نام ساباق
۱عيسیٰ زيوته کړه، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې دولته ځنې داس خالک ويلوړ دي چې تر يغې پوره و مړه نه شي ترڅو يې چې دې خدائ بدشائي چې په قدرات سره و روشې ليدليې نه وي.“
دې عيسیٰ دې څيرې بدليدل
(متي ۱۷:۱-۱۳ او لوقا ۹:۲۸-۳۶)
۲شپيژ وريځې ورستې عيسیٰ پطروس، يعقوب او يوحنا دې ځون سره وخاستل او يو چګ غره ته يې بوتلل چې وولته ګوشي پنډ شي. وولته دې يغې په مخکې دې عيسیٰ څيره بادله شوه. ۳او دې يغ جومې سپينې وچړکيدلې، داسې سپينې چې دې منځکې په مخ ايچا داسې نه شول سپيناولائي. ۴بيا يغې الياس نبي او موسیٰ وليدل چې دې عيسیٰ سره يې خبرې کړلې. ۵پطروس عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! څومره شه دو چې ميژ دولته يې. روڅئ چې درې خيمې جوړې کي: يوه توته، يوه موسیٰ ته او يوه الياس ته.“ ۶پطروس نه پئيده چې څه يائي، ځکه چې اغا ټول ډاريدلي وي.
۷بيا يوه وريځ روشکاره شوه او په اغا بندې يې سيوره وکړه او دې يغې وريځې نه يو اووز روغائي چې ويل يې، ”دا دې مو ګرون زيائي دائي، يغ ته غوژ ونسئ.“ ۸يغې په مخ مخته او څټ ته وکاتل خو ايڅوک يې نه وليدل، خالي عيسیٰ دې دئ سره و.
۹کله چې اغا دې غره نه روکيزيدل بيا عيسیٰ يغې ته امر وکه، ”څه هه چې ليدلي دي دې يغې په حق کې دې يغه پرا ايچا ته څه مه يايئ ترڅو پرا چې دې انسان زيائي په څټ دې مړه نه روژواندائي شوائي نه وي.“ ۱۰يغې دا خبره دې خپل ځون سره وسوتله او په خپله کې سره باحث کوو چې دې مړينيې نه دې بيا رو ژوانديده څه معنی دو. ۱۱بيا يغې دې عيسیٰ نه پشتنه وکړه، ”دې شريعت عالمون ويلې يائي چې اوال و الياس نبي روشي؟“ ۱۲عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اې خامخا، الياس و اوال روڅي چې ار څه سام کو. خو بيا ويلې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي چې دې انسان زيائي و ډير کړاوينه وزغمي او په الک نظير و ورته وکاتل شي؟ ۱۳خو زه توس ته يايمه چې الياس روغلائي دائي او لکه څرنګې چې دې يغ په حق کې ليکل شوي دي، خالکې چې ار څه غوشتل دې يغ سره يې وکړل.“
عيسیٰ يوه پيريونې نيولي ژڼکي ته شفا ويرکاوي
(متي ۱۷:۱۴-۲۱ او لوقا ۹:۳۷-۴۳)
۱۴کله چې عيسیٰ او دې يغ درې شاګردون په څټ نورې شاګردونې ته روغلل بيا ويې ليدل چې ګاڼ شمير خالک دې يغې شو او خو ويلوړ دي او دې شريعت عالمون دې يغې سره باحث کو. ۱۵څرنګې چې خالکې عيسیٰ وليده بيا ډير حيرون شول او په منډه منډه ستړي ماشي ته ويراغلل. ۱۶عيسیٰ دې شاګردونې نه پشتنه وکړه، ”دې څه شي په حق کې دې يغې سره باحث کئ؟“ ۱۷دې ګاڼې ګيڼې نه يو ساړي ځاوب ويرکه، ”ايستوذه، مو خپل زيائي توته رواستلائي دائي. اغا پيريونې نيولائي او خبرې نه شي کړائي. ۱۸کله چې په يغ بندې پيريون روشي بيا په منځکه يې روولي او دې خولې نه يې ځاګينه راون وي، خپل غوشينه چيچي او سيرات يې نيغ شي. دې تو دې شاګردونې نه مې وغوشتل چې پيريون ځنې وبوسي خو يغې ونه شول کړائي.“
۱۹عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”اې دې دغې زمونې بې ايمونه نسله! دې څو پره و زه دې توسې سره ومه؟ دې څو پره و توس ته حوصله کمه؟ اغا ژڼکائي موته روالئ.“ ۲۰بيا يغې اغا ژڼکائي عيسیٰ ته رواست. څرنګې چې پيري عيسیٰ وليد په مخ په ژڼکي بندې چپه روغله. اغا په منځکه ولويده، ايلې دولې چخړيده او دې خولې نه يې ځاګينه وواتل. ۲۱عيسیٰ دې ژڼکي دې پلور نه پشتنه وکړه، ”څومره وخت شي چې ژڼکائي په دا حال دائي؟“يغ ځاوب ويرکه، ”دې وړيکولي نه. ۲۲څو څو ووره يې اغا په يور او په يبه کې سنړ والائي دائي چې مړ يې کو. خو که ته څه کړائي شې بيا په ميژ راحم وکه او مراسته روسره وکه.“ ۲۳عيسیٰ وويل، ”ته ويلې يايې چې که ته څه کړائي شې؟ ار څوک چې ايمون لري دې يغ دې پورا ار څه ممکن دي.“ ۲۴په مخ دې ژڼکي پلور سيرې کړې، ”زه ايمون لارمه، خو ايمون مې کمزورائي دائي. دې مو سره مراسته وکه چې ايمون مې مضبيط شي.“ ۲۵کله چې عيسیٰ وليدل چې دې خالکې ګاڼه ګيڼه زيوتيژي بيا يغ پيرائي سپک که او ورته ويې ويل، ”اې ګونګه او کيڼه پيريا، زه توته امر کمه چې دې يغ نه رو وځه او بيا ايڅ کله مه ويرنناوځه.“ ۲۶پيري سيرې کړې او ژڼکائي يې ډير ژوبل که او بيا ځنې ووت. ژڼکائي دې مړه غوندې ليده شه او ډيرې ويل چې، ”اغا مړ دائي.“ ۲۷خو عيسیٰ اغا په لوس ونيوه او اغا يې پورته که او ژڼکائي ودريده.
۲۸عيسیٰ کير ته لوړ شه او کله چې وولته نور څوک نه وي شاګردونې يې پشتنه ځنې وکړه، ”ميژ ويلې نه شول کړائي چې اغا پيرائي وبوسي؟“ ۲۹عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”دا رانګې پيريون خالي په داعو واتائي شي.“
عيسیٰ يورې بيا دې خپل مارګ په حق کې خبرې کو
(متي ۱۷:۲۲، ۲۳ او لوقا ۹:۴۳-۴۵)
۳۰عيسیٰ او شاګردون يې دې يغ ځوئي نه لوړل او دې جليل په ليار يې سفر شيري که. عيسیٰ دا نه غوشتل چې څوک په خبر شي چې اغا چيرته دائي، ۳۱ځکه چې يغ خپلې شاګردونې ته تعليم ويرکاوه او يغې ته يې ويلل، ”دې انسان زيائي و خالک ته په لوس ويرکړائي شي او اغا و يې وويژني خو درې وريځې ورستې و بيا روژواندائي شي.“ ۳۲خو اغا نه شول پوئي چې دې دغې خبرې معنی څه دو او ډاريدل چې پشتنه ځنې وکو.
په ټول نه ستر څوک دائي؟
(متي ۱۸:۱-۵ او لوقا ۹:۴۶-۴۸)
۳۳بيا اغا کپرناحوم ته روغلل او کله چې عيسیٰ کير ته نناوت بيا يې دې خپلې شاګردونې نه پشتنه وکړه، ”په ليار کې مم دې څه شي په حق کې باحث که؟“ ۳۴خو يغې ځاوب وير نه که، ځکه چې دئ په ليار کې دې يو بل سره باحث که چې په ټولې کې ستر څوک دائي. ۳۵عيسیٰ کشينوست او دولاس شاګردون يې روغوشتل او ورته ويې ويل، ”که څوک غوړي چې اوال شي اغا دا خپل ځون په ټول نه دې څټه کو او دې ټولې خيذماتګورائي دا شي.“ ۳۶بيا يغ يو واړيکائي رواست او دې يغې په ميانځ کې يې ودروو. اغا يې په غيژ کې ونيو او اغا ته يې وويل: ۳۷”ار څوک چې دې مو په نوم داسې يو وړيکنکائي قابيل کو بيا يغ زه قابيل کړائي يمه او ار څوک چې مو قابيل کو بيا يغ خالي زه نه بلکې اغا څوک يې قابيل کړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه.“
څوک چې دې ميژ مخالف نه دائي اغا دې ميژ ملګرائي دائي
(لوقا ۹:۴۹-۵۰)
۳۸يوحنا عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه، ميژ يو ساړائي وليده چې دې تو په نوم يې پيريون ياستل خو ميژ اغا دې دغ کور نه منع که، دې ځکه چې اغا دې ميژ دې ډالې نه وه.“ ۳۹خو عيسیٰ ورته وويل، ”اغا مه منع کاوئي، دې ځکه داسې څوک نشته چې دې مو په نوم معجزه وشائي او بيا وکړائي شي چې په مو پسې بد وويائي. ۴۰دې ځکه څوک چې دې ميژ خلاف نه دائي اغا دې ميژ سره دائي. ۴۱په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې ار څوک چې توسې ته په دا خاطر چې دې مسيح پيروکارون يئ يوه پيوله يبه دير کو بيا و اغا بې اجره پوتې نه شي.
دې ګناه په خلاف خبر دارائي
(متي ۱۸:۶-۹ او لوقا ۱۷:۱-۲)
۴۲که چيرې څوک دې دغې خالکې نه چې دې دغ وړيکنکي په رانګ په مو بندې ايمون لري کيم يو بې ليارې کو، بيا دې يغ دې پوره و دا شه وي چې دې ژراندې پل وير ته په غوړه کې وچاول شي او داريوب ته سنړ والل شي. ۴۳که چيرې دې تو لوس دې تو دې ګناه سبب وګرځي بيا اغا پرې که، دې ځکه چې دې تو دې پوره و دا شه وي چې دې يو لوس سره تل پوتې ژواندين ته ليار پيدو کې، نه دا چې دې دوې سرې لوسينې سره ديژاخ ته لوړ شې يعني اغا يور ته چې ايڅ کله نه مړ کيژي، ۴۴[اغا ځوئي ته چې چمجي يې نه مړه کيژي او يور يې نه مړ کيژي.] ۴۵که چيرې دې تو پشه دې تو دې ګناه سبب وګرځي، بيا اغا پرې که. دې ځکه چې دا شه دو چې دې يوې پشې سره تل پوتې ژواندين ته ليار پيدو کې، نه دا چې دوې سارې پشې دې روغې وي او ديژاخ ته وچاول شې، ۴۶[اغا ځوئي ته چې چمجي يې نه مړه کيژي او يور يې نه مړ کيژي.] ۴۷او که چيرې دې تو سترګه دې تو دې ګناه سبب شي بيا اغا وبوسه، ځکه چې تو دې پوره و دا شه وي چې دې يوې سترګې سره دې خدائ بدشائي ته نناوځي، نه دا چې دې دوې سترګې سره ديژاخ ته سنړ والل شې، ۴۸اغا ځوئي ته چې چمجي يې نه مړه کيژي او يور يې نه مړ کيژي.
۴۹ځکه چې ار څوک و په يور بندې پوکيژي. [په ټولې نذرانې بندې دا مولګه وچاول شي.] ۵۰مولګه شه شائي دائي، خو که مولګه خپل خواند دې لوسه ويرکو بيا اغا و څرنګې په څټ خپل خواند پيدو کو؟ په خپل ځونينه کې دې مولګې خصلت ولرئي او دې يو بل سره په امن کې ژوند تيراوئي.“