اووتام ساباق

 

اووام مهر

۱کله چې وري اووام مهر موت که، نو دې نيم ساعت دې پوره په اسمون کې کاروره کاروري وه. ۲بيا مې اووه فرشتې وليدلې چې دې خدائ په مخکې ويلوړې وې او اغا ته اووه سيروڼئ ويرکړل شوې. ۳بيا يوه بله فرشته چې دې خوشبييئ دې سويځلې دې سرې زارې لوشائي ورسره و، روغله او دې قربانئ دې ځوئي سره ودريده. اغا ته ډيره زيوته خوشبيي ويرکړل شوه چې دې خدائ دې خالکې په داعو سره يې دې سرې زارې دې قربانئ په ځوئي بندې چې دې تخت په مخکې وه، مخته کو. ۴دې خوشبييئ ليګائي دې خدائ دې خالکې په داعو سره دې فرشتې دې لوس نه، پورته دې خدائ حضور ته لوړ شه. ۵بيا فرشتې اغا دې خوشبييئ لوشائي روخاست او دې قربانئ دې ځوئي دې يور نه يې ډاک که او په منځکه يې سنړ ويه. بيا دې تندر ژاغ، غرو، چړکو او زلزله روغله.

 

دې سيروڼئ اووزينه

۶بيا اغا اووه فرشتې چې اووه سيروڼئ ورسره وې، دې سيروڼئ والې ته تايورې شولې. ۷کله چې اوالينئ فرشتې خپله سيروڼئ و واله، نو يور او ژالئ دې وينې سره په منځکه رووريدلې او دې منځکې درمه برخه او دې ونې درمه برخه يې وسيځله او ټول شين ووشه وسويځيده.

۸بيا دومې فرشتې خپله سيروڼئ وواله او لکه دې يوه غوټ غره په رانګ يو شائي چې يور په بال و، سمندر ته سنړ ويه شه او دې سمندر درمه برخه په وينې باداله شوه. ۹په سمندر کې درمه برخه ژواندي مخلوقات مړه شول او دې کشتئ درمه برخه په سمندر کې دې ميانځه لوړله.

۱۰بيا درمې فرشتې خپله سيروڼئ و واله نو دې اسمون نه يو غوټ ستورائي چې دې څروغ په رانګ باليده، دې سيندونې او چنې په درمه برخه بندې روولويده. ۱۱دې يغ ستوري نوم افسنتين دائي چې تريخ ولئ معنی لري او دې يبې درمه برخه ترخې شوې او ډير خالک دې دغې ترخې يبې دې تشلې دې اماله مړه شول.

۱۲بيا څلوارمې فرشتې خپله سيروڼئ وواله، نو دې لمر، شپيژمئ او ستوريې درمه برخه يې داسې وواله چې دې يغې درمه برخه تياره شوه او دې وريځې دې رڼو او دې شپې دې رڼو درمه برخه دې ميانځه لوړه.

۱۳بيا مې کاتل او دې يوه بوز اووز مې ورويده چې په اسمون کې ورات او په چګ اووز يې ويل، ”افسوس، افسوس او افسوس دې منځکې په پنډيدينکې بندې، دې ځکه چې ويس و دا درې نورې فرشتې خپلې سيروڼئ وائي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword