دوام ساباق
خدائ دې ټولې خالکې په حق کې پئصاله کو
۱بيا دې دغ اماله اې انسانه، ته څوک يې چې دې نورې په حق کې پئصاله کې؟ ته چې ار څوک يې، دې تو سره ايڅ وعذر نشته، دې ځکه کله چې ته دې نورې په حق کې پئصاله کې او بيا په خپله اغا کور کې چې اغا يې کو، بيا په خپله خپل ځون ګرامه وې. ۲ميژ پئيژي کله چې خدائ دې يغې خالکې په حق کې چې داسې کورينه کو، پئصاله کو، بيا اغا په حق بندې دائي. ۳خو اې انسانه، ته چې دې نورې په حق کې پئصاله کې او په خپله اغا کورينه کې، ايا ګمون کې چې دې خدائ دې عدالت نه و وتشتې؟ ۴ليا دا چې دې خدائ ډيرې زيوتې مهربونئ، زغم او صابر ته په الکه سترګه کسې؟ ايا په دا نه پئيژې چې دې خدائ دې مهربونئ مقصد دا دائي چې اغا توته وشائي چې ته توبه وبوسې؟ ۵خو دا چې ته سارزورائي يې او دې خپلې ګونائينې نه لوس نه وخلې، بيا ته خپله سازو په اغا وريځ چې کله دې خدائ غضاب او عادلانه پئصاله جاواته شي، نور هه زيوته وې.
۶خدائ و ار چا ته دې يغ دې عمالينې دې مخه چې کړي يې دي، بادال ويرکو. ۷کيم خالک چې په صابر او زغم سره شه کورينه کو او دې جلال، عزت او نه فناکيدنکي ژوند په غوشتنه کې دي، بيا اغا ته و خدائ تل پوتې ژواندين ويرکو. ۸خو کيم خالک چې ځون خواشاوينکي دي، اقيقات نه مني او په بد کورينه پسې ګرځي، نو په اغا بندې و خدائ خپل قهر او غضاب نازل کو. ۹دې يغې خالکې دې پوره و چې بد کورينه کو، مصيبت او کړاوينه وي، اوال دې يهوديونې دې پوره او بيا دې غير يهوديونې دې پوره. ۱۰خو خدائ و اغا ټول خالک ته چې شه کورينه کو، جلال، عزت او صولحه ويرکو، اوال يهوديونې ته بيا غير يهوديونې ته. ۱۱دې ځکه چې خدائ دې ايچا طرفدوري نه کو.
۱۲اغا ټول خالک چې دې موسیٰ شريعت نه لري او ګناه کو، بيا اغا و بې دې شريعته دې ميانځه څي او دې يهوديونې سره چې شريعت شته او ګناه کو، بيا دې يغې سره و دې شريعت دې مخه پئصاله کيژي. ۱۳دې ځکه خالي دې شريعت په ارويدلې سره ايڅوک دې خدائ په نظير کې صادق نه ګاڼل کيژي، بلکې دې شريعت په حکمينه بندې په عمل کړلې سره صادق ګاڼل کيژي. ۱۴کله چې غير يهوديون چې شريعت نه لري په قدراتي رانګ دې شريعت په حکمينه بندې عمل کو، بيا دې دئ شريعت په خپله دئ دي، که څه هه اغا دې موسیٰ شريعت نه لري. ۱۵دې يغې عمالينه دا جاواته وي چې دې شريعت حکمينه دې يغې په زړينه کې ليکل شوي دي. دې يغې ضمير دې دغې شائدي ويرکاوي، دې ځکه چې دې دئ خيالينه ليا دئ ګراماوي او ليا دې دئ دفاع کو. ۱۶بيا دې يغ زري دې مخه چې زه يې ويرکاومه، دا کور و په اغا وريځ وشي کله چې خدائ دې عيسیٰ مسيح په وسيله دې ټولې انسانونې دې پټې خيولينې په حق کې پئصاله کو.
يهوديون او شريعت
۱۷خو ته خپل ځون ته يهودي يائې او په شريعت بندې ويلوړ يې او دې خدائ سره په اړيکې لارلې بندې فخر کې. ۱۸ته دې خدائ په ارادې بندې پئيژې او دې شريعت نه دې دا زده کړي دي چې ار څه چې شه دي غوره کې، ۱۹او په دا يقين لرې چې دې ړاندې دې پوره لياروشوينکائي يې او دې يغې خالکې دې پوره رڼو يې کيم چې په تياره کې دي، ۲۰دې ناپوئي خالکې ايستوذ او دې وړيکيې وشوينکائي يې. ته دې شريعت خاوند يې چې په اغا کې په پيره رانګ پويا او اقيقات شته. ۲۱بيا ته چې نور ته تعليم ويرکاوې، ويلې خپل ځون ته تعليم نه ويرکاوې؟ ته نور ته تعليم کې چې غلا مه کئ، ايا ته خپله غلا نه کې؟ ۲۲ته يائې چې زنا مه کئ، ايا ته په خپله زنا نه کې؟ ته چې بتون بد ګڼې، ايا ته بت خونې نه شيکاوې؟ ۲۳ته چې په شريعت فخر کې، ايا ته دې شريعت په موتاولې سره دې خدائ بې عزتي نه کې؟ ۲۴لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”دې توسې يهوديونې دې اماله غير يهوديون دې خدائ په حق کې الکې خبرې کو.“
۲۵که چيرې ته په شريعت بندې عمل وکې، بيا سونات کيدل ارزشت لري، خو که ته دې شريعت نافرماني کې، بيا اغا و داسې وي لکه چې ته بلکل سونات شوائي نه يې. ۲۶بيا که چيرې يو غير يهودي چې سونات شوائي نه دائي او دې شريعت په حکمينه بندې عمل کو، ايا خدائ و اغا سونات شوائي ونه ګڼي؟ ۲۷او يو څوک چې په سيراتي لحاظ سونات شوائي نه دائي خو دې خدائ په حکمينه بندې عمل کو، بيا اغا و تو خپل په اغا شريعت بندې چې درسره موجود دائي او سونات شوائي هه يې خو په شريعت بندې عمل نه کې، ګرام کو. ۲۸دې ځکه چې رشتينائي يهودي اغا نه دائي چې خالي په ظاهره يهودي وي او که چيرې څوک سونات شوائي وي، بيا معنی يې دا نه دو چې اغا رشتينائي يهودي دائي. ۲۹بلکې رشتينائي يهودي اغا دائي چې په باطن کې يهودي وي، او رشتيني سونات کيدل دې زړه سونات کيدل دي. دا دې خدائ دې روح چار دو، نه دې ليکل شوي شريعت چار. دې داسې کاس صفات دې خدائ دې طرفه کيژي، نه دې انسان دې طرفه.