اووتام ساباق
روحاني ژوند
۱ بيا ويس چې کيم خالک دې عيسیٰ مسيح سره په يوولي کې ژوند کو، اغا محکوم کيدائي نه شي. ۲ دې ځکه چې دې خدائ دې روح قانون چې موته په عيسیٰ مسيح کې ژواندين روکاوي، زه يې دې ګناه او دې مارګ دې قانون نه خلوص کړائي يمه. ۳ اغا څه چې شريعت دې انساني فطرت دې کمزورائي دې اماله ونه شه کړائي چې سار ته يې وراساوي، اغا خدائ سار ته وراساول. يغ خپل زيائي دې يوه ګونانګور انساني سيرات په شکل کې دې ګونائينې دې باخشنې دې پوره رولوژه، ترڅو ګناه په انساني فطرت کې محکومه کو. ۴ يغ داسې وکړل دې دغې پوره چې دې شريعت رشتيني غوشتنې په ميژ کې دې نفساني خواهشاتې دې مخه نه، بلکې دې خدائ دې روح په وسيله چې ژوند کو، پيره شي. ۵ دې ځکه څوک چې دې نفساني خواهشاتې دې مخه ژوند تيراوي، بيا ار وخت دې نفساني شايونې په فکر کې وي. خو څوک چې دې روح القدس دې غوشتنې دې مخه ژوند کو، بيا اغا دې يغې شايونې په فکر کې وي چې روح القدس يې غوړي. ۶ که چيرې دې ميژ په ذهنينه بندې نفساني خواهشات حاکم وي، بيا نتيجه يې مارګ دائي. خو که چيرې دې ميژ په ذهنينه بندې روح القدس حاکم وي، بيا نتيجه يې ژوند او صولحه دو. ۷ دې ځکه چې خپل ځون په نفساني شايونې پورې تاړل دې خدائ سره ديشمني دو، دې ځکه چې دا دې خدائ دې قانون اطاعت کړل نه دي او په اقيقات کې نه شي کړائي چې اطاعت وکي. ۸ څوک چې دې خپلې نفساني خواهشاتې دې مخه ژوند تيراوي، اغا نه شي کړائي چې خدائ خواشول کو.
۹ بيا توس نور دې خپلې نفساني خواهشاتې دې مخه نه، بلکې دې روح القدس دې لياروشونې دې مخه ژوند کئ، که په رشتيا سره روح القدس په توس کې پنډيژي. که چيرې په چا کې دې مسيح روح نه وي، نو اغا دې مسيح نه دائي. ۱۰ خو که چيرې مسيح په توس کې پنډيژي، بيا که څه هه دې توسې سيرات دې ګناه دې اماله مړ هه شي، خو روح القدس توس ته ژوند ديرکاوي، دې ځکه چې توس دې خدائ په نظير کې صادقون ګاڼل شوي يئ. ۱۱ که چيرې روح القدس چې مسيح يې واپس دې مړې نه روژواندائي که په توس کې پنډيژي، بيا لکه څرنګې چې عيسیٰ يې په څټ دې مړې نه روژواندائي که، بيا دې توسې فاني سيرات ته و هه ژوند ويرکو، دې ځکه چې داغا روح په توس کې هه پنډيژي.
۱۲ بيا اې خوانديې او وريڼې! ميژ مجبور نه يي چې دې انساني فطرت او دې يغ دې غوشتنې دې مخه ژوند وکي. ۱۳ دې ځکه که چيرې توس دې خپلې نفساني خواهشاتې دې مخه ژوند وکئ، نو مړه و شئ. خو که چيرې دې خدائ دې روح په مراسته خپل دې ګناه نه ډاک عمالينه دې ميانځه لرې کئ، نو توس و ژوند وکئ. ۱۴ دې ځکه ټول اغا کاسون چې دې روح په وسيله ورته ليار وشونه کيژي، اغا دې خدائ الودينه دي. ۱۵ دې ځکه چې توسې اغا روح نه دائي تر لوسه کړائي چې غلامون مو کو او دې توسې دې ډور سبب شي، بلکې اغا روح مو تر لوسه که چې توسې دې خدائ دې پوره لکه دې خپلې الودينې په رانګ پنډ شئ او دې يغ په وسيله ميژ يائي، ”ابا، يعني اې پلوره.“ ۱۶ روح القدس په خپله دې ميژ دې روح سره شائدي ويرکاوي چې ميژ دې خدائ الودينه يي. ۱۷ که چيرې ميژ دې يغ الودينه يي، نو وارثون هه يي، يعني دې خدائ وارثون يي او دې مسيح په ميروث کې هه شريک يي او که چيرې ميژ دې يغ سره په تکليفينه کې شريک يي، بيا دې يغ سره په جلال کې هه شريک يي.
روتلينکائي جلال
۱۸ زه فکر کمه چې اغا تکليفينه چې ويس يې ميژ تيراوي، دې يغ جلال سره دې بروبارولې قابل نه دي چې ميژ ته و وشول شي. ۱۹ دې ځکه چې دنيو په شاوق سره دې خدائ دې الودينې دې جواتيدلې په انتظار دو. ۲۰ دې ځکه چې دنيو بې معنی شوه، خو په خپله راضو نه بلکې دې خدائ په راضو، په دا ايله چې ۲۱ يوه وريځ و په خپله دنيو دې فاني حالت دې غلامئ نه ازوده شي او دې خدائ دې الودينې دې جلال نه په ډاکه ازودئي کې شامله شي. ۲۲ دې ځکه چې ميژ پئيژي چې ټوله دنيو يو ځوئي دې داړد دې لوسه لکه دې ننګولې دې داړد په رانګ تر ويسه پوره فريود کو. ۲۳ خالي دنيو نه، بلکې ميژ هه سره دې دغې چې روح القدس دې خدائ دې اواليني نعمت په رانګ تر لوسه کړائي دائي، په خپل باطن کې فريودينه کي لکه څرنګې چې دا ته په شوق سره په انتظار يي چې خدائ ميژ دې خپلې الودينې په رانګ قابيل کو او دې ميژ سيرات ته خلوصين ويرکو. ۲۴ دې ځکه چې په داغا ايلې ميژ وژغورل شي. خو که چيرې دې ميژ اغا ايله پيره شويې وي بيا دې څه شي ايله ولري؟ ۲۵ خو که چيرې ميژ دې يغ څه ايله ولري چې تر ويسه يې نه لري، بيا ميژ په صابر او زغم سره دې يغ انتظار کي.
۲۶ په دغ رانګ روح القدس دې ميژ په کمزورائي کې دې ميژ سره مراسته کو. دې ځکه چې ميژ نه پئيژي چې څرنګې بايد داعو وکي. بيا روح القدس دې ميژ دې پوره داسې په فريودينه شفاعت کو چې په خبرې او لفظينه کې بيان کيدلائي نه شي. ۲۷ خو خدائ چې دې ميژ دې زړينې نه خبر دائي، په دا پئيژي چې دې روح القدس اراده څه دو، دې ځکه چې روح القدس دې خدائ دې ارادې دې مخه دې خپلې خالکې شفاعت کو.
۲۸ ميژ پئيژي چې ار څه دې يغې خالکې دې شيګړې دې پوره چې دې خدائ سره مينه کو او دې يغ په اراده ورته بالنه ويرکړل شويې دو، په ګاډه سره کور کو. ۲۹ دې ځکه چې خدائ اغا دې مخته نه پيژاندل او اغا يې دې مخته نه غوره کړي وي چې دې يغ دې زي په رانګ شي، ترڅو اغا په ټولې خوانديې او وريڼې کې اوال زيژيدلائي وي چې لوئي ځوئي ولري. ۳۰ او اغا کاسون چې يغ دې مخکې نه غوره کړي وي، روباللي يې دي او اغا روبالل شوي يې صادقون وګاڼل او کيم کاسون چې يغ صادقون کړي دي، اغا ته يې خپل جلال هه ويرکه.
په مسيح کې دې خدائ مينه
۳۱ بيا ميژ دې دغې شايونې په حق کې څه ويلائي شي؟ که خدائ دې ميژ په طاراپ دائي، بيا څوک کړائي شي چې دې ميژ په خلاف شي؟ ۳۲ يغ خپل زيائي هه په ميژ بندې تير نه که، بلکې اغا يې دې ميژ دې ټولې په خاطر دې قربانئ په رانګ مخته که، بيا په دغ رانګ ايا اغا و ار څه ميژ ته په لايه رو نه کو؟ ۳۳ څوک و دې خدائ په غوره شوي خالک بندې تومات ولګاوي؟ دې ځکه چې خدائ په خپله اعلانه وي چې اغا صادقون ګڼي. ۳۴ بيا څوک اغا محکوماولئ شي؟ دې ځکه چې عيسیٰ مسيح اغا څوک دائي چې مړ شه خو بيا روژواندائي شه او اغا دې خدائ شي لوس ته نوست دائي او په رشتيا سره دې ميژ شفاعت کو. ۳۵ بيا څوک و ميژ دې عيسیٰ مسيح دې مينې نه جدا کو؟ ايا مصيبت او تکليفينه، ليا ځوراونه ليا لوژه، لغړولئ ليا خاطره ليا تيره؟ ۳۶ لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي*:
ميژ دې مارګ سره مخ يي ار وخت دې تو په خاطر
ميژ ګاڼي دې يغې پسونې په رانګ چې وي دې الولولې دې پوره
۳۷ خو نه، دې دغ ار څه سره سره دې عيسیٰ مسيح په وسيله چې دې ميژ سره يې مينه وکړه، پيره بارائي دې ميژ په برخه دائي. ۳۸ دې ځکه زه زړه تامائي يمه چې نه مارګ او نه ژوند، نه فرشتې، نه اسموني واکمنون، نه ويسيني او نه روتلينکيې شايون، نه قدراتينه، ۳۹ نه چګې او ګړيبې او نه په ټوله دنيو کې نور شايون کړائي شي چې ميژ دې خدائ دې يغې مينې نه جدا کو چې دې ميژ په تيشتن عيسیٰ مسيح کي دو.