دولاسام ساباق
په مسيح کې نوائي ژوند
۱ بيا دې دغ اماله اې خوانديې او وريڼې! زه دې خدائ دې رحمتينې په خاطر دې توس نه غوشتنه کمه چې خپل ځونينه خدائ ته دې ژواندائي او سپيڅليې قربانئ په رانګ چې يغ ته دې مانلې لايقه وي، وير مخته کئ. دا دې توسې رشتينائي او مناسب عبادت دائي. ۲ دې دغې دنيو په رانګ مه کيژئي، بلکې پريژدئي چې دې خپلې فکرينې په نوي کول سره خدائ توس بادال کو. بيا و توس وکړائي شئ چې دې خدائ اراده وپيژانئ او اغا څه چې شه، دې مانلې لايق او پيره دي، وپيژانئ.
۳ دې يغ فاضل دې مخه چې موته روکړل شوائي دائي، زه توس ار يوه ته يايمه چې خپل ځون لکه څرنګې چې ويس يئ، په دا نه چګ مه ګاڼئ. بلکې عاجز ګرځئ او دې يغ ايمون دې اندازې دې مخه چې خدائ توس ار يوه ته ديرکړائي دائي، فکر وکئ. ۴ لکه څرنګې چې دې ميژ په سيرات کې ډير غړي دي او دې ټولې غړيې کور يو ړانګ نه دائي، ۵ بيا ميژ چې ډير يي، خو په مسيح کې يو سيرات يي او دې يوه بل غړي يي.
۶ ميژ بايد دې يغې مختلفې نعمتينې نه چې خدائ روته په خپل فاضل روکړي دي کور وخلي، که چيرې اغا دې خدائ دې پيغام راساول وي، نو اغا بايد په خپل ايمون سره سار ته وراساوي. ۷ که خيذمات کړل وي، بيا بايد خيذمات وکي. که اغا تعليم ويرکاول وي، بيا بايد تعليم ويرکي. ۸ که اغا دې نورې اڅاول وي، بيا بايد ويې اڅاوي. که چيرې دې مالي مراستې ويرکاول وي، بيا دې سخاوت دې مخه يې ويرکي، که چيرې دې مشرئ نعمت وي بيا په کوشش سره يې وکي، که چيرې دې مهربونئ کړلې نعمت وي، بيا په خواشولئ سره راحم وکي.
۹ دې توسې مينه دا رشتيني او سيچه وي. دې بدې نه کرکه کئ او په نيکئ کې ټينګ ودارئي. ۱۰ يو دې بل سره دې ورور ولئ مينه کئ او ار يو دا په خپل ځون نه زيوت دې نورې دراناوائي وکو. ۱۱ په خپله چار کې سستي مه کئ او په روحاني شاوق سره دې تيشتن خيذمات کئ. ۱۲ دې توسې ايله دا توسې خواشول سوتي، په مصيبت کې صابر او زغم ولرئي او ار وخت داعو کئ. ۱۳ دې محتاجې ايماندورونې سره مراسته کئ او ولما سوتينکيې پنډيژئي.
۱۴ څوک چې توس ځاوروي، دې يغې دې پوره براکات غوړئي، نه لعنت. ۱۵ څوک چې خواشول وي، بيا خواشولي ورسره کئ او څوک چې ژوړي، بيا ورسره ژاړو کئ. ۱۶ يو دې بل سره په يوه ژاغ کې ژوند کئ. مغرور مه ګرځئ، بلکې دې ټيټ مقام لرينکي خالکې سره ملګرتيا کئ. خپل ځون ويشور مه ګڼئ.
۱۷ دې بدئي په بادال کې دې چا سره بدي مه کئ. خو خيال کئ چې اغا کورينه بايد وکئ چې دې ټولې په نظير کې شه وګاڼل شي. ۱۸ ترڅو پره چې کيدائي شي او په توسې پرې تعلق ولري، بيا دې ټولې خالکې سره په صولحه کې ژوند تيراوئي. ۱۹ ګرونې دوستونې، ايڅکله خپل بادال مه وخلئ، بلکې اغا دې خدائ قهر او غضاب ته پريژدئي، دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
تيشتن يائي، ”بادال وخاستل دې مو کور دائي، زه و بادال وخلمه.“
۲۰ دې دغ په ځوئي ليکل شوي دي:
که چيرې دې تو ديشمن وژائي وي، بيا يغ ته خواروک ويرکه چې ويې خوري، که چيرې تژائي وي، بيا يغ ته يبه ويرکه چې ويې تشي په دا کور و ته دې يغ په سار بندې يور بل کې او تيشتن و توته اجر ديرکو.
۲۱ مه پريژده چې بدي دربندې غالبه شي، بلکې دې نيکئ په وسيله په بدئي بندې بارائي ترلوسه که.