دوام ساباق
دې مسيح عاجزي او لوئي
۱که چيرې توس په مسيح کې ډاډه يئ، ليا دې يغ مينه توس ته تسالي ديرکاوي، ليا دې خدائ دې روح سره شراکت لرئ، ليا دې توسې په ميانځ کې مينه او زړه سوئي وي، ۲بيا توسې دې مو خواشولي پيره کئ او په يو فکر پنډيژئي، يو دې بل سره مينه ولرئ، په روح کې سره يو پنډيژئي او يو مقصد ولرئي. ۳دې ځون دې خواشې او غرور دې مخه ايڅ کور مه کئ، بلکې په عاجزئ سره نور خالک په ځون نه لوئي وګڼئ. ۴ګوشي دې خپل ځون په فکر کې مه پنډيژئي، بلکې دې نورې ګاټې هه په پام کې ونسئ. ۵اغا رانګ فکر ولرئي لکه څرنګې چې عيسیٰ مسيح لوره.
۶که څه هه اغا الهي ذات و، خو اغي دې خدائ سره دې بروبارئ نه دې خپل ځون په ګاټه کور ونه خاست، ۷بلکې اغا په خپله خواشه دې ار څه نه تير شه او دې يو غلام فطرت يې اختيار که. اغا دې انسان په شکل پيدو شه او په انساني سيرات کې رو جاوات شه. ۸يغ خپل ځون عاجز که او دې تابعدورئي دې مخې مارګ ته حاضر شه او تر داره پورې په صليب بندې مارګ ته. ۹دې دغې دې اماله خدائ يغ ته چګ مقام ويرکه او يغ ته يې اغا نوم ويرکه چې په ټول نامينه نه چګ دائي، ۱۰ترڅو دې عيسیٰ په نوم ټول مخلوقات که په اسمون کې دائي، که دې منځکې په مخ او که دې منځکې لوندې، يغ ته په ګونډې شي ۱۱او ټول دې پلور خدائ دې جلال دې پوره په خپله خوله بندې اقرار وکو چې عيسیٰ مسيح تيشتن دائي.
په دنيو کې دې ستوريې په رانګ وچړکيژئي
۱۲دې دغې اماله دې مو ګرونې دوستونې، لکه څرنګې چې توسې ار وخت دې مو تابعدوري کړيې دو، نه ګوشي دې مو په موجودګئ کې، بلکه په اغا نه زيوت يې ويس دې مو په غير موجودګئ کې هه وکئ. بيا په ډور او تراولې سره اغا کورينه سار ته وراساوئي چې دې توسې دې خلوصين دې جاواتاولې سبب ګرځي. ۱۳دې ځکه چې دا خدائ دائي چې په توس کې کور کو او په توس کې اراده او قدرات پئيدو کاوي چې دې يغ نيک مقصد پيره کئ.
۱۴ار کور په بړاول او باحث کړلې نه وره سار ته وراساوئي، ۱۵ترڅو په دا زمونه کې چې ټول بې ليارې او غلط خالک دائي، توس دې خدائ بې عيبه، معصوم او لکه دې خدائ بې ګناه الودينه پنډيژئي او دې يغې په ميانځ کې لکه دې اسمون دې ستوري په رانګ وچړکيژئي. ۱۶توس ار وخت دې ژوند پيغام خالک ته وراساوئي. که چيرې داس وکئ، بيا زه دې مسيح دې روتللې په وخت کې و فخر کمه چې نه دې مو منډې بې فائدې شوې او نه مې خوري بيځيه لوړه. ۱۷حتي که چيرې لازمه وي چې دې مو وينه دا لکه دې قربانئ په رانګ دې توسې دې ايمون دې قربانئ په خاطر توئي شي، بيا زه و خواشول ومه او دې توسې ټولې په خواشولئ کې و شريک شمه. ۱۸بيا توسې هه خواشول پنډيژئي او دې مو سره په خواشولئ کې شريک شئ.
دې تيموتاوس او اپافروديتوس په حق کې مثالينه
۱۹زه دې تيشتن عيسیٰ نه ايله ماند يمه چې ډير زر و تيموتاوس دير ولاژمه، ترڅو دې توسې دې حال نه خبر شمه، بيا و خواشول شمه. ۲۰دې ځکه چې دلته دې يغ په رانګ دې مو سره بل څوک نشته چې په رشتيا دې توسې په فکر کې وي. ۲۱دې ځکه چې نور ټول په خپلې ګاټې پسې ګرځي، نه په عيسیٰ مسيح پسې. ۲۲خو توس پئيژئي چې تيموتاوس خپل قابليت ثابت که چې اغا لکه دې يو زي په رانګ چې دې خپل پلور خيذمات کو، دې مو سره دې زري په ړانګاولې کې خيذمات کړائي دائي. ۲۳بيا دې دغې دې اماله زه ايله لارمه چې څرنګې دې مو حال ماليم شي، نو زه و اغا توس ته دير ولاژمه ۲۴او زه په تيشتن بندې باور لارمه چې په خپله و زر ديرشمه.
۲۵خو ويس مو دا ضروري وګاڼله چې دې ميژ ورور، دې خيذمات ملګري او فوجي ملګرائي اپافروديتوس توس ته دير ولاژمه چې اغا دې توسې پيغام رساوينکائي دائي او توس اغا دې مو دې ضروراتينې دې پيره کاولې دې پوره لژلائي و. ۲۶دې ځکه چې اغا ډير ارمون لري چې توس ټول وويني او اغا خفا دائي، دې ځکه چې توسې دې يغ دې بيمورئي نه خبر شوي وائي. ۲۷اغا په رشتيا بيمور و او مارګ ته نژدې و، خو خدائ په يغ بندې راحم وکه او ګوشائي په يغ نه، بلکې په مو يې هه وکه چې په مو بندې دې غم دې پوسه غم رو نشي. ۲۸بيا زه ډير غوړمه چې اغا توس ته دير ولاژمه چې يورې بيا دې يغ په ليدلې خواشول شئ او دې مو غم هه کام شي. ۲۹بيا يغ ته دې تيشتن په نوم په ډيرې خواشولئ سره ار کلائي ويايئ او دې يغ په رانګ خالک ته دراناوائي کئ. ۳۰دې ځکه چې اغا مسيح ته دې خيذمات په ليار کې مارګ ته نژدې شوائي وه او يغ خپل ژوند دې اغي خيذمات دې پوره په خاطره کې وچووه چې توس دې مو دې پوره ونه کړائي شه.