ديارلاسام ساباق
دې اختيار دې خاوندونې په مخکې دې ميژ چار
۱ ار څوک دا دې حکوماتي واکمنونې تابعدوري کو، دې ځکه چې دې خدائ دې اجازات نه اسې څوک نه شي کړائي چې حکومت وکو او ويسيني واکمنون دې خدائ دې طاراپ نه مقرار شوي دي. ۲ دې دغ اماله څوک چې دې واکمنونې سره مخالفت کو، نو دې خدائ سره چې اغا يې مقرار کړي دي، مخالفت کو او څوک چې مخالفت کو، اغا و په خپله خپل ځون ته سازو ويرکاوي. ۳ دې ځکه چې واکمنون دې شې خالکې دې ډور سبب نه ګرځي، بلکې بادکورون ځنې ډاريژي. بيا که چيرې غوړئي چې دې قدرات دې خاوندونې نه ډور ونه لرئي، بيا شه کور کئ او اغا و دې توسې صفات کو. ۴ دې ځکه چې اغا دې خدائ خيذماتګورون دي او دې توسې دې شيګړې دې پوره دي. خو که چيرې توس غلط کور کئ، بيا وډور شئ، دې ځکه چې اغا دې خپل ځون سره تيره بې دليله نه ګرځاوي. اغا دې خدائ خيذماتګورون دي او دې خدائ دې غضاب دې ليارې بادکورونې ته سازو ويرکاوي. ۵ دې دغ اماله بايد دې واک دې خاوندونې تابعدور پنډيژئي، ګوشي دې خدائ دې غضاب نه دې ځون سوتلې دې پوره نه، بلکې دې خپل ضمير په خاطر. ۶ دې دغ اماله توس هه خپل ټيکس ويرکاوئي، دې ځکه چې دې واک خاوندون دې خدائ خيذماتګورون دي او په خپله چار کې لګيا دي. ۷ دې کيمې خالکې نه چې مم پور وخستائي وي، اغا ته خپل پور په څټ ويرکئ. دې ټيکس وخستينکي ته ټيکس ويرکئ او ماصول دې ماصول وخستينکي ته ويرکئ. څوک چې دې دريندولا لائق وي، دې يغې دراناوائي کئ او دې عزت دې خاوندونې عزت کئ.
دې يوه بل په مخکې دې ميژ چار
۸ دې ايچا پور په ځون بندې مه پريژدئي، دې توسې کور خالي دې يوه بل سره مينه کړل دي. دې ځکه څوک چې دې نورې سره مينه کو، يغ په شريعت بندې پيره عمل کړائي دائي. ۹ دې ځکه چې دا حکمينه دي، ”زنا مه که، قاتل مه که، غلا مه که، دې نورې نه دې څه شي طمع مه که“ او نور حکمينه هه دي چې په دا حکم کې په لانډ رانګ بيانيژي، ”دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که.“ ۱۰ څوک چې دې خپل ګاونډي سره مينه کو، بيا دې يغ سره بد نه کو. بيا دې دغ اماله مينه کړل دې شريعت پيره کاول دي.
۱۱ په دغ رانګ لکه څرنګې چې توس پئيژئي چې هه دا ويس اغا وخت روراسيدلئ دائي چې بايد دې خوب نه رو ويش شئ. دې ځکه چې ويس دې ميژ خلوصين په يغې وريځې نه ډير رونژدې شوائي دائي چې کله مم ايمون رواړ. ۱۲ شپه تيره شويې دو او وريځ رونژدې دو. بيا روڅئ چې د تيارې دې کورينې نه لوس وخلي او دې رڼو دې زغرې جومې وغندي. ۱۳ روڅئ چې دې يغې کاسونې په رانګ چې په رڼو کې ژوند کو، مناسب چالاند وکي، نه په عياشئ او نشې کې، نه په زناکورئ او فساد کې، نه په جاګړې او کينې کې. ۱۴ دې دغ په ځوئي دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې فطرت جومې وغوندئي او نور دې خپلې نفساني خواهشاتې دې پيره کاولې په فکر کې مه پنډيژئي.