اوتلاسام ساباق
دې بابل روړانګيدل
۱په دا نه دې ورستې مو يوه بله فرشته وليدله چې دې اسمون نه روکيزيدله. يغې ډير واک او اختيار لوره او منځکه دې يغې دې شان او شوکت نه رڼو شوه. ۲يغې په چګ اووز سيرې والې:
رو ولويده، ستر بابل رو ولويد!
اغا شه دې شيطونونې کير
پناه ځوئي شه دې پيريونې
دې ار رانګ ناپوکې مرغونې پناه ځوئي شه
او دې ناپوکې او مردوړې ځناورې پناه ځوئي شه
۳دې ځکه چې تشلي دي ټولې قومينې
دې يغې دې زناکورئ او شهوت شاروپ
بدشاونې دې دنيو کړيې دو دې يغې سره زنا
او مالدار شوي دي دې دنيو سودوګرون
په سبب دې يغې دې زيوتې عياشئ
۴بيا مو دې اسمون نه يو بل اووز ورويده چې ويل يې:
اې دې مو خالکې توس رو وځئ دې بابل دې شار نه
اسې نه چې شئ شريک دې يغ په ګونائينه کې
او روشي بالوګونې يې په توس بندې
۵دې ځکه دې يغې دې ګونائينې نه
دي جوړ شوي داسې چګې ډيرئي
چې تر اسمونه راسي
او خدائ ته په يود دي دې يغې بد عمالينه
۶داسې چالند وکئ دې يغې سره
لکه چې څرنګې يغې کړائي دائي دې نورې سره
کيم څه چې کړي دي يغې
ورسره ويې کئ دوه ګنا توس
کيم شاروپ چې تايور کړي دي يغې توس ته
دوه ګنا دې طاقتورې شاروپې
ورته ډاکه کئ پيوله دې يغې
۷څومره سترتوب چې ويرکاوه خپل ځون ته يغې
او عياشي يې کړله
دامره ويرکئ ورته غم او غذاب
دې ځکه چې خپل زړه کې اغا يائي:
”زه يمه نوسته په تخت دې ملکې په رانګ
زه کونډه نه يمه او ووه نه وينمه ايڅکله غم.“
۸دې دغ اماله په اغا بندې و روشي
په يوه وريځ مصيبتينه داسې
لکه مارګ، غم او قحط
او اغا و وسويځل شي په يور کې
دې ځکه تيشتن خدائ چې پئصاله کو دې يغې په حق کې
اغا دائي دې قدرات خاوند.
۹دې منځکې اغا بدشاون چې دې يغې سره يې زنا کړيې دو او دې يغې سره يې دې عياشئ نه خواند وخستئ دائي، کله چې دې يغې دې سويځدلې ليګئ وويني، نو دې يغې په حال و وژوړي او وير و کو. ۱۰اغا و لرې ويلوړ وي او دې يغ غذاب نه چې اغا و يې تيراوي، وډاريژي او وه و يائي:
”افسوس، افسوس، اې دې بابل ستر شاره!
اې طاقتور شاره!
په يو ګينټه کې سازو ديرکړل شوه.“
۱۱دې دنيو سودوګرون و هه په بابل بندې ژاړو او ويرکو، دې ځکه چې نور و ايڅوک هه دې يغې نه سودو نه وخلي. ۱۲ايڅوک و دې يغې سره زار، سپين زر، قيمتي تيژې، ملغلرې، شه کتان، بينګړي کپړې، وريشم، سرې کپړې، رانګ رانګ خوشبيه لرګي، دې اتي دې غوشينې، قيمتي لرګي، ګيلټې، يسپنې او دې مارمارې نه جوړ شوي شايون ۱۳او ورسره دالچيني، ميسالې، عطر، دې مر کنډ، قيمتي خوشبيي، شاروپ، دې زيتون تيل، ييړه، غنم، غويون او پسينه ونخلي او په اوسينه، ګاډي او په غلامون او جنګې بانديون بندې يې سوداګري ونه وکړه. ۱۴سودوګرون و اغا ته يائي:
”اغا شايون چې تو يې ارمون که چې خپل يې کې،
اغا دې ويرکړل دې لوسه،
تو دې لوسه دو ويرکړيې خپله کوشلا او شان او شوکت
او نور و ايڅکله په لوس دير نه شي.“
۱۵اغا سودوګرون و چې دې يغې شايونې دې خرڅاولې نه مالدار شوي وي، لرې ويلوړ وي او دې يغ غذاب نه چې اغا يې تيراوي، وډاريژي او وير او ژاړو و کو ۱۶او يائي و:
”افسوس، افسوس په دا ستر شار
چې و يې وغستئ وه شه کتان،
بينګړي او سرې رانګ جومې
او کوشلائي شوائي و په سره زارې، قيمتي ګولې
او ملغلرې بندې
۱۷دې ځکه چې يغې په يو ګينټه کې اغا ټوله مالداري دې لوسه ويرکړه.“
دې کشتئ ټول خاوندون، ميسوفر، کشتئ چلاوينکي او اغا خالک چې دې سمندر دې ليارې و يې خپل کاروبار که، لرې ويلوړ وي. ۱۸کله چې يغې دې يغ شار دې سويځدلې ليګائي وليده نو سيرې يې والې او ويې ويل، ”دې دغ ستر شار په رانګ و بل شار چيرته وي؟“ ۱۹يغې په خپل سرينه بندې خورې اچاولې او ژاړوګونې او وير يې که او ويل يي:
افسوس، افسوس، په دا ستر شار
چې مالدار شول دې يغې په وسيله
ټول خاوندون دې کشتئ
شول باربود په يوه ګينټه کې
۲۰اې اسمونه، خواشولي وکه،
اې دې خدائ سپيڅليې خالکې،
اې رسولونې او پيغمبرونې،
شئ خواشول په اغا بندې،
دې ځکه چې دې توس په خاطر
خدائ پئصاله کړيې په اغا بندې
۲۱په دا وخت کې يوې زوراورې فرشتې يوه تيژه چې دې ژراندې دې يوه غوټ پل په رانګ وه، رووخستله او سمندر ته يې سنړ واله او ويې ويل:
په دغ رانګ و بابل اغا ستر شار
هه سنړ والل شي په زور لوندې
او بيا و هه ايڅکله ونه ليدل شي
۲۲نور و ايڅکله هه و نه ورويده شي
په تو کې اووزينه دې سريندې ژغاوينکي،
سوز ژغاوينکي، دروي واينکي
او سيروڼئ واينکي
نه و پئيدو شي په تو کې کيم کسبګر چې کاروبار کو
او نه و بيا ورويدل شي په تو کې اووز دې ژراندې
۲۳نوره و ونه ليدل شي په تو کې دې څروغ رڼو
او نه و ورويدل شي په تو کې اووزينه دې زيم او نويې
دې ځکه چې دې تو سودوګرون ډير طاقتور خالک و
دې دنيو په ټول سوداګرون نه
او ټول قومينه غلط کړي وي تو په خپله جادو بندې
۲۴دې تو په چيلې کې بائيدلې وينې دې پيغمبرونې
او دې خدائ دې خالکې
او دې يغې ټولې وينه
چې ويژنل شوي دي دې منځکې په مخ
دائي دې تو په غوړه