دې غره په سار بندې د عيسیٰ مسيح تعليم

1 کله چې عيسیٰ دې خالکې ګاڼه ګيڼه وليدله، بيا غره ته وخوت او وولته کشينوست. شاګردون يې ورته روغلل. 2 او اغا ته يې تعليم ويرکاول شيري کړل او ويې ويل:

3 ”بختاور دائي اغا خالک چې په روحاني رانګ غريبون دي،

دې ځکه چې اسموني بدشائي دې يغې دو.

4 بختاور دائي اغا خالک چې ويس غمجن دي،

دې ځکه چې اغا و تسالي مينده کو.

5 بختاور دائي اغا خالک چې عاجزون دي،

دې ځکه چې اغا و دې منځکې وارثون شي.

6 بختاور دائي اغا خالک چې دې صداقت وژي او تژي دي،

دې ځکه چې اغا و موړه شي.

7 بختاور دائي اغا خالک چې په نور بندې راحم کو،

دې ځکه چې په اغا بندې و راحم وشي.

8 بختاور دائي اغا خالک چې زړينه يې پوک وي،

دې ځکه چې اغا و خدائ وويني.

9 بختاور دائي اغا خالک چې امن رواستينکي دي،

دې ځکه چې اغا و دې خدائ الودينه وبالل شي.

10 بختاور دائي اغا خالک چې دې صداقت په خاطر ځوراول کيژي،

دې ځکه چې اسموني بدشائي دې دئ دو.

11 بختاور يئ توسې چې دې مو په خاطر درته خالک زياړې کو، ځوراوي مم او دې توسې په حق کې داسې بدې خبرې کو چې اغا درويغ وي. 12 خواش او خواشول پنډيژئي، دې ځکه چې په اسمون کې دې توس دې پوره ستر اجر دائي. په توسې نه دې مخته هه يغې په داغا رانګ پيغمبرون ځوراولي وي.

توس دې دغې دنيو مولګه او رڼو يئ

(مرقوس ۹:_۵۰ او لوقا ۱۴:_۳۴_-_۳۵)

13 توس دې دنيو دې پوره مولګه يئ، خو که مولګه خپل خواند دې لوسه ويرکو، بيا اغا و څرنګې په څټ خپل خواند پيدو کو؟ دې يغې نه نور ايڅ چار نشي وخستائي، بې دغې نه چې لرې وترايله شي او خالک يې په پشې لوندې کو.

14 توس دې دنيو دې پوره رڼو يئ. کيم شار چې په غره بوندې جوړ شوائي وي اغا پټيدلائي نه شي. 15 ايڅوک څروغ دې دغې دې پوره نه بلوي چې اغا دې کيم لوشي لوندې کشيژدي چې پټ شي، بلکې اغا په توکي کې کشيژدي چې دې کير ټول خالک ته رڼو ويرکو. 16 پريژدئي چې دې توسې رڼوئي په خالک بندې داغا رانګ وچړکيژي، ترڅو دې توسې نيکې چارې وويني او دې توسې پلور ته چې په اسمون کې دائي جلال ويرکو.

دې شريعت په حق کې تعليم

17 داسې فکر مه کئ چې زه دې دغې پوره روغلائي يمه چې شريعت او دې پيغمبرونې ليکل منسوخ کمه. دې يغې دې منسوخ کاولې دې پوره نه يمه روغلائي بلکې دې يغې دې پيرا کاولې دې پوره روغلائي يمه. 18 په يقين سره زه توس ته دا يايمه ترڅو پره چې منځکه او اسمون موجود وي، بيا دې شريعت يو ډير واړيکائي ټکائي و هه دې ميانځه نه شي لوړ، ترڅو دا ار څه سار ته ونه راسيژي. 19 که چيرې څوک دې دغې حکمينې نه يو ډير واړيکائي حکم هه موت کو او نور ته هه تعليم ويرکو چې په دا رانګ وکئ، بيا و په اسموني بدشائي کې ډير واړيکائي ځوئي ولري، خو څوک چې په اغا حکمينه بندې عمل وکو او نور ته هه تعليم ويرکاوي چې په دا رانګ وکئ، بيا اغا و په اسموني بدشائي کې چګ ځوئي ولري. 20 زه توس ته دا يايمه تر يغې پوره چې دې توس صداقت دې فريسيونې او دې شريعت عالمونې په صداقت نه شه نه شي، بيا و ايڅکله په اسموني بدشائي کې وير دې ننه نه شئ.

دې قهر په حق کې تعليم

21 توسې ارويدلي دي چې دې ميژ نيکينه ته ويل شوي وي: ’قاتل مه کئ.‘ که څوک قاتل وکي، بيا و اغا دې محکمې لوندې نيول کيژي. 22 خو زه توسې ته يايمه که چيرې څوک په خپل ورور بندې په قهر شي، بيا اغا و محکمه کيژي. که څوک خپل ورور ته سپکاوائي وکو، بيا اغا و شوره ته دې محکمې دې پوره بوتلل کيژي. که اغا ورته ويائي چې ته کام عقل يې، بيا اغا و دې ديژاخ دې يور لائق وي. 23 که چيرې ته دې قربانئ ځوئي ته کيم نذر روورې او وولته دير په يود شي چې ورور درنه خفا دائي، 24 بيا خپل نذر دې دغې قربانئ په ځي کې پريژده او لوړ شه اوال خپل ورور راضو که او بيا روشه او خپل نذر دې مخته که. 25 کله چې دې خپل مداعي سره محکمې ته راون يې، بيا په ليار کې ورسره روغه جوړه وکه، اسې نه چې اغا دې قاضي ته په لوس ويرکو او قاضي و دې عسکر ته وير وسپوري او ته و په زندان کې وچاول شې. 26 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې تر يغې و خلوص نه شئ ترڅو مو چې خپله جرمونه پيسه پيسه ويرکړيې نه وي.

دې زنا نه کړلې په حق کې تعليم

27 توسې ارويدلي دي چې داسې ويل شوي دي: ’زنا مه کئ.‘ 28 خو توس ته يايمه چې که يو ساړائي کيمه شځه ته په بد نيات وکسي، بيا په زړه کې يې دې يغې سره زنا کړيې دو. 29 که چيرې دې تو شئ سترګه دې تو دې ګناه سبب شي، بيا اغا وکوژه او لرې يې وترايه. ځکه چې دې تو دې پوره و دا شه وي چې دې خپل سيرات يو اندام دې لوسه ويرکې، نه دا چې ټول سيرات دې ديژاخ ته وترال شي. 30 که چيرې دې تو شائي لوس دې تو دې ګناه سبب شي، بيا اغا پرې که او لرې يې وترايه، ځکه چې دې تو دې پوره و دا شه وي چې دې خپل سيرات يو اندام دې لوسه ويرکې، نه دا چې ټول سيرات دې ديژاخ ته لوړ شي.

دې طالوق په حق کې تعليم

(متي ۱۹:_۹ او مرقوس ۱۰:_۱۱_-_۱۲ او لوقا ۱۶:_۱۸)

31 په داغا رانګ ويل شوي دي: ’کله چې څوک خپلې شځې ته طالوق ويرکاوي، بيا دې يغې ته طالوق نومه ويرکو.‘ 32 خو زه توس ته يايمه چې که څوک خپله شځه دې زنا کړلې نه وره په کيم بل داليل طالوقه کو، بيا دې يغې نه زنا کوره جوړه وي او ار څوک چې داسې شځې سره ورو وکو، بيا اغا هه زنا کو.

دي قاسام خواړلې په حق کې تعليم

33 په داغا رانګ توسې ارويدلي دي چې په وختينئ زمونه کې خالکې ته ويلل شوي وي: ’خپل قاسام مه موته وائي، خو دې تيشتن په نوم مو چې کيم قاسام خواړلائي دائي اغا سار ته وراساوئي.‘ 34 خو زه توس ته يايمه چې ايڅ کله قاسام مه خورئي، نه په اسمون ځکه چې اغا دې خدائ تخت دائي، 35 نه په منځکه ځکه چې دا دې يغ دې پشې دې کشيشولې چاوکئ دو، نه په يروشلم ځکه چې دا دې ستر بادشا شار دائي. 36 په داغا رانګ مه په خپل سار قاسام خورئي دې ځکه چې توس نشئ کړلائي چې دې يغ يو ويشته هه تور يا سپين کئ. 37 دې توسې ’اې‘ دا ’اې‘ وي او ’نه‘ مو ’نه‘ وي. په دا نه زيوت دې شيطون کور دائي.

دې بادال نه ووخستلې په حق کې تعليم

(لوقا ۶:_۲۹_-_۳۰)

38 توسې ارويدلي دي چې ويل شوي دي: ’دې سترګې په بادال کې سترګه او دې غوش په بادال کې غوش.‘ 39 خو زه توس ته يايمه چې څوک چې درسره بدي کو، بيا ته ځنې بادال مه ووخله. که څوک په شي مخ درته څپړ دير کو، بيا ګڅ مخ دې هه وير وړاوه. 40 که څوک چيرې دې تو په خط بندې داعوه وکو بيا خپل څاپينړائي هه ورسره ويرکه. 41 که چيرې څوک تو داغا ته مجبور کو چې يونيم کيلوميټره ورسره لوړ شې، بيا درې کيلوميټره ورسره لوړ شه. 42 که څوک درخه کيم څه شائي وغوړي بيا اغا ويرکه او څوک چې درخه پور غوړي، بيا انکار ورته مه که.

دې ديشمن سره مينه کړل

(لوقا ۶:_۲۷_-_۲۸، ۶:_۳۲_-_۳۶)

43 توسې ارويدلي دي چې ويل شوي دي: ’دې خپلې ګاونډيونې سره مينه که او دې خپل ديشمن نه کرکيې که.‘ 44 خو زه توس ته يايمه چې دې خپلې ديشمنونې سره مينه کئ او څوک چې توسې ځوراوي، دې يغې دې پوره داعو کئ. 45 بيا په داغا و توس دې خپل اسموني پلور زامن شئ، ځکه چې اغا په بد او شه خالکې بندې يو رانګ غورمه رو خيژاوي او په نيکې او بدې خالکې بندې يو رانګ وور واروي. 46 که توسې ګوشي دې يغې خالکې سره مينه کئ چې دې توسې سره مينه کو، بيا په دا کې و توس ته څه اجر وي؟ ايا ټيکس ټولاوينکي هه داسې نکو؟ 47 که چيرې توسې ګوشائي په خپل وريڼه سالوم اچاوئي، بيا دې نورې سره دې توسې څه فرق دائي؟ ايا کافرون په داغا رانګ نکو؟ 48 بيا توس بايد پيره پنډيژئي لکه څرنګې چې دې توسې اسموني پلور پيره دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword