Revelation 22

۱بیا فرښتې ماته د ژوندون د اوبو سیند وښوده چې د بلور په شان ځلېده او د خدای او وري د تخت څخه بهېده ۲او د ښار د لوی سرک له منځ نه تېرېده. د سیند په دواړو غاړو کې د ژوندانه ونه وه چې په کال کې به یې دولس ډوله مېوه نیوله او […]
Revelation 21

نوی اسمان او نوې ځمکه ۱بیا ما یو نوی اسمان او نوې ځمکه ولیدله، ځکه چې لومړنی اسمان او لومړنۍ ځمکه ورک شول او بحر نور نه ؤ. ۲ما سپېڅلی ښار یعنې نوی اورشلیم ولیده چې د خدای له خوا د اسمان نه راښکته کېده او داسې تیار کړای شوی ؤ لکه چې ناوې د […]
Revelation 20

زر کاله پاچاهي ۱بیا ما یوه فرښته ولیدله چې د اسمان نه راښکته کېدله چې د ځمکې د تل کیلي او یو لوی زنځیر ورسره وو. ۲هغې ښامار یعنې هغه زوړ او پخوانی مار چې هماغه ابلیس یا شیطان دی، ونیوه او تر زرو کالو پورې یې په زنځیر وتړلو. ۳فرښتې هغه د ځمکې تل […]
Revelation 19

۱وروسته له دې ما په اسمان کې د ګڼ شمېر خلکو لوړ اوازونه واورېدل، هغوی نارې وهلې: «د خدای ثنا ووایئ! خلاصون، جلال او قدرت دی زمونږ د خدای ۲ځکه رښتیني او عادلانه دي قضاوتونه د هغه هغه د هغې لویې بدلمنې په هکله چې فاسده یې کړه ځمکه خپلې زناکارۍ باندې ویې کړه پرېکړه […]
Revelation 18

د بابل راغورځېدل ۱له دې نه وروسته ما یوه بله فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله. هغې ډېر واک او اختیار درلود او ځمکه د هغې د شان او شوکت نه رڼا شوه. ۲هغې په لوړ اواز سره نارې ووهلې: راولوېد، لوی بابل راولوېد! هغه شو د شیطانانو کور پناه ځای شو د […]
Revelation 17

مشهوره بدلمنه ښځه او ځناور ۱بیا د هغو اوو فرښتو څخه چې جامونه یې په لاس کې وو، یوه یې ماته راغله او راته ویې ویل: «راشه، چې زه درته هغه مشهوره بدلمنه ښځه چې ډېرو سیندونو ته نژدې ناسته ده او سزا به ورته ورکول کیږي، دروښایم. ۲د ځمکې پاچاهانو د هغې سره زنا […]
Revelation 16

د خدای د قهر جامونه ۱بیا ما د خدای د کور نه یو لوړ اواز واورېد چې هغو اوو فرښتو ته یې ویل: «لاړې شئ او د خدای د قهر او غضب اووه جامونه په ځمکه باندې توی کړئ.» ۲نو اوله فرښته لاړه او خپل جام یې په ځمکه باندې توی کړ او د هغو […]
Revelation 15

فرښتې او وروستنۍ بلاګانې ۱بیا ما په اسمان کې یوه بله لویه او حیرانوونکې نښه ولیدله. هلته اووه فرښتې وې چې اووه بلاګانې ورسره وې. دا وروستنۍ بلاګانې وې، ځکه چې په دې سره د خدای قهر او غضب پای ته رسیږي. ۲ما د ښیښې په شان بحر ولید چې اور ورسره یوځای ؤ. هلته […]
Revelation 14

وری او د هغه پیروان ۱بیا ما وکتل او ومې لیدل چې د صهیون په غره باندې وری ولاړ ؤ او یو لک او څلورڅلوېښت زره کسان ورسره وو چې په تندیو باندې یې د هغه نوم او د هغه د پلار نوم لیکل شوی ؤ. ۲ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې د […]
Revelation 13

دوه ځناور ۱بیا ما ولیدل چې یو ځناور د بحر نه راووت چې لس ښکرونه او اووه سرونه یې لرل. د هغه په هر ښکر باندې یو تاج ؤ او په هر سر باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو. ۲هغه ځناور چې ما ولید د پړانګ په شان ؤ او پښې یې د اېږې […]