نيناسام ساباق

 

۱ورستې په دا نه مو په اسمون کې دې ګاڼ شمير خالکې چګ اووزينه ورويدل، يغې سيرې والې:

”دې خدائ ثنا ويايئ!

خلوصين، جلال او قدرات دائي دې ميژ دې خدائ

۲دې ځکه رشتينيې او دې صداقت دي پئصالې دې يغ

اغا دې يغې سترې بد لمنيې په حق کې

چې فاسده يې کړه منځکه په خپلې زناکورئ بندې

ويې کړه پئصاله دې سازو او دې يغې نه وخاست

بادال دې وينې دې خپلې خيذماتګورونې“

۳يغې سيرې کړې يورې بيا:

”دې خدائ ثنا ويايئ!

دې ځکه چې ار وخت و پورته کيژې دې يغ شار ليګائي.“

۴بيا اغا څليرويشت مشرون او څالور اسموني ژواندي سوري په منځکه بندې ولويدل او خدائ ته چې په تخت بندې نوست و په سجده شول، عبادت يې وکه او ويل يې، ”امين، دې خدائ ثنا ويايئ.“ ۵بيا دې تخت نه يو اووز روغائي چې ويل يې:

”اې دې خدائ ټولې خادمونې

ټولې خالکې چې ډاريژئي دې يغ نه

که ستر يئ ليا واړيکي

ثنا ويايئ دې ميژ دې خدائ“

 

دې وري دې ووده جشن

۶بيا مې دې ډيرې زيوتې خالکې اووزينه ورويدل چې دې تيزې يبې دې غريدو او دې تندر دې غوټې ګړزيدو په رانګ وي، چې ويل يې:

”دې خدائ ثنا ويايئ!

دې ځکه چې کو بدشائي دې ميژ تيشتن

مطلق قادر خدائ په پيره قدرات سره

۷روڅئ چې وکي خواشولي او خواش ګرځي

او بيان کې سترتوب دې يغ

دې ځکه چې وخت روراسيدلئ دائي دې وري دې ورو

او تايور کړائي دائي نويې خپل ځون دې يغ دې پوره

۸ويرکړل شويې دي يغ ته ډيرې شې، چړکاوينکيې

او پوکې کتان جومې چې ويې غندي.“

شه کتان دې خدائ دې سپيڅليې خالکې شه عمالينه دي.

۹بيا فرشتې موته وويل، ”دا وليکه: بختاور دي اغا خالک چې دې وري دې ورو ولماستيه ته ويربالل شوي دي.“او په دغ رانګ يغې وويل، ”دا دې خدائ رشتينئ کلام دائي.“ ۱۰بيا زه دې يغې په پشې کې ولويدمه چې سجده ورته وکمه، خو يغې روته وويل، ”نه، داسې مه که! زه هه دې تو او دې تو دې وريڼې په رانګ دې خدائ يوه خيذماتګوره يمه چې په عيسیٰ بندې دې خپل ايمون په حق کې شائدي ويرکاوي، ګوشي خدائ ته عبادت که! دې ځکه چې دې عيسیٰ په حق کې شائدي ويرکاول دې نبوت الهام دائي.“

 

په سپين وس بندې سووره کاسون

۱۱بيا مو وليدل چې اسمون خلوص شه او يو سپين وس وولته ويلوړ و او اغا کاس چې په سوور و، دې يغ نوم ”وفادور او رشتينئ“و، دې ځکه چې اغا دې صداقت دې مخې پئصالې او جنګ کو. ۱۲دې يغ سترګې دې يور دې لمبې په رانګ وې او سار بندې يې ډير تاجينه وي. په اغا بندې يو نوم ليکلائي شوائي و چې دې يغ نه وره بل ايڅوک په نه پئيده. ۱۳يغ په وينې ککړه يوه چوپانه وغستيې وه او دې يغ نوم ”دې خدائ کلام“و. ۱۴اسموني لشکرې چې دې سيچه سپين شه کتان جومې يې وغستيې وې او په سپين وسينه بندې سووره وي، اغا پسې راون وه. ۱۵دې يغ دې خولې نه يوه تيره تيرا روواتله چې قومينه په وائي. اغا و دې ايسپنې په ټنډئي بندې په اغا حکومت کو. اغا و دې مطلق قادر خدائ دې قهر او غضب شاروپ په باټل کې يعني په اغا لوشي کې چې دې انګير شاربات په کې وبوسي، تر پشې لوندې کاوي. ۱۶دې يغ په چوپانه او ورين بندې دا نوم ليکل شوائي دائي، ”دې بدشاونې بادشا او دې تيشتنونې تيشتن.“

۱۷بيا مو يوه فرشته وليدله چې په لمر کې ويلوړه وه او په اسمون کې يې ګرځيدينکي مرغون ته په چګ اووز سيرې کړې، ”روشئ او دې خدائ په ستره ولماستيه کې سره روټول شئ ۱۸او دې بدشاونې، جنرلونې، جنګيالائي، دې وسينې او په اغا بندې دې سوورې خالکې غوشې او دې ټولې انسانونې که ازود دي ليا غلامون، او که ستر وي ليا واړيکي، غوشې وخورئي.“ ۱۹بيا مو وليدل چې اغا ځناور او دې دنيو بدشاون او دې يغې لشکرې سره روټولې شوې چې دې يغ چا سره چې په وس بندې سوور و او دې يغ دې لشکر سره وجنګيژي. ۲۰خو اغا ځناور او اغا جعلي پيغمبر چې دې يغ ځناور په خاطر يې معجزې وشويې وې، ونيول شول. په دا معجزې بندې اغا جعلي پيغمبر اغا خالک دوکه کاول چې دې يغ ځناور ناخشه يې لارله او دې يغ بت ته يې سجده کړيې وه. نو اغا ځناور او جعلي پيغمبر دواسره دې يور اغا دريوب ته ژواندي سنړوال شول چې دې ګيګړې لمبې ځنې پورته کيدلې. ۲۱خو دې يغې ټولې لشکرې په اغا تيرې بندې و ويژنل شوې چې په وس بندې دې سوور ساړي دې خولې نه روواتله او ټولې مرغونې دې يغې په غوشې ځونينه موړه کړل.

Sorry, no results.
Please try another keyword