شلام ساباق

 

زر کوله بدشائي

۱بيا مو يوه فرشته وليدله چې دې اسمون نه روکيزيدله چې دې منځکې د ميانځ کرئي او يو غوټ زنځير ورسره و. ۲يغې اژدها يعني اغا زوړ او وختينئ مانګور چې اغا ابليس ليا شيطون دائي، ونيوه او تر زر کوله پرې يې په زنځير وتوړه. ۳فرشتې اغا دې منځکې ميانځ ته سنړ ويه، دروزه يې پسې وتاړله او مهر يې په ولاګوه، ترڅو چې زر کوله پيره شوي نه وي، اغا نور ونه شي کړائي چې قومينه غلط کو. په اغا نه دې ورستې بايد دې لژ وخت دې پوره ازود کړائي شي.

۴بيا مې تاختينه وليدل چې اغا خالک په نوست و چې دې پئصالې کړلې واک او اختيار ورته ويرکړل شوائي و او دې يغې کاسونې روحينه مې وليدل چې سرينه يې دې عيسیٰ په حق شائدئي ويرکاولې او دې خدائ دې کلام په خاطر پرې کړل شوي وي. دا اغا خالک و چې اغا ځناور او دې يغ بت ته يې سجده نه وه کړيې او دې دئ تندئ او لوسې دې يغ ناخشه نه لارله. اغا ټول په څټ ژواندي شول او دې مسيح سره يې تر زر کوله پرې بدشائي وکړله. ۵خو اغا نور خالک چې مړه شوي وي، تر يغې پره ژواندي نه شول ترڅو زر کوله پيره شوي نه وي. دا دې مړې نه اواليني بيا روژواندي کيدل دي. ۶بختاور او سپيڅلي شوائي اغا څوک دائي چې په دا اواليني بيا روژواندي کيدلې کې شريک دائي. دې ځکه چې په داس خالک دې دوم مارګ زور نه راسيژي، بلکه اغا و دې خدائ او مسيح امامون وي او دې يغ سره و تر زرې کولې پره بدشائي کو.

 

دې شيطون موتيې

۷کله چې زر کوله پيره شي، نو شيطون و دې زندان نه روخلوص شي. ۸اغا و رووځي او دې دنيو څالورې کونجې قومينه چې جوج او ماجوج بلل کيژي، غلط کو او اغا چې دې سمندر دې شګې په رانګ بې شميره دي، دې جنګ دې پوره سره روټول کو. ۹اغا په ټوله دنيو کې ړانګ شول او دې خدائ دې خالکې کمپ او ګرون شار يعني په يروشلم روبادل شول، خو دې اسمون نه په يور نازل شه او اغا يې تباه کړل. ۱۰بيا شيطون چې اغا يې غلط کړي وي، دې يور او ګيګړې دريوب ته سنړوالل شول، يعني اغا ځوئي ته چې اغا ځناور او جعلي پيغمبر هه په کې سنړوالي شوي وي. اغا و وولته شپه او وريځ دې ار وخت دې پوره غذاب ويني.

 

اخرينئ پئصاله

۱۱بيا مې يو ستر سپين تخت وليده چې يو کاس په نوست و. منځکه او اسمون دې يغ دې مخې نه وتشتيدل او نور ونه ليدل شول. ۱۲بيا مو مړي وليدل که ستر وي ليا واړيکي، دې تخت په مخکې ويلوړ وي او کتابينه خلوص شول. دې دغې کتوبې نه ورستې بيا بل کيتوب خلوص شه، يعني دې ژواندين کيتوب. دې مړې په حق کې لکه څرنګې چې په کتابينه کې ليکل شوي وي او دې يغې دې عمالينې دې مخه پئصاله وشوه. ۱۳سمندر چې کيم مړي سوتلي وي، اغا يې په څټ ويرکړل او مارګ او قبر هه اغا په څټ ويرکړل او دې ار چا پئصاله دې يغ دې عمل دې مخې وشوه. ۱۴بيا مارګ او قبر دې يور دريوب ته سنړوالل شول. دې سمندر دا يور دوام مارګ دائي. ۱۵دې چا نوم چې دې ژواندين په کيتوب کې نه و ليکل شوائي، اغا دې يور دريوب ته سنړوالل شول.

Sorry, no results.
Please try another keyword