اوال ساباق

 

دې پولوس دې طاراپ نه سالومينه

۱ دا خاط دې پولوس دې طاراپ نه دائي چې دې عيسیٰ مسيح خيذماتګور او دې خدائ دې طاراپ نه غوره شوائي رسول او دې خدائ دې زري دې ړانګاولې دې پوره خواش شوائي دائي. ۲ خدائ دې مخته نه په سپيڅليې صحيفو کې دې خپلې پيغمبرونې په وسيله دې دغ زري وعده کړيې وه. ۳ دا زرائي دې يغ دې زي په حق کې دائي چې په سيراتي لحاظ دې داود دې نسل نه پئيدو شوائي دائي ۴ او دې يغ سپيڅلي روح په وسيله چې په يغ کې و او دې مارګ نه دې بيا روژواندي کيدلې په وسيله خدائ په خپل ستر قدرات سره وشول چې اغا دې خدائ زيائي دائي. اغا دې ميژ تيشتن عيسیٰ مسيح دائي. ۵ خدائ دې يغ په وسيله او دې يغ دې نوم په خاطر په مو بندې فاضل وکه چې دې يغ رسول شمه او ټول قومينه ته بالنه ويرکمه چې ايمون روري او دې مسيح اطاعت وکو. ۶ په اغا کې توس روميون هه شامل يئ چې خدائ رو باللي يئ چې دې عيسیٰ مسيح شئ.

۷ زه دا سالومينه توس ټول ته چې په روم کې يئ او په خدائ بندې ګرون يئ او دې دغ دې پوره روبالل شوي يئ چې دې خدائ خالک وګرځئ، ويايمه. دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

روم ته دې تللې دې پوره دې پولوس ارمون

۸ په ار څه نه مخته زه دې عيسیٰ مسيح په نوم دې توس ټولې دې پوره دې خدائ شکر کمه، دې ځکه چې په ټوله دنيو کې خالک دې توسې دې ايمون په حق کې خبرې کو. ۹ اغا خدائ چې دې زړه دې تاله يې خيذمات کمه او دې يغ دې زي په حق کې زرائي ړانګاومه، اغا دې مو شائد دائي چې زه ار وخت توسې په خپلې داعوګونې کې يوداومه. ۱۰ زه ار وخت داسې سول کمه چې که دې خدائ راضو وي او موته يوه ليار بروباره شي چې څه وخت ورستې توس ووينمه. ۱۱ دې ځکه چې دا دې مو ارمون دائي چې توس ووينمه او دې روحاني براکات نه مم بارخمن کمه، ترڅو دې توسې روح په طاقتور شي. ۱۲ دې مو مقصد دا دائي چې ميژ دې يو بل سره دې خپل ايمون په وسيله مراسته وکي ترڅو دې ميژ دې دوې سارې ايمون طاقتور شي، يعني توس دې مو دې ايمون په وسيله او زه دې توسې دې ايمون په وسيله.

۱۳ دې مو خوانديې او وريڼې، زه نه غوړمه چې توسې بې خبره پوتې شئ چې مو څو څو ووره نيات کړائي دائي چې دې توسې خوته ديرشمه، خو ار وخت دې مو مخنيوائي شوائي دائي. زه غوړمه چې دې توسې په ميانځ کې کور وکمه او روحاني ګاټه يې ووينمه لکه څرنګې چې مو په نورې غير يهودي قومينه کې وليدله. ۱۴ زه دې ټولې خالکې په مخ کې ذمه ووري لارمه که اغا پرمختلي خالک دي او که دې ورستې پوتې خالک، که اغا پوئي خالک دائي ليا ناپوئي. ۱۵ بيا دې دغ اماله زه دا ته ايلامان يمه چې توس ته هه چې په روم کې يئ زرائي ووروامه.

 

دې زري قدرات

۱۶ زه په دا زري نه شرميژمه، دې ځکه چې دا دې خلوصين دې پوره دې خدائ قدرات دائي، دې ار چا دې پوره چې ايمون روري، اوال دې يهوديونې دې پوره او بيا دې غير يهوديونې دې پوره. ۱۷ دې ځکه چې دا زرائي ميژ ته دا وشائي چې خدائ څرنګې انسانون صادقون جوړاوي او دا دې ايمون نه شيري کيژي او په ايمون بندې خاتم کيژي. لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي، ”صادق انسان و دې ايمون په وسيله ژوند کو.“

 

دې خالکې په ګونائينه بندې دې خدائ غضاب

۱۸ دې خدائ غضاب دې اسمونه په اغا ټول نازليژي چې بې دينه او بد کوره دي او دې يغې دا بد کورينه دې خدائ په حق کې دې اقيقات پيژاندنې مخه نسي. ۱۹ دې ځکه چې اغا دې خدائ په حق کې په اقيقات بندې پئيژي، دې دغې دې اماله خدائ په خپله دا ار څه اغا ته جاوات کړي دي. ۲۰ دې ځکه چې دې دنيو دې پيدوئشت نه دې يغ نه ليدينکي صفاتينه يعني دې يغ تل پوتې قدرات او الهي ذات په اغا شايون کې چې يغ پئيدو کړي دي، په جاواته بندې ليدل کيژي. بيا دې دغ اماله دې دغې خالکې دې پوره ايڅ عزر نشته. ۲۱ سره دې دغې چې يغې خدائ پيژونده، خو اغا ته يې دې خدائ په رانګ عزت وير نه که او نه يې ځينې شکرګزوري وکړه، بلکې دې يغې خيالينه باطل شول او بې احساسه زړينه يې تياره شول. ۲۲ دئ دا دعویٰ کو چې پوئي دي، خو اغا کم عقل دي. ۲۳  دئ دې نه فناکيدينکي او دې ج لال نه ډاک خدائ عبادت کړل پريشي دي او دې يغې بتونې عبادت کو چې دې فاني انسانونې، مرغونې، ځناورې او چمجئ په شکل جوړ شوي دي.

۲۴ دې دغ اماله خدائ اغا دې خپلې زړينې دې نفساني خواهشاتې پيره کاولې ته پريشول، ترڅو خپل سيراتينه يو دې بل سره ناپوک او ګنده کو. ۲۵ دئ دې خدائ په حق کې اقيقات په درويغا بادال که او دې خالق په ځوئي يې دې يغ دې مخلوق عبادت او خيذمات وکه يعني اغا خالق چې تل ترتله دې ثنا او صفات لائق دائي. امين.

۲۶ بيا دې ځکه خدائ اغا خپل دې شرم نه ډاکې نفساني خواهشاتې ته پريشول. حتي دې يغې شځې قدراتي جنسي تعلقاتينه پريشول او دې يغې په ځوئي يې په خپل ميانځ کې سره جنسي تعلقاتينه خپل کړل. ۲۷ په دغ رانګ ساړيونې هه دې شځې سره قدراتي جنسي تعلقاتينه پريشول او نر دې نر سره دې جنسي تعلق ساخت خواهش پئيدو که. يوه ساړي و دې بل ساړي سره دې شرمه ډاک کورينه کړل او په نتيجه کې يغې په خپل ځونينه بندې اغا سازو رواستله چې دې خپلې بې ليارئ دې اماله دې يغې لائق وي.

۲۸ څرنګې چې يغې دې دغې نه انکار وکه چې حتي دې خدائ په حق کې فکر وکو، بيا ده هه دئ خپل ګنده خيولينې ته پريشول، ترڅو داسې کورينه وکو چې بايد ونه شي. ۲۹ دئ دې ار رانګ بدې کورې، بدئي، حرص، کينې، بخيلتوب، قاتل، جاګړې، غلاطاول او بدې نياتينې نه ډاک دي. دئ په يوه بل پسې ګنګوسې ړانګاوي ۳۰ او خبرې کو، دې خدائ نه کرکه کو او دې يوه بل سپکاوائي کو. اغا مغرور او غوټې غوټې واينکي خالک دي. اغا دې بدئي دې پوره نويې ليارې چارې جوړاوي او دې خپل مور او دې پلور دې امر نافرماني کو. ۳۱ اغا ناپويه، بې وفا، بې مينې او بې راحمه خالک دي. ۳۲ اغا دې خدائ دې دغ صادق حکم نه شه خبر دي چې څوک چې داسې کورينه کو اغا دې مارګ لائق دي، خو اغا نه خالي دا چې خپل داسې کورينه کو، بلکې نور هه دا ته سيخاوي چې داسې کورينه وکو.

Sorry, no results.
Please try another keyword