درام ساباق
۱ نو يهوديون په غير يهوديونې بندې څه غوره وولئ لري؟ ليا سونات کيدل څه ارزشت لري؟ ۲ په ار لحاظ ډير ارزشت لري! په ار څه نه اوال دا چې خدائ خپل کلام يهوديون ته وسپوره. ۳ دا رشتيا دي چې په اغا کې ځنې يې وفادور نه وي. خو په دا خاطر چې اغا وفادور نه وي، بيا ايا دې دغ معنی دا دو چې خدائ و وفادور نه وي؟ ۴ ايڅکله نه! حتي که ټول انسانون درويغزن وي، خو خدائ و ار وخت رشتينائي وي. څرنګې چې دې خدائ په حق کې ليکل شوي دي:
کله چې ته خبرې کې، بيا ټول و په يقين سره پوئي شي چې ته رشتيا ويائې او په محکمه کې بايد خپله دعویٰ وګاټې.
۵-۶ خو که چيرې دې ميژ بادکوري دې دغې سبب کيژي چې دې خدائ صداقت نور هه جاوات شي، بيا په دا کې ميژ څه ويلائي شي؟ ايا ميژ ويلائي شي کله چې خدائ ميژ ته سازو روکاوي بيا بې انصافي کو؟ ايڅکله نه! دا خالي انساني نظير دائي. که چيرې خدائ عادل نه وي، بيا اغا څرنګې کړائي شي چې دې دنيو په حق کې پئصاله وکو؟
۷ خو که ځنې خالک ويائي چې که چيرې دې مو درويغ دې دغ سبب شي چې دې خدائ رشتينولائي جاوات شي او دې يغ جلال ډير شي، بيا هه ويلې زه دې يوه ګونانګور په رانګ ګرام کيژمه؟ ۸ بيا ويلې ونه يائي، ”روڅئ چې بدي وکي چې نيکي ځنې پئيدو شي؟“ ځنې خالک په ميژ بندې دا تومات هه لګاوي چې ميژ داسې يائي. خو اغا دې سازو لائق دي.
ايڅوک نيک نه دائي
۹ بيا ميژ څه وئيلئ شي؟ ايا ميژ يهوديون دې خدائ په نظير کې په غير يهوديونې نه شه يې؟ نه، بلکل نه، دې ځکه چې ميژ مخکې دا ته اشاره وکړه چې يهوديون او غير يهوديون دواسره يو رانګ دې ګناه په اختيار کې دي. ۱۰ لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
ايڅوک صادق نه دائي، حتي يو هه نشته. ۱۱ ايڅ داسې څوک نشته چې په دا پوئي شي چې رشتيا څه دي. ايڅوک نشته چې خدائ ته رجوع وکو. ۱۲ ټولې دې خدائ نه مخ اړاولئ دائي او ټول فاسد شوي دي. داسې ايڅوک نشته چې نيک کور وکو، يو هه نشته. ۱۳ ستيني يې لکه دې قبر په رانګ خلوص دي. دې خپلې ژبې نه دې دوکې دې پوره کور وخلي او خبرې يې لکه دې مانګور دې زارې په رانګ دې خولې نه رووځي. ۱۴ خولې يې دې لعنتې او ترخې خبرې نه ډاکې دي. ۱۵ دې دئ پشې په منډه دي چې وينه توئي کو. ۱۶ اغا چې ار چيرې څي، وولته ورونئ او بدبختئ پئيدو کاوي. ۱۷ يغې دې صولحې او سالومتيې ليار نه دو پيژاندليې. ۱۸ اغا دې خدائ نه بيخي نۀ ډاريژي.
۱۹ نو بيا ميژ پئيژي چې ار څه چې شريعت يائي اغا په اغا چا بندې عملي کيژي چې دې شريعت ليارتلينکي وي، ترڅو دې ټولې خولې باندې شي او ټوله دنيو خپل ځون دې خدائ په مخ کې محکومه وګڼي. ۲۰ دې ځکه چې ايڅوک و هه دې شريعت په حکمينه بندې په عمل کړلې سره دې خدائ په نظير کې صادق ونه ګاڼل شي. دې شريعت کور دا دائي چې ميژ ته خپل ګناه روپيژاني.
دې ايمون په وسيله صادق کيدل
۲۱ ويس خدائ ميژ ته اغا ليار جاواته کړيې دو چې دې يغې په وسيله بې دې دغې چې په حکمينه بندې عمل وکي، دې يغ په نظير کې صادق شي لکه څرنګې چې شريعت او پيغمبرونې دې يغې شائدي وير کړيې دو. ۲۲ دا صداقت په عيسیٰ مسيح بندې دې ايمون لارلې دې ليارې تر لوسه کيژي. خدائ ټول په عيسیٰ مسيح بندې په ايمون روړلې سره صادق ګڼي، دې ځکه چې دې يهوديونې او غير يهوديونې تر ميانځ ايڅ فرق نشته. ۲۳ دې ځکه چې ټولې ګناه کړائي دائي او دې خدائ دې جلال نه بې برخې دي. ۲۴ خو ټول دې خدائ په لايه فاضل سره دې عيسیٰ مسيح په وسيله چې اغا يې دې خپلې ګونائينې نه خلوص کړي دي، صادق ګاڼل کيژي. ۲۵ خدائ مسيح دې دغې دې پوره خواش که، ترڅو خپله وينه دې خالکې دې ګونائينې دې باخشنې په خاطر چې په يغ بندې په ايمون روړلې سره تر لوسه کيژي، يوه وسيله شي. خدائ دا کور دې دغې پوره وکه چې خپل صداقت شکاره کو، دې ځکه چې خدائ صابر دائي او په تير ګونائينه بندې سترګې پټوي. ۲۶ دا دې دغ دې پوره و چې په دا زمونه کې خپل صداقت شکاره کو او دا ثابته کو چې اغا په خپله صادق دائي او اغا څوک صادق جوړاوي چې په عيسیٰ مسيح بندې ايمون روري.
۲۷ بيا ميژ په څه بندې فخر وکي؟ په ايڅ شي بندې نه. ايا په دا داليل چې په شريعت بندې عمل کي؟ نه، بلکې دې ايمون په وسيله. ۲۸ دې ځکه ميژ پئيژي چې دې ايمون په وسيله صادق ګاڼل کيژي، نه په شريعت بندې په عمل کړلې سره. ۲۹ ايا خدائ ګوشائي دې يهوديونې خدائ دائي؟ ايا اغا دې غير يهوديونې خدائ نه دائي؟ بې شکه چې دائي. ۳۰ خدائ يو دائي او اغا خالک خالي دې ايمون په وسيله صادق جوړاوي، که اغا يهوديون دي که غير يهوديون. ۳۱ ايا دې دغې معنی دا دو چې ميژ په دا ايمون بندې شريعت په څټ وچاوي؟ نه، ايڅکله نه، بلکې نور هه په اغا بندې ټينګ وداريژي.