باید قناعت وکړو. ۹خو کوم خلک چې غواړي شتمن شي، نو هغوی د وسوسو او ډول ډول بې‌معنی او تاوان رسوونکو غوښتنو په دام کې چې خلک د تباهۍ خواته بیایي، راګېریږي. ۱۰ځکه چې د پیسو سره مینه کول د ډېرو بدیو بنیاد او سرچینه ده. ځینو خلکو چې د پیسو سره ډېر شوق پیدا کړی دی، نو خپل ایمان یې له لاسه ورکړی دی او په ډېرو غمونو یې خپل زړونه سوري سوري کړي دي.

د تیموتاوس وظیفې

۱۱خو ای د خدای استازیه، ته د دې ټولو شیانو نه لرې اوسه. د عدالت، دیندارۍ، ایمان، مینې، صبر او زغم او نرمۍ کوښښ کوه. ۱۲د ایمان په جنګ کې ښه وجنګېږه او تلپاتې ژوندون تر‌لاسه کړه، ځکه چې ته خدای د هغه تلپاتې ژوندون دپاره غوره کړی یې چې د ډېرو شاهدانو په حضور کې په ښه ډول د خپل ایمان اقرار وکړې. ۱۳زه تاته د هغه خدای په حضور کې چې ټولو شیانو ته ژوند ورکوي او د عیسی مسیح په حضور کې چې د پانتیاس پیلاتوس په مخکې یې ښه اقرار وکړ، حکم کوم ۱۴چې د زړه نا زړه کېدلو پرته دې حکم ته غاړه کېږدې. نو بیا به د اوس نه زمونږ د څښتن عیسی مسیح د بېرته راتللو پورې هېڅوک په تا کې کومه ملامتیا پیدا نه کړي. ۱۵نو مبارک خدای چې یوازېنی واکمن، د پاچاهانو پاچا او د څښتنانو څښتن دی، هغه به د عیسی مسیح راتلل په یو مناسب وخت کې ښکاره کړي. ۱۶خدای چې یوازې غیر فاني دی او په هغه نور کې اوسیږي چې هېڅوک نه شي کولای هغه ته ورنژدې شي او هېچا هېڅکله هغه نه دی لیدلی او نه یې لیدلی شي، عزت او قدرت دې ترتله د هغه وي! امین.

۱۷د دې دنیا شتمنو خلکو ته حکم وکړه چې نه دې مغرور کیږي او نه دې فاني مال او دولت ته کومه هیله ولري، بلکې خدای ته دې هیله ولري چې هرڅه مونږ ته پرېمانه راکوي چې خوند ترې واخلو. ۱۸هغوی ته حکم وکړه چې نېک کارونه وکړي او په ښو کارونو کې شتمن شي او سخیان اوسي او دې ته تیار اوسي چې نورو ته هم برخه ورکړي. ۱۹په دې ډول به هغوی د خپلو ځانونو دپاره یوه خزانه جوړه کړي چې د راتلونکي دپاره یو ښه بنیاد وي، ترڅو هغوی وکولای شي چې رښتینی ژوند لاسته راوړي.

۲۰ای تیموتاوسه، هغه څه چې تاته درسپارل شوي دي، د هغه ساتنه کوه. د بې‌دینه خبرو او احمقانه بحثونو څخه چې په غلطۍ سره ورته «پوهه» ویل کیږي، ځان وساته. ۲۱د دې خبرو په اقرار کولو سره ځینو خلکو خپل ایمان له لاسه ورکړی دی.

په تاسو ټولو دې د خدای فضل وي.