اوال ساباق

 

سالومينه

۱دا خاط دې پولوس دې طرفه چې دې عيسیٰ مسيح په خاطر زنداني دائي او دې ميژ دې ورور تيموتاوس دې طرفه خپل ګرون او دې خيذمات ملګري فيليمون ته ۲او خپلې خور اپفيې او ارخيپوس ته چې لکه دې يوه عسکر په رانګ دې مو ملګرائي دائي او دې توسې دې کير کليسا ته. ۳دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

دې فيليمون مينه او ايمون

۴اې فيليمونه، کله چې زه تو په خپلې داعوګونې کې يوداومه بيا ار وخت دې خپل خدائ شکر کمه، ۵دې ځکه چې زه دې تو دې مينې نه چې دې خدائ دې ټولې خالکې سره يې لرې او په تيشتن عيسیٰ مسيح بندې دې ايمون نه خبر يمه. ۶او دې مو داعو دا دو چې خپل دې ايمون شراکت داسې وشايې چې دې دغې سبب شي، ترڅو دې ميژ پويا دې يغې براکاتينې په اړه چې په مسيح کې يې لري، زيوته شي. ۷اې دې مو وروره، موته دې تو دې مينې دې اماله ډيره خواشولي او تسلي پيدو شويې دو، دې ځکه چې دې تو دې اماله دې خدائ دې خالکې زړينه طاقتور او تازه شوي دي.

 

دې فيليمون نه دې اونيسيموس په خاطر دې پولوس غوشتنه

۸سره دې دغې چې زه په مسيح کې دا زيړاورتيا او جرات لارمه چې توته حکم وکمه چې اغا کور وکه چې مناسب وي، ۹خو زه دې يغې مينې دې اماله چې دې تو سره يې لارمه او زه پولوس دې يوه سپين ژيري ساړي په رانګ چې ويس دې عيسیٰ مسيح په خاطر زنداني يمه، دې تو نه دې يو څه غوشتنه کمه. ۱۰زه دې خپل زي اونيسيموس دې طرفه چې دې خپل بنديتوب په وخت کې دې يغ روحاني پلور شومه، دې تو نه غوشتنه کمه. ۱۱اغا يو وخت دې تو دې پوره ګټور نه و، خو ويس هه دې تو او دې مو دې پوره ګټور دائي.

۱۲زه اغا توته واپس ديرلژمه چې دې مو دې زړۀ سار دائي. ۱۳مو غوشتل چې اغا دې خپل ځون سره وسوتمه، ترڅو تر يغ وخت پره چې زه دې زري په خاطر په زندان کې يمه، اغا و دې تو په ځوئي دې مو خيذمات کو. ۱۴خو مو ونه غوشتل چې دې تو دې خواشې خلاف څه کور وکمه، ترڅو دې تو نيکي دې مجبورولې دې مخې نه بلکې دې تو په راضو سره وي.

۱۵کيدائي شي اغا دې دغ دې پوره دې تو نه دې لژ وخت دې پوره جدا شه چې اغا دې ار وخت دې پوره دې تو سره وي. ۱۶خو اغا ويس نور دې يو غلام په رانګ نه، بلکې په غلام نه ډير چګ دائي، لکه دې يوه ګرون ورور په رانګ. اغا چې دامره موته ګرون دائي، بيا څومره و توته هه دې غلام او هه په تيشتن کې دې يوه ورور په رانګ ګرون وي.

۱۷بيا که چيرې ته مو خپل شريک ګاڼې، بيا لکه څرنګې چې مو قبلاوې، اغا هه قابيل که. ۱۸که چيرې اغي دې تو سره څه بدي کړيې وي او ليا دې تو په څه پور وي، نو اغا دې مو په ايثوب وليکه. ۱۹زه پولوس دا درته په خپل لوس ليکمه چې زه و دا ار څه په څټ ديرکمه. زه دا نه يايمه چې ته څومره دې مو پيراوړئي يې، دې مو پور ته په خپله يې. ۲۰اې وروره، دې تيشتن په خاطر موته ګاټه وراساوه او شيګړه وکه او په مسيح کې دې مو زړه طاقتور او تازه که.

۲۱زه دې تو په تابعدورئي بندې يقين لارمه، نو زه دا شايون توته ليکمه او په دا پئيژمه زه چې درنه څه غوړمه، په اغا نه و زيوت وکې. ۲۲بله دا چې دې مو دې پوره يوه کوټه تايوره که، دې ځکه زه ايله لارمه چې خدائ و دې توسې داعوګونې قابيلې کو او مو و بيا توس ته دروالي.

 

اخري سالومينه

۲۳اپفراس چې دې عيسیٰ مسيح په خاطر دې مو سره په زندان کې دائي، توته سالوم يايئ. ۲۴په دا رانګ مرقوس، ارسترخوس، ديماس او لوقا چې په دا خيذمات کې دې مو ملګري دي، هه توته سالوم يايي. ۲۵په توس ټول بندې دا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل وي.

Sorry, no results.
Please try another keyword